د امريکا د سفارت مرستيال جېمز ډي‌هارټ

جېمز ډي‌هارټ د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د خدماتو لوړپوړی غړی دی او د متحده ايالاتو د ډيپلوماټ په توګه د دندې ۲۶ کلنه مخينه لري. هغه د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې په کابل کې د متحده ايالاتو په سفارت کې دنده پیل کړه.

جېم د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د ناروې په اُسلو کې د سفير د مرستيال او د شارزدافېر په توګه دنده ترسره کړې ده. مخکې بيا د مخدره توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوال دفتر په څانګه کې د بهرنيو چارو د چارسمبالي معين مرستيال پاتې شوی دی. هغه ته په افغانستان او پاکستان کې د مخدره توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوال دفتر او همدارنګه د مخدره توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوال دفتر د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څانګې د اړونده پروګرامونو څارنه ور د غاړې وه چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې، د پيسو د مينځلو او سازمان شويو جرمونو په اړه کار کوي.

جېم د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د مخدره توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفيذ په نړيوال دفتر کې د افغانستان او پاکستان د پروګرامونو د رئيس په توګه کار کړی دی. هغه د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان د چارو د څانګې مدير و او د افغانستان او پاکستان د اړونده مسايلو په اړه به يې د افغانستان او پاکستان لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ته رپوټ ورکاوه. هغه د يوه کال لپاره، د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د افغانستان د پنجشېر په ولايت کې د ولايتي بيا رغونې د ټيم يوازينی ملکي رئيس و.

جېم د جورج ټاون په پوهنتون کې د روسټ د پروګرام د محصلينو د ډلې څخه و، او هلته يې د ناټو سازمان د پراختيا په برخه کې د لېسانس په کچه روزنيز پروګرام وړاندې کاوه او مقالې يې هم خپرولې. هغه په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت د شورا په دفتر کې د مرکزي آسيا د چارو مدير و او د بهرنيو چارو په وزارت کې يې هم د قفقاز او مرکزي آسيا د چارو د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه د بهرنيو چارو وزارت د دوو مرستيالانو ځانګړی مرستندوی پاتې شوی او همدارنګه يې د بلجيم په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر، د آسټراليا په مِلبورن، او د ترکيې په استانبول کې کار کړی دی. هغه د بهرنيو چارو وزارت په عملياتي مرکز کې د يونان د چارو مدير و.

جېم په داسې کورنۍ کې لوی شوی چې په آسټراليا، هانګ کانګ، د ډومېنيکن په جمهوريت، مکسيکو، واشنګټن او مرکزي اورېګان کې د بهرنيو چارو د خدمتونو اوږده مخينه لري. هغه د واشنګټن په سپوکن کې د ګونزيګا د پوهنتون څخه خپل لېسانس او د جورج واشنګټن د پوهنتون د اَليوټ د پوهنځي څخه د نړيوالو اړيکو په څانګه کې ماسټري ترلاسه کړې ده. هغه د مېرمن ليزا ډي‌هارټ سره چې ښوونکې ده واده کړی او دوې لوڼې لري.