خبرونه او پیښې

د متحده ایالاتو سفارت د کډوالۍ ځانګړو ویزو SIV ته لومړیتوب ورکوي

متحده ایالات د افغانستان پر وړاندې ژوره ژمنتیا لري او د سوله­ییز او باثباته راتلونکي ملاتړ لپاره چې افغانان یې غواړي او وړ یې دي، خپل بشپړ ډېپلوماتیک، اقتصادي او مرستندویه ابزار کاروي. موږ هغو افغانانو ته هم ژمن یو چې د خپل ځان او کورنۍ په ستر خطر کې اچولو سره یې د متحده ...
د مطلب ادامه»

د سیدني میزل د تښتونې په تړاو د معلوماتو لپاره د جایزې بیا اعلان

د متحده ایالاتو د دیپلوماتیک امنیت خدمتونو تېره اونۍ د عدالت لپاره جایزې دفتر او د فدرال څېړنو دفتر له لارې، د سیدني میزل د تښتونې په اړه، چې پر ۲۰۰۸ ز. کال په افغانستان کې نادرکه شوې وه، د معلوماتو د ورکړې لپاره پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه. د عدالت لپاره جایزې دفتر دغه جایزه د هغو معلوماتو د ورکړې په بدل کې به ورکول کېږي، چې د مېرمن میزل د پیدا کېدو، د ځای معلومېدو او بېرته کورته سنېدو لامل شي. ویل کېږي، چې میزل له خپل موټر چلوونکي محمد هادي سره یو ځای د ۲۰۰۸ ز. کال د جنوري پر ۲۶ مه نېټه د ناپېژاندو وسله والو له خوا په کندهار ولایت کې وتښتول شوه. داسې ښکاري چې میرمن میزل او هادي له تښتولو وروسته د تښتوونکو له خوا وژل شوی او په کندهار یا شاوخوا سیمو کې خاوروته سپارل شوی وي. میزل د تښتول کېدو پرمهال، د امریکا په یوه پراختیایي اداره کې کار کاوه، د کندهار په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه او د نجونو په یوه ښوونځي کې د ګلدوزي پروګرام پرمخ وړه. نوموړې همدا راز له افغانو ښځو سره مرسته کوله، ترڅو د خپلو کورنېو لپاره د عاید ګټلو پروژې ترلاس لاندې ونیسي. هغې درې کاله په کندهار کې ژوند وکړه او په پښتو ژبه روانې خبرې کولې. په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالی راس ویلسن د دغې جایزې د بیا اعلان په اړه وویل: سیدني میزل، خپل ژوند د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره وقف کړه. د هغې تر نادرکه کېدو دیارلس کاله وروسته، موږ لا هم غواړو پر دې پوه شو، چې سیدني له کومې پېښې سره مخ شوې او همداراز غواړو د هغې له کورنۍ سره مرسته وکړو ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي. موږ له هر هغه چا څخه چې فکر کوي معلومات یې په دې اړه مهم دي، هېله کوو خپل معلومات له موږ سره شریک کړي. د جایزې د دغه وړاندیز په اړه نور معلومات، په دغه وېبپاڼه او انترنټي ادرس کې:  www.rewardsforjustice.net  ترلاسه کولی شئ. هر هغه څوک، چې په دې اړه معلومات لري، نو د سیګنال ، تلیګرام  یا د وتسآپ له لارې  په دغه شمېره 1 202 702 7843+ خپل معلومات موږ ته ولېږي. دغه کسان همدا راز کولی شي، خپل معلومات له  the FBI  سره په دغه انترنټي ادرس:  tips.fbi.gov  یا د تیلفون له لارې په کابل کې د امریکا سفارت د سیمه ییز امنیتي کارکوونکي سره په دغه شمېره +93 070 010 8600 شریک کړي. ټول وړاندې شوي معلومات پټ ساتل کېږي. د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د قانون د پلیتابه په برخه کې یوه اغېزناکه وسیله ده، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو خدمتونو له خوا اداره کېږي. دغه پروګرام پر ۱۹۸۴ ز. کال د خپل کار د پیل راهیسې تر ۲۰۰ میلیونه ډالره زیاتې پیسې هغو ۱۰۰ کسانو ته ورکړي، چې داسې عملي معلومات یې وړاندې کړي، چې عدالت ته د تروریستانو د راکشولو یا په نړیواله کچه د تروریستي بریدونو د مخنیوي لامل شوي دي. د عدالت لپاره جایزه RFJ  په ټویټر کې تعقیب کړئ. https://twitter.com/RFJ_USA , https://twitter.com/RFJ_dari , or https://twitter.com/RFJ_Pashto
د مطلب ادامه»

د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د افغانستان په تړاو، د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد توجیهي وینا

د دغې کمېټې له ښاغلي رییس، لوړ پوری غړی او نورو محترمو غړو څخه مننه. زه د دغه فرصت څخه هرکلی کوم، چې نن د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د استراتیژي په تړاو تاسې ته وینا کوم او په کابل کې له خپلو شریکانو او په دوحه کې له طالبانو او سیمه ییزو ...
د مطلب ادامه»

امنیتي خبرداری- د امریکا سفارت – کابل )د ۲۰۲۱ ز. کال د می ۱۵مه)

 امنیتي خبرداری– د امریکا سفارت – کابل )د ۲۰۲۱ ز. کال د می ۱۵مه) ځای: ټول افغانستان پېښه: له تاریخي پلوه، په افغانستان کې د اختر رخصتیو ورسته د تاوتریخوالي کچه زیاتېږي. له همدې امله، د متحده ایالاتو ټولو اتباعو ته سپارښتنه کېږي چې په عامه ځایونو کې لکه؛ په عامو جشنونو، بازارونو، جوماتونو او ...
د مطلب ادامه»

د اختر په مناسبت د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالی ښاغلی راس ویلسون اعلامیه

زموږ ټول افغان دوستانو او همکارانو ته دې اختر مبارک وي!   هیله لرم چې د روژې دغه مبارکه میاشت تاسو او ستاسو عزیزانو ته بدله (عوض) ورکوونکې وي. زموږ د سفارت کارکونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د ایمان، سخاوت، سولې او مهربانۍ پيغامونه شریک کړي دي. دعا کوم چې د اختر دغه رخصتۍ به د نوي ژوند پیل وي.   په کابل کې د سید الشهدا پر ښوونځي له برید یوازې څو ورځې ...
د مطلب ادامه»