د نن شپې د سپوږمۍ راڅرګندیدلو سره سم، زه خپلې نېکې هیلې او پیرزوینې په متحده ایالاتو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو مسلمانانو ته چې دغه میاشت لمانځي، وړاندې کوم.
د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان د دوستانه او عبادت غونډو په ترسره کولو او په حضرت محمد(ص) د قران کریم د نازلېدو څخه لمانځنه کوي. زیات شمېر روژه تیان دغه سپیڅلې میاشت د روژې په نیولو، د نیکو کارونو په ترسره کولو، لمونځ ادا کولو او د قران کریم په لوستلو سره تیروي.
د روژې میاشت د ځان پېژندنې لپاره ښه موقع ده چې موخه يې د انسان معنوي وده او د الله تعالی د زیات شمېر نعمتونو څخه د شکر ګزارۍ حس را ژوندي کول دي. د شکرانې او تامل په روحیې سره چې کوم کسان روژه نیسي، کولای شي چې زمونږ ټولنې پیاوړې کړي، د اړمنو کسانو سره مرسته وکړي او د سپیڅلي ژوند کولو لپاره د ښو بیلګو په توګه را څرګند شي.
روژه مونږ ته د هغو بیلابیلو ارزښتونو یادون را په زړه کوي چې مسلمانانو د امریکایي مذهبي ژوند کې رامنځته کړ. په متحده ایالاتو کې مونږ ټول نېکمرغه یو چې د یو داسې اساسي قانون تر چتر لاندې ژوند کوو چې مذهب خپلواکي دودوي او د دیني چارو ترسره کولو لپاره درناوی لري. زمونږ اساسي قانون دا تضمینوي چې مسلمانان دې د حکومت د مداخلې پرته او د خپل ضمیر په خوښه روژه ولمانځي. د دغې چارې په تر سراوي سره اساسي قانون ټولو امریکایانو ته بېلابېل فرصتونه هم برابر کړي تر څو د هغوې درک د انسان د روح څخه نور هم ژور شي.
لکه څنګه چې زیات شمېر خلک د روژې د لمانځنې لپاره سره یو موټی کېږي، میلانیا او زه هم د هغوې سره یوځای کېږو او د یوې نیکمرغې میاشتې هیله کوو. روژه مبارک!