د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر

Vice President Mike Penceمايکل پېنس د اډوارډ او نَنسی پېنس د شپږو اولادونو څخه یو تن، د ۱۹۵۹ کال د جون په ۷ مه نېټه د اِنډیانا په کولمبوس کې زېږېدلی دی. هغه د يوه ځوان په توګه د امريکايي خوب او خيال په لومړي کتار کې ځای درلود. تر هغه وروسته چې د ده بابا متحده ايالاتو ته کډوال شو، د هغوی کورنۍ په منځني لوېديځ کې استوګنه غوره کړه. راتلونکي مرستيال ولسمشر، خپل مور او پلار د هر ارزښتمن څيز په رامنځته کولو او جوړولو کې، د کورنۍ څخه نيولي بيا تر سوداګرۍ او ښه شهرت پورې، ليدل. هغه د داسې مور او پلار تر سيورې لاندې لوی شو چې د اِنډیانا په يوه واړه ښارګوټي کې يې د هټۍ آسانه او بريالی کار اوبار پیل کړی وو، او په دې توګه يې د زیارکښۍ، ايمان او کورنۍ ارزښت او مفهوم درک کړ او ګروهه يې ورباندې ټينګه شوه.

مرستيال ولسمشر پېنس په ۱۹۸۱ کال کې د هانووَر په کالج کې شامل شو او د تاريخ په څانګه کې يې د لېسانس سند ترلاسه کړ. په هماغه ځای کې هغه خپل د مسيحيت ايمان او ګروهه يو وار بيا نوې کړه او د هغه په ژوند کې د محرکه قوې په توګه پاتې شوه. وروسته بيا هغه د اِنډیانا پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې شامل شو او همالته يې دوهمه مېرمن کارن پېنس، د خپل ژوند مينه او ملګرې د لومړي ځل لپاره وليدله.

د فراغت څخه وروسته، مرستيال ولسمشر پېنس د قانون په ساحه کې خپل عملي کار پیل کړ او د اِنډیانا د پاليسۍ د څېړنې د بنسټ مشري يې په غاړه واخيسته. همدارنګه هغه د مایک پېنس د پروګرام کوربه توب پیل کړ چې يو راډيويي خپرونه وه او په اوونۍ کې يو ځل د اِنډیانا د ټلوېزيون څخه هم خپرېدله. هغه د مایکل، شارلوټ، او آډرې په نومونو د دريو اولادونو وياړمن پلار دی.

مرستيال ولسمشر پېنس په اِنډیانا کې د لويېدو سره سم چې د زیارکښو او ښو خلکو ټاټوبی دی، وپتېيله چې ښايي د داسې دولت او هېواد څخه ملاتړ وکړي چې هلته يې هر څه لاسته راوړل. په ۲۰۰۰ کال کې هغه ځان د ایالتي کانګرس د غړيتوب لپاره ځان نوماند کړ، او په څلوېښت کلنۍ کې يې د متحده ايالاتو د استازو جرګې ته لاره ومونده.

د اِنډیانا د ختيځو او مرکزي سيمو خلکو مرستيال ولسمشر پېنس شپږ ځله په کانګرس کې د خپل استازي په توګه وټاکه. د امریکا د متحده ايالاتو په کانګرس يا کَپیټَل‌هېل کې هغه خپل ځان د محدود دولت، مالي مسئوولیت، اقتصادي پراختيا، د ښوونې او روزنې د فرصتونو او د متحده ايالاتو د اساسي قانون د اتل په توګه ټينګ او ثابت وساته. د پېنس همکارانو ډېر ژر د هغه د مشرۍ وړتيا درک کړه او په غوڅو رايو سره يې د جمهوري غوښتونکو د جرګې د مطالعاتو د کمېټې د مشر او د جمهوري غوښتونکو د جرګې د کنفرانسونو د مشر په توګه وټاکه. مرستيال ولسمشر پېنس په دغه دنده کې مرسته وکړه تر څو د دولت تشکيل لږ شي خو خدمات يې زيات شي، لګښتونه کم شي، او ایالتي حکومتونو ته واک او صلاحيت بېرته ور وګرځول شي.

