د کابل، افغانستان څخه د متحده ایالاتو د کانګریس غړو لېدنه

کابل- د متحده ایالاتو د کانګريس دواړو ګوندونو غړو د میرمن مارتا روبي په مشرۍ د روان کال، مې میاشتې پر ۹ مه او ۱۰ مه نېټه، له افغانستان څخه لېدنه وکړه. د دې پلاوي د راتګ اصلي موخه په افغانستان کې د امریکا عمومي ماموریت څارل، د امریکا ښځینه پوځیانو مرستې ، هڅې، اندیښنې او په خاص ډول د جندر اړوند او هغه ستونزې چې افغان ښځې ورسره لاس او ګریوان دي، د ارزونې مهم ټکي و.

د امريکا متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفیر هوګو لارِنس د کانګریس غړو ته د امریکا د اوسني ماموریت د لومړیتوبونو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ. ښاغلي سفیر وویل:”د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د کانګریس لوړ پوړو او مهمو استازو لېدنه، دا په ډاګه کوي چې امریکا د جندر برابرۍ ته د رسېدلو او د افغان ښځو د پیاوړي کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي”

د متحده ایالاتو د کانګریس غړو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان لومړۍ میرمنې، رولا غني سره وکتل، د دې کتنې په ترڅ کې د افغان ښځو سره د جنسیتی تاوتریخوالي او اقتصادي ودې کې د هغوې پر ونډې خبرې اترې وشوې. اغلې روبي وویل: “امریکا د ټولو هغه پرمختګونو دوام ته چې د افغان ښځو په مټ ترلاسه شوي، ژمنه ده. د دې ټولنې ښځو بریالیتوب د افغانستان تلپاتې او دوامداره پرمختګ لپاره ضروری عنصر ګنل کېږي، خوښ یو چې داسې موقع مو ترلاسه کړئ چې د افغان میرمنو ستونزې او فرصتونه د دوې له خولې څخه په مخامخ ډول اورو.”

دغه پلاوي په کابل کې د ناټو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ مقر کې د امریکایي ښځینه پوځیانو سره وکتل او د ښځو پر یووالي، برابرۍ، مسلکي انکشاف، رهبري او د ښځو جنسي زورونې موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړئ. اغلې سوسن دیویس وویل: “پر پوځي جامو سمبال ټولو نارینه وو او ښځینه وو سرتیرو څخه مننه کوو چې زمونږ د خوندیتوب لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی. د هغوې سره لېدل زمونږ لپاره ویاړ ګنل کېږي. ” د کانګریس استازو د امریکا سفارت کې د خپلو موکلینو او زیات شمېر دیپلوماتیکو کورنیو سره چې د افغانستان ماموریت کې کار کوي، هم وکتل.

په دې پلاوي کې د روی او دیوس سربیره، سوسن بروکس او وول دینمګس هم ګډون درلود.