د جولای د څلورمې نېټې د هرکلي لپاره په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارنس خبرې

اجرائیه رئیس عبدالله، قاضی قضات، وزیرانو، د پارلمان غړو، سفیرانو، اغلو او ښاغلو او ټولو ملګرو.

اسلام علیکم! د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته ښه راغلاست، دا چې تاسې زما ، زما میرمنې لیزیت او د ماموریت ټولو کارکوونکو سره د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره ګډون کړی، ډېره زیاته مننه کوم. اجازه راکړئ چې د اجرائیه رئیس ویاړمن حضور څخه یوځل بیا مننه وکړم. اجرائیه رئیس زما ملګری دی او بله دا چې نوموړی د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ملګری دی. اجازه راکړئ چې زمونږ د ماموریت د مرستیال ډینس هیرن، او د هغه معاون سټیف بانډې څخه چې دلته شتون لري، ځانګړې مننه وکړم. هغوې په تېر کال کې زما ترڅنګ وو او زما د دفتر له رښتینو او وفاداره ملګرو څخه شمېرل کېږي، دوې تکړه دیپلوماټان دي او په سختو شرایطو کې یې پیاوړي مشري ترسره کړی. هغوې د دوبي پای کې زمونږ سره مخه ښه کوي، ومې غوښتل چې د هغوې د غوره کړنو څخه ستاینه وکړم.

د جولای څلورمه هغه ورځ ده چې ټول امریکایان د خپل ستر ملت د تاسیس او د متحده ایالاتو د ارزښتونو انعکاس لپاره سره یوځای کېږي، او دېر د خوښۍ ځای دی چې دغه ورځ له تاسو سره یوځای لمانځو.

اجازه راکړئ چې د دې رخصتۍ مانا او مفهوم په اړه تبصره وکړم – په ځانګړي ډول چې نن دغه ورځ په افغانستان کې لمانځو.

زمونږ د هېواد بنسټ ایښودونکو نیکونو ۲۴۱ کاله مخکې، د امریکا متحده ایالات د عدالت او ازادۍ، د قانون حاکمیت او د خپلواکۍ د اصولو پراساس تاسیس کړ. که څه هم د ازمایښت او سختو پړاونو سره مخ شوو، خو د خپلو بنسټ ایښودونکو نیکونو د هوښیارۍ او د اساسي ارزښتونو په مرسته چې هغوې اساسي قانون کې ځای کړه و، رهنمایي کړو. هغه مهال د ملت تاسیس د تقدس او روحانیت پراساس چې ښاریانو ته ځواب ویونکی وي، افراطي نظر بلل کېده. انقلابي نظر دا وه چې خلک خپلواکه دي او باید د پای خبره وکړي.

د امریکا خلکو د خپلواکۍ ترلاسه کولو او ساتل لپاره ډېرې قربانۍ ګاللې دي او متحد پاتې شوې دي. هغوې په ښکاره ډول په دې ورځې ویاړي او هر کال دغه مراسم لمانځي. افغانان هم د امریکایانو په څېر خپلې ازادۍ ته ډېر ارزښت ورکوي او د ازادۍ خوندې کولو لپاره یې پیړۍ پیړۍ قربانۍ ورکړي دي. مونږ په همدې دلیل ډېر زیات خوښ یو چې خپل د استقلال جشن خپلو افغان ورونو او خویندو سره په ګډه لمانځو.

زه تل خپلو لېدونکو ته وایم چې په نړۍ کې هیڅ یو هېواد د افغانستان په پرتله د ترهګرۍ او ترهګریزو بریدونه له امله ډېره قربانی نه ده ورکړئ. په حقیقت کې افغانانو ۴۰ کاله جګړه زغملې ده، دې سوله ییز ملت باندې دا لړۍ د شوروي جنایت کارانه یرغل سره سمه پیل شوه او سرو لښکرو شاوخوا دوه میلیونه کسان ووژل. دا ملت د مجاهدینو خپلمنځي خونړیو جګړو هم وځپلو چې تر هغې وروسته د طالبانو توره دوره رامنځته شوه.

افغانانو په تېرو ۱۶ کلونو کې د ازمایښتونو او تکلیفونو سره سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي. او زه باور لرم چې افغانستان تور تیارو ورځو ته بیرته نه ستنیږي. متحده ایالات د افغانستان خلکو سره ټینګه ژمنه لري او مونږ هیڅ ځای ته نه ځو او تاسو سره به اوږه په اوږه ولاړ یو، مونږ دا کار یوازې د دې ځواکمنو خلکو سره د پیوستون لپاره نه ترسره کوو، بلکې زمونږ ګتې هم په کې خوندي دي.

په همدې دلیل، زمونږ تعهد ټینګ دی او د ملي وحدت حکومت څخه به خپل غوڅ ملاتړ ته دوام ورکوو او په دې هېواد کې به د پانګونې لړۍ جاري ساتو . د ولسمشر ټرمپ اداره به د افغانان سره په خپله ژمنه ولاړه وي او د ښه راتلوونکي لپاره به خپلې هڅې دوه برابره کړي. دېره مهمه ده چې د ملی وحدت حکومت – د رښتینو سیاسي رهبرانو په همکارۍ —  په ملکي او پوځي بنسټونو کې لازم اصلاحات بیا ترسره کړي. راځئ چې د داسې ورځې هېله وکړو : چې د افغانستان خلک د فساد او بډې په وړاندې لږه زغم ولري. افغانان غواړئ چې وړ او رښتني کسان چارې سمبال کړي ترڅو د دولتي بنسټونو په پیاوړي کولو او سمولو کې مرسته وکړي او هغوې خلکو ته ځوابویونکې اوسي.

