په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د ترلاسه شويو لاسته‌راوړنو ساتنه

راس ویلسن، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر او ډاکټر ټينا ډولي-جونز، په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیسه

افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د ښځو په برخه کې خپلې لومړنۍ تاریخي لاسته راوړنې درلودې. له اوږدې مودې وروسته “په لوړپوړو بستونو کې د لا زیاتو ښځو د ګمارنې” موخې ته د رسیدو لپاره ۲۱ تنې میرمني د مرستیال والیانو په توګه وټاکل شوې. دا پرمختګ د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیال والیانو د ګمارنې په اړه د ولسمشر  د فرمان له صادریدو وروسته رامنځ ته شو.

د دغه تاریخي پرمختګ سربیره، افغانستان د مېندو د مړینې کچې د لوړوالي، د جنسیت پر بنسټ پراخ تاوتریخوالي، او کاري فرصتونو، ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو، او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د محدود لاسرسي له کبله بیا هم د ښځو لپاره د نړۍ یو له ننګونکو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. د نړۍ بدلونکي کووید-۱۹وبا خپریدو، د تاوتریخوالي لوړې کچې او د ښځو هدفي وژنو، او د سولې د خبرواترو نامالوم حالت د تیرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي دي. په بېلابېلو برخو کې د ښځو ګډون ګواښل شوی او په تیرو ۱۲ میاشتو کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کې ۹۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

موږ د ښځو په نړیواله ورځ چې هر کال د مارچ د میاشتې پر ۸مه نېټه لمانځل کیږي د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د حیرانونکو لاسته‌راوړنو څخه ستاینه وکړه. د یادو مراسمو لمانځنه موږ ته دا راپیادوي چې ریښتني برابري ته د رسیدو لپاره لا ډیر کار پاتې دی چې باید ترسره شي. د ۲۰۲۱ کال د ښځو د نړیوالې ورځې شعار “غوره کړئ چې ویې ننګوئ: په کوویډ-۱۹ نړۍ کې یو برابر راتلونکي ته رسیدنه” وو.

سږکال، په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو لاسته‌راوړنې لمانځي، موږ باید په ګډه سره د هغو کسانو په وړاندې ودریږو چې د ښځو ځان‌ښندونکو هڅو په ځانګړې توګه د افغانستان د محرومو ښځو هڅو ته په ټیټه سترګه ګوري یا یې کمزوري کوي. ” غوره کړئ چې ویې ننګوئ ” یوازې د کپاین یو شعار نه بلکې د کار او عمل لپاره یوه بلنه ده. دا پر ټولو خلکو غږ کوي چې په نېغه هغه چا ته ځواب ورکړي چي د برابرو او بشپړو اتباعو په توګه د ښځو له ژوند کولو سره مخالفت کوي.  زموږ اقدام کولای شي چې د هغو ویجاړونکو اجنډاوو، ټولنیزو تبعیضونو، او سازماني خنډونو مخه ډب کړي کوم چې په ټولنه کې د ښځو د بشپړ ګډون پر وړاندې فعالیت کوي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په موخه د هغو ښځینه الګوو او اغیزمنو ښځو د یو ګردي‌میز کوربتوب وکړ چې د کوویډ-۱۹ وبا سره د مبارزې په لومړیو کرښو کې یا د کوویډ-۱۹ وبا سره د مبارزې په برخه کې د ښځو پر وړاندې پرتو خنډونو د له منځه وړلو په موخه یې کار کړی دی. دوئ له دې سره‌سره چې د وبا له کبله د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي او د روغتیا او اقتصادي خپلواکۍ اړوند مهمو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو څخه کړیږي، بیا هم د سیاست، سولې، او پراختیا په برخو کې الګوې او اغیزلرونکي دي. دوئ د روغتیا پالانو، روغتیايي مسلکي کارکوونکو ، خدماتي کارکوونکو، او فعالانو په توګه د ښځو د مهمو ونډو ملاتړ کوي. دغه ښځې د کرونا وبا سره د مبارزې نوم‌ورکې اتلانې دي چې په دې بې‌سارې دوره کې د خلکو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي او هغوئ ته د ټولنیز خوندیتوب خدمتونه چمتو کوي. د دوئ زړه‌ورتیا، مسلکی‌توب، او ځان‌ښندنه دوام لري او له دوئ سره په دې لاره کې د نارینه‌وو په ګډون زیات شمیر نور کسان چې روغتیايي، ښوونیزو او روزنیزو، او اقتصادي فرصتونو ته د ښځو د لاسرسی د زیاتیدو او په یادو برخو کې د هغوئ د ګډون لپاره کارکوي، ملګري دي.

د ” غوره کړئ چې ویې ننګوئ ” شعار د پوهاوی خپرولو ترڅنګ بانفوذه خلک هڅوي چې د مشرۍ په کچې بستونو ته د ښځو د پرمختګ لپاره کار وکړي. د هغو ښځو په پرتله چې د افغانستان د نفوس د نیمې برخې له ستونزو څخه خبرې دي، بل څوک کولای شي چې د افغانستان د راتلونکی په جوړولو کې غوره مرسته وکړي؟  څوک کولای شي چې تر هغه چا ښه‌ وي چې د شخړې، ناوړه او توپيریز چلند ډکې لسیزې یې زغملي دي او زده‌کړې، معیشت، او اقتصادي فرصتونو ته یې ډیر کم یا هیڅ لاسرسی نه درلود؟ دلته ښځې په شته کړاوونو خبرې دي، خو بیا یې هم مقاومت کړی ترڅو د خپلو ځانونو، کورنیو، او د افغانستان د خلکو لپاره د حل‌لارې ومومي او پلي یې کړي. دوئ د انجونو او هلکانو او لیدلوري‌لرونکو کسانو د راتلونکي نسل لپاره کوم چې دي ته اړتیا لري چې پوه شي چې د زمینې د مساعدیدو په صورت کې کولای شي په افغانستان کې یو مثبت بدلون رامنځته کړي، ترټولو غوره الګوي دي.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې، د امریکا متحده ایالاتو حکومت د نړۍ په ګوټ کوټ کې او دلته د ښځو د پیاوړتیا او د ښځو او انجونو د ګډون او حقونو د ودې لپاره د پام وړ پانګونه کړې. د حکومتولۍ، اقتصاد، روغتیا، ښوونې او روزنې، او چاپيریال په برخو کې د ریښتنې پایدونکې پراختیا لپاره د ټولو کسانو ګډون او پياوړتیا اړینه ده. هیڅ څوک شاته پرېښودلای نه شو.

په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو ستراتیژي چې په پراخه توګه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) له خوا رامنځ ته شوې او پلې کیږي، کیفیت‌لرونکو روغتیايي خدمتونو او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي ودې، د پایدونکو اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو، او د ښځو د حقونو څخه ملاتړ باندې تمرکز کوي. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره افغان میرمنو ته هغه امکانات چمتو کوي چې په حکومت، اقتصاد، او مدني ټولنه کې د مشرۍ او پریکړه نیوونکو بستونو کې د بریالیتوب لپاره د ښځو لپاره اړین دي. د دې هیواد راتلونکی تر ډیره حده د ښځو په پياوړتیا پوري اړه لري چې له دې کبله په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په نړۍ کې د یادې ادارې یوازنی د جنډر خپلواک دفتر رامنځته کړ. موږ باید په دې هیواد کې د ښځو د پياړوتیا او حقونو څخه د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړو. دا د ښځو، یوې برابرې ټولنې، پایدونکې پراختیا، او یو سوله‌ییز او سوکاله راتلونکي لپاره یو مناسب کار دی چې باید ترسره شي.