د متحده ايالاتو ولسمشر

President Donald J. Trumpډونالډ جان ټرَمپ د امريکايي برياليو داستانونو يوه روښانه بېلګه ده. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې تل په سوداګرۍ او پانګونه، په تېره بيا د خپلې خوښې برخه کې چې غیرِمنقول جایدادونه، لوبې او تفریحي پروګرامونه وو، د غوره‌والي او لوړوالي معیارونه ټاکلي او کارولي دي. په همدې توګه، د سياست او عامه خدماتو نړۍ ته په ننوتو او ولسمشرۍ ته د لومړي ځل لپاره د نوماندېدو سره سم، ټرَمپ په حيرانوونکي ډول بریالیتوب ته ورسېد.

د وارټُن د مالي چارو د پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته، ښاغلي ټرَمپ د خپل پلار په پله پل کېښود او د نيويارک د غیرِمنقولو جایدادونو نړۍ ته ننوت. د لنډې مودې په تېرېدو د ټرَمپ لاسليک په منهاټن او وروسته بيا په ټوله نړۍ کې د تر ټولو معتبرو آدرسونو سره په يوه شان پرتله شوه. د بشپړ او وړ ليکونکي په توګه، ښاغلي ټرَمپ څوارلسو د ډېرې شمېرې خرڅوونکو خپروندويانو ته ليکنې کړې دي او د “معاملې هنر” په نوم خپل لومړنی کتاب يې کښلی دی. سربېره په دې چې د “معاملې هنر” د کال لومړی درجه کتاب وپېژندل شو، د سوداګرۍ د چارو په برخه کې د تر ټولو غوره بېلګې په توګه مطرح شو.

ښاغلي ټرَمپ د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۶ مه نېټه ولسمشرۍ ته خپل نوماندېدل اعلان کړل، او وروسته تر هغې چې د ده اوولس جمهوري غوښتونکي سيالان تر نوماندېدو تېر شول، نوموړي د ۲۰۱۶ کال په جولای مياشت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازيتوب ولسمشرۍ ته نوماندېدل ومنل. ښاغلی ټرَمپ د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۸ مه نېټه د ټاکنيز کالج (د ولسمشر د ټاکونکو پلاوی) تر ټولو لوړه شمېره رايې ترلاسه کړې چې په تېرو ۲۸ کلونو کې د جمهوري غوښتونکو هيڅ يوه نوماند نه وې ګټلې، او په دې توګه د ټاکنو ګټونکی اعلان شو. هغه د ټول هېواد په کچه د ۲۶۰۰ حوزو څخه د زياتو رايو په ګټلو بريالی شو چې په ۱۹۸۴ کال کې د رېګن د ولسمشرۍ د دورې څخه وروسته تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي. سربېره پر دې، نوموړي تر ۶۲ ميليونو ډېرې رايې ترلاسه کړې چې د متحده ايالاتو په تاريخ کې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په پرتله تر ټولو زياتې دي. همدارنګه، ښاغلي ټرَمپ د ۳۰۶ ټاکنيزو حوزو رايې وګټلې چې په ۱۹۸۸ کال کې د مشر جورج بوش د دورې څخه را په دې خوا يې ساری نه ليدل کېږي. ميليونونو امريکايانو د هېواد د بيا رغونې او د امريکا د شان او شوکت د احيا کولو په اړه د ټرَمپ د پيغام ملاتړ وکړ، او په ريښتينې توګه دا يوه ملي بريا او تاريخي خوځښت وو.

د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې، په هغو سيمو کې چې مخکې به جمهوري غوښتونکو نوماندانو ډېرې کمې رايې ترلاسه کولې، لکه فلِنټ، میشیګان، کلېولنډ، او په فلوريډا کې اسپانيوي ژبې کلیساوې، ډونالډ جان ټرَمپ ډېر پراخ کمپاين وکړ، ځکه چې غوښتل يې خپل د اقتصاد پياوړي کولو پیغام ټولو امريکايانو ته په يوه انډول ورسوي. د غوره سوداګريزو معاملو د لارې د هوساينې او ښېرازۍ په برابرولو د هغه د تمرکز په وجه، ميليونونو نويو جمهوري غوښتونکو د خپلو رايو په ورکولو سره په ښاغلي ټرَمپ باور وکړ چې په پایله کې يې هغه په يادو نويو سيمو کې خورا زياتې رايې وګټلې. روښانه ده چې د ولسمشر ټرَمپ برياليتوب تر بېلابېلو رېښو پورې د تړلو ټولو امريکايانو د يوموټي توب او پيوستون لامل ګرځېدلی، او هغه چمتو دی چې د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ او هره کاري ورځ کې، هېواد ته لاسته راوړنې ولري.

ولسمشر ټرَمپ دوولس کاله مخکې د مېلانيا سره واده وکړ او د بارون په نامه يو زوی لري. ولسمشر ټرَمپ څلور نور ځوان اولادونه چې ډونالډ جِنیور (کوچنی)، ايوانکا، اېرېک او ټيفاني نومېږي، او اته لمسيان هم لري.

د پېژندنې سرچينه: د سپينې ماڼۍ وېبپاڼهwhitehouse.gov