لکه څنګه چې زمونږ افغان ملګري د دې موضوع په یادونه کې ړومبي او همنظره دي، فساد هغه سرطان دی چې یو ملت د تباهۍ په لور کاږي. پوهېږم چې ولسمشر غنی او اجرائیه رئیس عبدالله د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي خو د هېوادپاله افغانانو همکارۍ ته اړتیا لري. د سزا څخه د معافیت کلتور باید پای ته ورسېږي او هغوې چې د خلکو پيسې په نا قانونه توګه لوټوي، باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي. د افغانستان راتلوونکی ځوانانو پورې تړلی دی —  ژور انده ځوانان د راتلوونکي افغانستان جوړولو باندې اعتقاد لري چې ټولو ته د ویاړ سبب کېږي؛ هغه ځوان نوښټګر چې سوداګریز فرصتونه او دندې برابروي. د هېواد سیاسي او اقتصادي مشران باید ځوان او پوه نسل ته فرصتونه برابر کړي. د نظام داخل او بهر سیاسي مشران مکلف دي چې د اعتماد وړ پارلماني ټاکنې او په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي. دا ټاکنې پر ډیموکراټیکو بنسټونو د خلکو د اعتماد بېرته ورګرځولو او د خلکو څخه د استازیتوب لپاره حیاتي مسئله ګنل کېږي.

لکه څنګه چې تاسو دلته ولیدل، سږ کال د جولای ۴مه د نیواورلیان پیښې ته ځانګړې شوې ده. په ۲۰۰۵ کال کې، کله چې په نیواورلیان کې د کاترینا باد او توپان راوالوت او د ښار سېل درونکي پولې ونړیدې، موږ له یو تاریخي ننګونې سره مخ شوو. په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی ښار – نړیوال طلسم، د موسيقۍ په برخه کې تر ټولو مهم مرکز چې د یو لوی زړه حیثیت یې درلود، په سلو کې ۸۰ سلنه سېلابونو ويجاړ کړ. دغه طوفان د ۱۰۰۰ تنو ژوند واخیست، لسګونه زره کورونه یې ویجاړ کړل او ۱۳۵ ملیارده ډالره مالي زیان یې واړول او له نیمایي څخه زیات شمېر ښاریان، شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ خلک یې کورونو پریښودو ته اړ کړل.

زما زوی په نیواورلیان کې اوسېږي، د ویجاړیدو څخه راورسته د ښار څه نا څه جوړول زما لپاره د ارزښت وړ دي. او هر کله چې زه د لوئیزیانا څخه لیدنه کوم، د سیمه ییزې ټولنې ځواک مې د ښار د بیارغولو په برخه کې حیرانوی. د نیواورلیان خلکو او امریکایان سمندر په سمندر تل له زغم څخه کار اخستی او نن په هغه عزم او هوډ باندې ویاړي.

زه په افغانستان کې همدا شان عزم او اراده وینم چې تر اغیز لاندې یې راغلی یم. نو له دې امله په افغانستان کې مبارزه د هغو ځواکونو ترمنځ ده چې غواړي خلک د واک څښتن کړي د هغو کسانو په وړاندې چې غواړي انسانان په روحي او جسمي بڼه تر خپلې ولکې لاندې راولي. په دې تاریخي هیواد کې مبارزه د هغه اکثریت ده چې غواړي هیواد بیا ورغوي او زامن او لورګانې یې ښه راتلونکی ولري، د هغه کوچنیو ډلو پر وړاندې  چې د نفرت او تاوتریخوالي پرته يې بل څه زده نه دي. په افغانستان کې مبارزه د بشر طبعیت او بشر تاریخ په شان لرغونې ده. زه باوري یم چې دغه روښانه، ایماني او د مینې ځواکونه بریالي کیږي او سوله راولي او د زرګونو ځوانو امریکایانو، افغانانو او هغو متحدینو د ویاړ سبب کېږي،چې دې لار کې یې ځانونه قربان کړي دي.

لکه څنګه چې موږ په ګډه په دې مبارزه کې ښکېل یو، راځئ چې تیاره وختونه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره هغه هم چې د بریالیتوب نور کم رنګه شي،هېر نه کړو، خو اجازه راکړئ څو د جولای ۴مه چې میلیونونه امریکایان د ایمان او هیلو تجدید په پار یادوي، ولمانځو. په پای کې اجازه راکړئ چې زموږ د شهیدانو د رڼا له برکته دعا وکړو چې د افغانستان شریفې خاوري ته سوله او سوکالي بیا لار ومومي.

مننه له تاسو چې زموږ سره یوځای د امریکا د زیږیدو ورځ لمانځئ، ستاسو له ملګرتیا مننه. د جولای ۴مه دې تاسو ته مبارک وي.