نن ولسمشر اوباما د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر اشرف غني او د اجرائيه رئيس داکتر عبدالله عبدالله سره د ټيليفون په ليکه خبرې اترې وکړې. ولسمشر اوباما د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اوږدمهاله او ثابت مشارکت څخه خپله ژوره قدرداني څرګنده کړه. هغه د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دواړو مشرانو د ژمنتيا څخه مننه وکړه او د فساد د کمښت او قانون د حاکميت څخه د ملاتړ لپاره يې د ملي وحدت حکومت هڅې وستايلې. ولسمشر اوباما دواړه مشران د ملي وحدت د زياتوالي او په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره د ګډو هڅو دوام ته وهڅول.