په ۲۰۱۴ کال کې، ښاغلی پېنس د اِنډیانا د خلکو له خوا د پنځوسم والي په توګه وټاکل شو. ښاغلي پېنس هماغه د محدود حکومت ډول او د لږې ماليې فلسفه د اِنډیانا خلکو ته ډالۍ کړه. د والي په توګه، هغه د اِنډیانا په تاريخ کې په عوايدو د مالياتو تر ټولو ستر کمښت، د شخص د عوايدو په سر د مالياتو د اندازې کمښت، په شخصي جايدادونو مالیات او د شرکتونو د عوايدو په سر مالیات، د حکومت د سیاليزې ګټې د ځواکمنولو او د نويو پانګونو او د غوره او لوړ عايد درلودونکو دندو د راجلبولو په موخه تصویب کړل. پر دندو د هغه د زښت زيات تمرکز لامله، د ښاغلي بېنس د څلورکلنې کاري مودې په ترڅ کې په دغه ايالات کې د بېکارۍ کچه تر نيمايي زياته راښکته شوه، او د هغه د کاري دورې په پای کې د اِنډیانا ايالت د اصلي اوسېدونکو تر ټولو زيات شمېر خلکو دندې درلودې چې د دغه ايالت د ۲۰۰ کلن تاریخ په اوږدو کې يې ساری نه ليدل کېږي.

د اِنډیانا د والي په توګه، ښاغلي پېنس د ښوونځيو بوديجه زیاته کړه، د ښوونځيو ټاکنه يې پراخه کړه، او د لومړي ځل لپاره يې د ايالتي حکومت په مالي ملاتړ د اِنډیانا په تاريخ کې د وړکتون تر دورې مخکې د ښوونې طرح رامنځته کړه. ښاغلي پېنس په هر ښوونځې کې مسلکي او تخنيکي زده کړو ته لومړيتوب ورکړ. د مرستيال ولسمشر تر مشرۍ لاندې، اِنډیانا “د امريکا د څلورلارې” په توګه وپېژندل شوه او په ټول ايالت کې د سړکونو او پلونو د رغولو لپاره يې تر ۸۰۰ ميليون ډالرو زياته نوې پانګونه وکړه. په بېسارې توګه د مالیو د کمښت او د سړکونو او ښوونځيو په برخه کې د نویو پانګونو سره سره، ايالتي حکومت د مالي لحاظه مسئوول پاتې شو، ځکه چې مرستيال ولسمشر د اِنډیانا د ايالتي کانګرس د غړو په مرسته د دوو متعادلو بوديجو د تصويب لپاره زيات زيار وایست چې د زياتو ذخيرو د شتون او ايالتي حکومت ته د ترټولو لوړې اعتباري درجې (AAA) د ترلاسه کولو لامل شو.

د اِنډیانا د ايالت دغه بريالۍ کېسې، د ښاغلي پېنس د مُقننه و مُجریۀ تجربو مخينې، او همدارنګه د هغه ځواکمنو کورنيو ارزښتونو، ډونالډ ټرمپ وهڅاوه چې مایک پېنس د ۲۰۱۶ کال د جولای په مياشت کې د خپل مرستيال په توګه غوره کړي. د امريکا ولس د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۸ مه نېټه، ډونالډ ټرمپ د خپل ولسمشر او مايک پېنس د خپل مرستيال ولسمشر په توګه وټاکل. ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستيال ولسمشر مایک پېنس د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه په رسمې توګه په کار پیل وکړ.

مرستيال ولسمشر پېنس، د خدای د پېرزوينې، د کورنۍ د مينې او ملاتړ، او د خپلواکۍ برکت ته چې د هر امريکايي طبیعی حق ګڼل کېږي منندوی پاتې شوی دی. هغه په زياته لېوالتيا سره د امريکا د خلکو سره د همکارۍ په تمه دی تر څو ټول سره يو ځای کار او زيار وکړي او د امريکا شان او عزت يو ځل بيا لوړ کړي.

د پېژندګلوۍ سرچينه: د سپڼې ماڼۍ وېبپاڼهwhitehouse.gov