په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت مرستياله مېرمن کَرن ډېکر

کرن ډېکر د ۲۰۱۸زېږدیز کال د سپتمبر راهیسې په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو په سفارت کې د ماموریت مرستیالې مشرې په توګه دنده ترسره کوي.

کرن په ارشدو بهرنیو خدمتونو کې د کاري غړې په توګه د شخړو حل او د بحران مدیریت اړونده چارو کې تخصص لري. هغې په سهیلي او ختیځ افغانستان کې په بېلابېلو دندو کار کړی، چې په دې وروستیو کې یې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴زېږدیز کال پورې د ۱۴ ختیځو ولایتونو د ارشدې ملکي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

افغانستان ته له راتګ څخه وړاندې، کرن په سوریه کې د مرستو د انتقال د غبرګون ټیم مشره وه چې نوموړی ټیم په ترکیه او سوریه کې د مخکښو سازماني ټیمونو څخه جوړ دی او د داعش ضد مبارزه کې د بشردوستانه او ثبات اړونده مرستو د ملاتړ مسوولیت پر غاړه لري. د هغې مخکنۍ دندې په ایستونیا کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت کې د ماموریت مرستیالې مشرې (۲۰۰۷-۲۰۱۰)، په یونان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د سیاسي مستشارې، له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په ناټو کې د امریکا متحده ایالتونو په ماموریت کې، او له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۸زیږدیز کال په بوسنیا کې عبارت دي. د هغې لومړنی بهرنی ماموریت په ۱۹۹۰زېږدیز کال کې په پاکستان کې پیل شو.

هغه دندې چې کرن د واشنګټن په ادارو کې ترسره کړې دي د بهرنیو خدمتونو اداره، اروپایي اداره او د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتو په مرکز کې له دندو څخه عبارت دي. اغلې کرن له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۲زېږدیز کال پورې اروپایي چارو لپاره د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر د مرستیال په دفتر کې د اجراییوي مرستیالې په توګه خدمت ترسره کړی دی. په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له ۱۱مې څو ورځې او اونۍ وروسته، کرن د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره سفرونه پیل کړل تر څو د دوامدارې ازادۍ عملیاتو لپاره اروپایي ملاتړ او مرستې راجلب کړي.

اغلې کرن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت څخه د غوره اجراآتو بېلابېلې جایزې ترلاسه کړې دي. د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، کولن پاول په ۲۰۰۱زېږدیز کال کې کرن ته په بالکان هېوادونو کې د امریکا متحده ایالتونو د موخو په اړه د تفصیلي او تحلیلي راپور وړاندې کولو کې د هغې د کار لپاره د عمومي مشرتابه جایزه ورکړه. د هغې اوسنۍ رتبه وزیر مستشار ده.