محرمیت

د شخصي معلوماتو په هکله خبرتیا

که چېرې زمونږ له انټرنټي پاڼې څخه لیدنه کوی نو مونږ ستاسو په هکله هیڅ ډول شخصي معلومات نه ټولوو،  ترهغې چې تاسو خپله دا معلومات مونږ ته برابر کړی. زمونږ د انټرنټي پاڼې له لارې د داسې شخصي معلوماتو برابرول په رضاکارانه ډول ترسره کیږي خو د دې کار د سرته رسولو سره مونږ ته دا اجازه راکول کیږي چې ستاسو معلومات دځانګړو موخو لپاره وکاروو. د معلوماتو نه برابرول به زمونږ لخوا د اړتیا وړ خد متو نو د نه برابرولو لامل شي. که چېرې وغواړی د بهرنیو چارو د وزارت د ویب پاڼې له لارې مونږ ته ځانګړي معلومات برابر کړﺉ د انټرنټي ویب پاڼو د فورمو د ډکولو او یا د بریښنالیک د استلولو له لارې مونږ ته معلومات برابر کړﺉ او خپلې اړتیاوې څرګندې کړﺉ ترڅو مونږ له هغه معلوماتو څخه ستاسو د اړتیاو د پوره کولو او یا د چوپړ د برابرولو په لار کې ګټه پورته کړو او یا هم ستاسو پیغامونو ته د ځواب ورکولو په موخه ورڅخه ګټه واخلو. هغه معلومات چې مونږ له تاسو څخه ترلاسه کوو د هغه څه نه چې تاسو یې زمونږ په ویب پاڼې کې ترسره کوﺉ توپیر لري.

مونږ په اتوماتیک ډول معلومات، د ډومین نوم، نېټه او وخت چې تاسو زمونږ انټرنټ او ویب پاڼې ته لاسرسی موندلی دی او همدارنګه هغه نورې انټرنټي پتې چې تاسو ېې له لارې نورو ویب پاڼو ته مراجعه کړې ذخیره کوي. مونږ له دغو معلوماتو څخه دکتل شویو انټرنټ پاڼو د شمیر د حسابولو او لیدونکوته د ګټې اخستنې لپاره د ویب پاڼې د لاښه کولو په موخه کار اخلو.

که چېرې غواړﺉ مونږ ته پیغام واستوﺉ

ښایي وغواړۍ خپل شخصي معلومات د پیغام د استولو له لارې مونږ سره شریک کړﺉ. مونږ به ستاسو د معلوماتو څخه تاسو ته د ځوابونو د برابرولواو ستاسو د اړتیاو د پوره کولو په موخه د ښه چوپړ د برابرولو لپاره کار واخلو. مونږ به ستاسو بریښنا لیکونه هغو نورو آمریکايي ادارو ته واستو چې کولای شي ستاسو سره په ښه ډول مرسته وکړي. پرته له څیړونکو قانوني ادارو څخه مونږ دغه پیغامونه له هیڅ بلې ادارې سره نه شریکوو.

د دریم کس انټرنټ پاڼې او پروګرامونه

مونږ له نورو ټولنیزو او شخصي انټرنټي شبکو سره په اړیکه کې یو. له دغو شبکو څخه خپلو بهرنیو اوریدونکو سره د خبرو او نظریاتو د شریکولو او د خپلې عامه ډیپلوماسۍ په موخه ګټه پورته کوو. همداراز مونږ له دغو شبکو څخه د سفارت د پیښو او غونډو د خپرولو او له عامو خلکو سره د کارکولو په موخه ګټه پورته کوو. همدارنګه مونږ د انټرنټي ویب پاڼو او ددوې داړونده څانګو دلیدونکو دشمیرې دمعلومولو په موخه د سفارشي تکنالوژۍ څخه ګټه اخلو ترڅو وکولای شو چې خپلې انټرنټې ویب پاڼې د لیدونکو لپاره ګټورې او لاښې کړو. ځیني وخت مونږ ښايي د پروګرامونو او انټرنټې ویب پانو څخه چې د راجستر کولو په موخه د بریښنالیک پتې، د کاراخیستونکي نوم، رمز او جغرافیايي موقیعیت غوښتونکي وي ګټه پورته کړو. مونږ د دریم کس د انټرنټي ویب پاڼو څخه د معلوماتو د ټولولو په موخه ګټه نه پورته کوو. مونږ هیڅ ډول شخصي معلومات د دریم شخص د انټرنټي ویب پاڼو له لارې نه ټولوو او هیڅ ډول شخصي معلومات نه افشا کوو ا و نه یې پلورو تر هغې چې د بهرنیو چارو وزارت دنورو اداراتو د قانون د پلي کولو او یا د فرامینو د اړتیا پر بنسټ وغوښتل شي.

ښایي له بیلابیلو انټرنټې ټولپوښتنو څخه ګټه پورته کړو ترڅو د لیدونکو څخه په تصادفي ډول د هغوی نظریات را ټول کړو. لمړی، د بهرنیو چارو وزرات د آمریکايي مشتریانو رضایت د مستقیمو ټولپوښتنو د پایلو د شاخصونو څخه د پرله پسې معلوماتو په ترلاسه کولو د انټرنټ د لیدونکو د شمیر د معلومولو په موخه کاروي. بیا هم دغه ټولپوښتنه د لیدونکو شخصي معلومات نه را ټولوي او د ټولپوښتنې بلنلیک په تصادفي ډول د لیدونکو لپاره د ویب پاڼې په مخ ظاهریږي خو دا یو اختیاري کار دی او ټول لیدونکي د یادې ټولپوښتنې د سوالونو ځواب ورکولو ته نه اړباسي. که چېرې د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړﺉ بیا هم تاسو د نورو لیدونکو په شان چې د ټولپوښتنو سوالونو ته ځوابونه ورکوي د انټرنټي ویب پاڼې سرچینو او معلوماتو ته لاسرسی لرې. د یادو ټولپوښتنو رپوټونه به د انټرنټي ویب پاڼې له مدیرانو او نورو مسوولینو سره چې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره یادو معلوماتو ته اړتیا لري شتون ولري.همدارنګه ښايي مونږ د نورو ټولپوښتنو څخه د ځانګړو موخو لپاره کارواخلو او وروسته له دې چې ټولپوښتنه پیل شي د موخو په هکله به زمونږ په انټرنټي ویب پاڼې کې معلومات ورکړل شي.

ذخیره شوي معلومات د تعقیبولو او بدلولو په موخه

کوکي کوچنۍ متني فایل دی چې انټرنتي ویب پانې یې ستاسو کمپیوټرونو ته استوي ترڅو اجازه درکړي تر هغه وخته چې تاسو اڼترنیټ کاروﺉ ځانګړي معلومات په ياد وساتي. همدارنګه ستاسو کمپیوټرونه به یاد معلومات د کوکي فایل په ډول له هغو انټرنټي ویب پاڼو سره شریک کړي چې ستاسو کمپیوټرونو ته یې استولي دي او هیڅ بله انټرنټي ویب پاڼه نشي کولای چې د یادو معلوماتو د تر لاسه کولو وړاندیز وکړي. کوکي فایلونه په دوه ډوله دي:

  • : موقتی: موقتی کوکي فایلونه تر هغه چې ستاسو په زړه پورې انټرنټې ویب پاڼه خلاصه ده فعاله وي او کله چې تاسو خپله پاڼه بنده کړﺉ نوموړی کوکي فایلونه له منځه ځي. انټرنټې ویب پاڼې  موقتي کوکي فایلونو د تخنیکی موخو لپاره کاروي لکه د انټرنټې ویب پاڼو له لارې نور ویب پانو ته د ورتګ اسانه کول او یا تاسو ته اجازه درکړي چې له نورو انټرنټې ویب پاڼو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره لمړیتوب درکړي.
  • دایمي: دایمي کوکي فایلونه د ګټه اخیستونکي کمپیوټر په هارد ډیسک کې ذخیره کیږي ترڅو د انټرنټي ویب پاڼې نوي ګټه اخیستونکي وپیژندل شي او یا هم بیاځلي ګټه اخیستونکي، د مشتریانو د وړاندویل شوې ټولپوښتنې څخه مخنيوی آسانه کړي.

