خبرونه او پیښې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد،، قطر او سیمې ته خپل سفر پیلوي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد،، د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) له استازو نه جوړ یو پلاوي سره یوځای، د جون پر ۴ مه نېټه، کابل، دوحې او سیمې ته خپل سفر پیل کړ. دغه پلاوی، په کابل کې د افغانستان ...
د مطلب ادامه»

متحده ایالات له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتوي پر تلپاتې ګډون د بیا لپاره ټینګار کوي

له نېکه مرغه متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره تلپاتې ګډون لري. متحده ایالات، ان له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرمهال، له دغه هېواد سره د سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دی. موږ خپلې اړیکې د راتلونکو کلونو لپاره لا پیاوړې کوو. موږ خوشاله یو، چې ...
د مطلب ادامه»

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلامیه: د نویو بشري مرستو له لارې له سوله ییز او باثباته افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ دوام

متحده ایالات، د افغانستان له خلکو سره د خپلو ژمنتیاوو د یوې برخې په توګه، دغه هېواد ته تر ۲۶۶ میلیونه ډالره زیاتې نوې بشري مرستې چمتو کوي؛ په دې سره، له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د بشري مرستو کچه نژدې ۳.۹ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. د متحده ایالاتو ...
د مطلب ادامه»

روغتیایې خبرتیا- د امریکا سفارت – کابل (د 2021 ز.کال د جون 3)

ځای: ټول افغانستان پېښه: د کوویډ – 19 ویروس نوې پیښې او د یاد ویروس له امله د مړینې کچه په ټول افغانستان کې په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده. روغتونونه د کرونایې او غیر کرونایې ناروغانو لپاره د امکاناتو، اکسېجن او بسترونو د کموالې په اړه راپور ورکوي. امریکایې اتباعو هم راپور ورکړی ...
د مطلب ادامه»

د متحده ایالات اتباعو ته پیغام: د متحده ایالاتو سفارت کابل، افغانستان (۲۷ مې ، ۲۰۲۱)

ځای: ټول افغانستان پېښه: د مې پر ۲۴، ۲۰۲۱ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ د متحده ایالاتو اتباع امکان لري په مستقیم ډول له ټاکلو ختم شویو پاسپورتونو سره بېرته متحده  ایالاتو ته راستانه شي. که تاسو له هېواد بهر یاست او ستاسو پاسپورت د ۲۰۲۱ ز. کال د ...
د مطلب ادامه»