د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې په اړه د څلوراړخيزه همغږي کوونکي ګروپ ګډه اعلامیه

11 جنوری 2016

د افغانستان د سولي او ملي پخلاينې په اړه د افغانستان، چین، پاکستان او متحده ايالاتو د څلوراړخيزه همغږي کوونکي ګروپ لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۱۱مه نېټه په اسلام آباد کې جوړه شوه. د اړونده پلاويو مشري د افغانستان د باندنيو چارو وزارت معین حکمت کرزي، د پاکستان د باندنيو چارو وزير عزیز احمد چوهدري، افغانستان او پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارډ اولسن او افغانستان ته د چين ځانګړي استازي ډينګ شي جن په غاړه وه.

د ګروپ غړو د هغو موخو د عملي کېدو په اړه چې د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په مياشت کې په اسلام آباد کې د آسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د څلورو هېوادونو په ناسته کې ټاکل شوې وې، د خپلو هېوادونو په ژمنو ټينګار وکړ. د ډسمبر د ۹ مې د درې اړخيزه او څلوراړخيزه ناستو د پايلو پر بنسټ، د هغوی له خوا داسې دوه اړخيزې هڅې مطرح شوې چې په افغانستان او سيمه کې تلپاتې سولې او ټيکاو ته د رسېدو په پام کې نيولو سره به د افغانستان په مشرۍ او ملکیت د سولې او ملي پخلاينې د پروسې د پیلېدو سره مرسته وکړي.

د څلورو واړو هېوادونو استازيو په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکي اېښودو پر ارزښت ټينګار وکړ چې لا تر اوسه يې د افغانستان پر خلکو بی مانا تاوتريخوالی تپلی او په ټوله سيمه کې د نا امنۍ د خورېدو لامل ګرځي. د دغې ناستې ګډونوال د سولې په يوه داسې پروسه کې چې موخه يې د افغانستان د ملي وحدت، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وي د افغانستان د دولت او طالب ډلو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو د بيړني پیل غوښتونکي شول.

د دغې ناستې خبرو اترو، په افغانستان کې د سولې لپاره د روښانه او ريښتينو فرصتونو په څېړلو باندې تمرکز درلود او هوکړه وشوه چې د هغو خنډونو او اقداماتو اټکل او پېژندنه وشي چې د سولې د خبرو اترو لپاره د ښې فضا د رامنځته کولو او په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو او د تلپاتې سولې د راوستلو د ګډې موخې په مخ کې پراته دي.

په دغه ناسته کې د څلوراړخيزه همغږي کوونکي ګروپ کاري اډانه مشخصه شوه او هوکړه وشوه چې په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاينې د بهير د پر مخ بېولو لپاره په منظمه توګه خبرې اترې دوام ومومي. په راتلونکې ناسته کې چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۸ مه نېټه به په کابل کې جوړه شي، څلوراړخيزه همغږی کوونکی ګروپ د لارې د نقشې یا د کار د پلان د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړي.