د وطن پرستانو ورځ او د خدمت او یادونې ملي ورځ په اړه د امریکې د جمهوری ریاست اعلامیه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر
11 سپتمبر 2016

پنځلس کاله مخکې، شاخوا ۳۰۰۰ بیګناه نارینه، ښځې او ماشومان چې د یوه عادي ورځنیز ژوند د پیل په موخه  بوخت ول زموږ څخه واخستل شول او د کورنۍ عزیزان یې د دوی د ژوندانه د ارزښتناکه شیبو څخه محروم کړل.  خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرد۱۱ نیټې د ترهګریزو بریدونو موخه وخلکو ته د زیان اړولو او د ودانیو د نسکورو څخه ډیره هڅه دا وه چې زموږ روحیه ماته کړي اوهغه  تلپاتې ارزښتونه له منځه یوسي چې موږ یې د امریکایانو په حیث یو موټی ساتلې وو. د یادې پیښې وروسته، په ورپسې کلنو کې زموږ د مينې او هيلې ظرفیت تر بل هر وخت موږ یې په پیاوړتیا سره د پرمختګ او همکارۍ او بیاودانولو لور ته وهڅولو. د وفادارۍ په ساتنې سره او د هغو زړونو او خاطرو په یاد چې موږ له لاسه ورکړل، یوځل بیا د خپلې قاطع خوشبینۍ او تل پاتې قوت چې د تاریخ په تر ټولو تیاره شیبو کې موږ سره یوځای کوي ټنکار کوم. موږ پریکړه کړی چې د همدغې روحیې په ساتنې سره نورو ته د خدمت کې اوسو.

هغه درد چې د سپټمبر په ۱۱ زموږ ولس ته ورکړل شو د هر ډګر، نژاد او عقایدو لرونکو خلګو له خوا احساس شو. که څه هم ډیری ځوان امریکایان پرته له دې چې د هغې ورځې په وحشت پوه شي رالوی شوه خو د دوی ژوند د یادې حادثې تر اغیرلاندې جوړښت موندلې. دوی د هغه خدمتونو په تړاو ډیر اوریدلې چې څه ډول د دوی د همکارانو اقدامات د نورو د خوندیتوب سبب کرځیدلي، هغو مسافرینو چې د فرمان اتاق ته ځان ورسول او یا لومړني مرسته کوونکو چې نیغ په نیغ د اور خوا ته ورغلل. ډیرو امریکایانو هرڅه چې د دوی په توان کې وو ترسره یې کړل څو خلک وژغوري، خلک داوطلبه شول چې خپل وخت د خوړو، کالیو او وینه ورکولو باندې وقف کړي. او ګڼو شمیر نورو د ملي پوځ کاليو د اغوستو په موخه  په پوځ کې داخله وکړه څو نړیوالو ته ثابته کړي چې هیڅ ترهګریز برید نه شی کولای زموږ د هیواد پیاوړتیا او هویت تر سوال لاندې راولي.

موږ پر یوې ګډې عقیدې متحد شوي، د خپلو ګاونډیو د پیاوړي کولو ژمنه او دا باور چې یو بل ته لاس ورکولو په موخه پیاوړي یو ، نو موږ باید د دې جرأت هم پیدا کړو څو د هغو کسانو میراث ته پرمختګ ورکړو کوم چې د اړتیا په وخت کې یې په بیړه مرسته وکړه. یو بل ته ځان فدا کول او په دې پوهیدل چې د خپل ځان نه ورهاخوا موږ د دې ټولنې یوه لویه برخه یو لکه څنګه چې وطن دوستو قهرمانانو د سپتمبر په ۱۱ وښودل. موږ د دوی قربانیو ته درناوی کوو. د خدمت او یادونې په دغه ملي  ورځ موږ باید ډاډه شو چې تیارې د رڼاګانو لپاره هیڅ هم نه دي کله چې موږ په خدمتونو او خيريه اعمالو کې بوخت یو. زه ټولو امریکایانو ته بلنه ورکوم چې دغه ورځ  په پوره مهربانۍ او اخلاص ولمانځي کوم چې زموږ د ارزښتونو ښکارندویې او زموږ خلک تعریفوي او همدرانګه دwww.Serve.gov ویبپاڼي ته په مراجعې سره کولای شي د خپلو ټولنو سره د مرستې په موخه فرصت تر لاسه کړي.

امریکا زموږ د ژغورونکو د جسارت او مقاومت او د هغو کسانو د فداکاریو پوروړی دی چې زموږ امنیت یې تامین کړی. نن موږ ټولو هغو کسانو ته چې د سپټمبر ۱۱ په زړه بوږنونکې برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او هغو کسانو ته چې په ورپسې کلنو کې یې بې سارې قربانیاني ورکړي درناوی کوو. د دغو ښکلو ارواحو په یاد، موږ ژمنه کوو چې مخ پروړاندې ځو، راځئ چې پر هغو ارزښتونو باور ولرو کوم چې زموږ نه  امریکا جوړوي، هغه ازادۍ چې موږ یې په نړۍ کې د یوه څراغ په حیث معرفي کړي یو او هغه یووالې چې هرکال په دغه کلیزه کې موږ ټول سره یوځای راټولوي. تر ټولو مهمه دا چې، راځئ تر بل هر وخت پیاوړي واوسیږو او په ګډه سره دا ومنو چې هیڅ داسي کوم شی نشته چې موږ پرې برلاسي نه شو.

هغه ګډه پریکړه لیک چې (عامه قانون ۱۰۷-۸۹ )  د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۱۸ تصویب شوه، کانګرس د هر کال د سپتمبر ۱۱ د وطن پرستانو ورځ نومولې او عامه قانون۱۱۱-۱۳ چې د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۲۱ تصویب شو، کانګرس غوښتنه وکړه چې د سپټمبر ۱۱ دې هر کال د خدمت او یادولو ملي ورځ وپیژندل شي.

نو د دې لپاره، زه بارک اوباما، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۱ د وطن پرستانو ورځ او د خدمت او یادولو ملی ورځ اعلانوم. زه د امریکا د متحده ایالاتو پر ټولو ریاستونو، ادارو او بنسټونو غږ کوم چې په دې مناسبت دي د امریکا د متحده ایالاتو بیرغ دې نیمه ځوړند کړي ترڅو د هغو کسانو درناوی وشي چې د  ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. زه د امریکا د متحده ایالاتو والیانو او د هغوی د سیمو سازمانونو او وګړو ته بلنه ورکوم چې په دغه لمانځنې کې زموږ سره یوځای شي. زه ده امریکا د متحده ایالاتو پرخلکو هم غږ کوم چې په ټولنیزو خدماتو کې د ګډون سربیره د نورو مناسبو فعالیتونو په ترسره کولو سره د وژل شویو کسانو ژوند ته ویاړ وربخښي ترڅو دغه ورځ د یادغونډو خدماتو او د چوپتیا شیبه چې په ختیځ وخت د سهار په ۸:۴۶ پیلیږي ولمانځي او د هغو بې ګناه قربانیانو درناوی وکړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱، د ترهګرو د بريدونو په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ما، د تاریخ په شهادت سره، دغه سند د ۲۰۱۶ کال، د سپتمبر په نهمه، چې  د امریکا د متحده ایالاتو د دوه سوه یوڅلویښتمې خپلواکۍ سره سمون لري امضاکړ.

بارک اوباما