د افغانستان ،پاکستان،متحده ایالتونو او چین څلور اړخیزه همغږۍ ډلی د دوهمی ناستې ګډه اعلامیه

18 جنوری 2016

سولی او پخلاینې په اړه د افغانستان ،پاکستان،متحده ایالتونو او چین د څلور اړخیزه همغږۍ ډلی  دوهمه ناسته د۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومې په۲۸ مه کابل ښار کې جوړه شوه. د دې ناستې لارښودنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین حکمت خلیل کرزی، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت معیین اعزاز احمد چودری، افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر ښاغلي مایکل مکنلي او افغانستان لپاره دچین ځانګړۍ استازۍ ښاغلۍ دینګ شي جون پر غاړه درلوده.

د ۱۳۹۴ کال د مرغومې ۲۱ نېټې ګډې اعلامېې ته پاملرنې له مخې او د څلور اړخیزه همغږۍ ډلی د لومړنۍ ناستې د پایلو پر اساس ، یادی ډلې طالبانو ډلو سره د سولې خبرو اترو پېل لپاره چې د څلور اړخیزی همغږۍ ډلی غړو هېوادونو د ګډو ژمنو ښکارندوی وي، د لاری نقشی په اړه بحث وکړ او پدی برخه کې پرمختګونه هم ترسره شول. لاری نقشی څخه موخه دځانګړو اقداماتو ټاکل دي چې وکړای شي د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلو د استازو ترمنځ افغانستان او سیمه کې د تاوتریخوالی راښکته کولو او د غښتلې او پایښتونې سولې د رامنځ ته کولو په موخه  د افغانستان په مشرتابه او مالکیت د سولی خبرو اترو پېل لپاره مطلوب شرایط برابر کړي. پدي برخه کې د څلور اړخیزی همغږۍډلی د طالبانو له ډلو غوښتنه کوي څو افغانستان حکومت سره ټولو سیاسی اختلافونو  هواري په غرض د افغانستان ملت ازادي ارادی او ارمانونو مطابق او افغانستان کې د غښتلې سولې ټینګولو لپاره د څلور اړخیزی همغږۍ ډلې غړو هېوادونو غوښتنې او ملاتړ سره سم  خبرو اترو بهیر کې برخه واخلي .

څلور اړخیزی همغږۍ ډلې ګډونکونکو یو ځل بیا د افغانستان دخلکو په وړاندی د ناوړه تاوتریخوالی د ختمولو پر اړینتوب ټینګار وکړ.  څلور اړخیزی همغږۍ ډلې هېوادونو هوکړه وکړه چې د تروریزم ټولي بڼې هېوادونو، سیمی او نړۍ ته  دجدی ګواښونو څرګندوی دي . دغه راز غړو د تروریستی ډلو د ټولو بڼو د له منځه وړلو لپاره جدی هلو ځلو پخاطر، په  اړونده قلمرونو کې د هغوی له تابعیت او فعالیتونو پرته خپله ټوله ژمنه په ډاګه کړه.

 د څلور اړخیزی همغږۍ ډلې غړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د څلور اړخیزی همغږۍ ډلې غړو هېوادونو د غړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړیکې، متقابل درناوۍ او ګډې هلې ځلې افغانستان کې د سولی بهیر لپاره د مطلوبو شرایطو رامنځ ته کولو لپاره چې دسیمی  د سولی ،ټيکاو،سوکالۍ او ګټو لپاره مرستندوی دی ،لازمی دی.

پر دی سربېره ، د څلور اړخیزی همغږۍ ډلې هوکړه وکړه څو افغانستان کې دسولې بهیر پر مخ وړلو په موخه منظمو ناستو ته دوام ورکړي.

یاده ډله به خپله بله ناسته د ۱۳۹۴ لمریز دسلواغې په ۱۷ مه نېټه تاسلام آباد کې ونیسي.