که چېرې ونه غواړی چې د کوکي په نامه فایلونه په خپل کمپیوټر کې ذخیره ګړی نو تاسو کولای شی چې د براوزر په پروګرام کې ېې غیرفعاله کړﺉ. سره له دې هم تاسو کولای شی چې زمونږ د ویب پاڼې معلوماتو او سرچینو ته لاسرسی ومومۍ. خو د کوکي فایلونو غیرفعالول کیدای شی د ویب پاڼو په کارکولو بده اغیزه وکړي. په یاد ولرﺉ چې د کوکي فایلونو غیرفعاله کول به د د ټولو انټرنټي ویب پاڼو له کوکي فایلونو څخه د ګټه اخیستنې په کیفیت باندې هم بده اغیزه ولري.

له نورو انټرنټي ویب پاڼو سره اړیکې

زمونږ ویب پاڼه  د امریکې له حکومتي ادارو، سفارتونو، له شخصي او عمومي سازمانونو او د امریکې او نورو هیوادونو سره بې شمېره  اړیکې لري. کله چې تاسو وغواړﺉ چې  نورو ویب پاڼو ته ورشۍ نو تاسو نور زمونږ د ویب پاڼې سره نه یاست او پرتاسو به د نوې ویب پاڼې مقرارت پلي کیږي.

مونږ ډیر کوښښ کړي دی چې تاسو ته کره او بشپړ معلومات برابر کړو خو کیداشی چې تیروتنې هم ولرو زمونږ په ویب پاڼې کې د اسنادو او معلوماتو شتون ته په درناوی سره سفارت او د سفارت کارکونکي او یا هم قرارداديان یې ژمنتیا کولای نه شي سربیره پردې، سفارت د دقت، کره والي، بشپړ توب او یا د هرډول معلوماتو، محصولاتو اویا د افشا شويو اسنادو او پروسې هیڅ ډول قانوني مسوولیت او ضمانت نه کوي او همدارنګه له دغو معلوماتو، محصولاتو او یا پروسو پرفردي حقونو د برید د نه کیدلو ضامن نه دي.

د امریکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د انټرنټي ویب پاڼې څخه د ساتنې او د ګټې اخیستونکو لپاره د چوپړ د برابرولو په موخه  کار کوي ترڅو د شبکو د ګنه ګوڼې څخه د منع شوي کارونو په ګوته کولو، د معلوماتو ډیرولو او یا کمولو او یا هم زیان اړولو څخه د مخنوي په موخه څاري. په ویب پاڼو کې د معلوماتو ډیرولو او یا بدلولو منع شوي فعالیتونه دي او ښايي د کمپیوټري سرغړونو او جعل کاریو پرضد د ۱۹۸۶ قانون پر بنسټ مجازات هم شي. ستاسو له معلوماتو څخه به د قوانینو د پلي کولو په موخه هم ګټه پورته شي. له ځانګړي پورتنیو موخوسربیره، د ګټه اخیستونکو د پیژندنې او یا د هغوی د ګټه اخیستنې  څرنګوالي خوندي ساتي. په ویب پاڼې کې د منع معلوماتو بدلولو او یا ډیرولو څخه په کلکه مخنوی کوي او د  ۱۹۸۶ اساسي قانون د ۱۰۰۱ فصل د کمپیوټري سرغړونو او جعل کاریو پرضد د ۱۰۳۰ مادې پر بنسټ د قانوني تعقیب څیړنو لاندې راځي.