
اپریل ویلز، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دایمي کارمند په توګه دنده ترسره کوي، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مرستیاله په توګه ټاکل شوې ده. اغلې ویلز اوس مهال په دوحه، قطر کې د افغانستان د اړیکو په څانګه کې ورسپارل شوې دندې پر مخ وړي.
اغلې ویلز د پالیسی او د عملیاتي د پلي کولو په برخه کې کافي تجربه لري. او تر دې وړاندې یې هغه د عاج ساحل په جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت، د هند جمهوریت، د عراق جمهوریت، د سویلي افریقا جمهوریت او په سعودي عربستان کې په بهرنیو ماموریتونو په برخو کې دندې تر سره کړي دي. په ورته وخت کې اغلې ویلز په واشنګټن کې د نږدې ختیځ د چارو په دفتر، د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو په دفتر ، د بهرنیو چارو د وزارت د عملیاتي مرکز او د امریکا د سنا په مجلس کې دندې ترسره کړې دي.
آغلې ویلز په اصل کې د اتلانتا، جورجیا او برمنګهم، الاباما اوسېدونکې ده. هغه خپله د لیسانس سند په واشنګټن ډي سي کې د هوارډ پوهنتون څخه ترلاسه کړ او په ورته وخت کې یې د پنسلوانیا پوهنتون او د فلاډیلفیا پوهنتون څخه د لوړو تخصص ډیری فراغت سندونه هم ترلاسه کړې دي. برسېره پر دې، هغه د ملي دفاع پوهنتون، د ډویټ ډی آیزن هاور کالج ، د ملي امنیت مطالعاتو او ستراتیژیکو منابع څانګې یو له ممتاز فارغانو څخه دی. آغلې ویلز، درې ورېره او ورېرونه لري.