د هرات پوهنتون د رسنيزو عملياتو د مرکز د پرانيستنې په اړه د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه

19 اپریل 2016

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه، د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د يوې رسمي افتتاحيه غونډې په ترڅ کې خپل نوی رسنيز عملیاتي مرکز پرانيست. د ژورناليزم د پوهنځي محصلينو ته د منظمو درسي خونو سربېره، دغه مرکز د ټلويزيون، راډيو او چاپ به برخه کې د سټوډيوګانو درلودونکی دی. دغه آسانتياوې د تخنيک د عملي زده کړو د دورو د وړاندې کولو تر څنګ، د چاپي، ټلويزيوني او راډيويي خپرونو د عصري لارو چارو زده کړه هم برابروي. په کابل کې د متحده ايالاتو د سفارت د عامه اړيکو څانګې د دغه رسنيز مرکز ودانول تمويل کړي او د اړونده سټوډيوګانو وسایل او تجهيزات يې برابر کړي دي. دغه پرانيست غونډه د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي، د نعمت الله سروري په مشرۍ جوړه کړې وه تر څو په دې توګه د متحده ايالاتو د دولت ملاتړ وستایل شي او د افغانستان نورو سيمو ته دغه عصري مرکز نندارې ته وړاندې شي.

په دغه غونډه کې د هرات والي محمد آصف رحیمي، د هرات پوهنتون چارسمبال ډاکټر حسن فريد، د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيس عبدالوحید غروال، د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيسه ماریا رهین، د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيس عبدالقادر جلالی او د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون کړی وو. په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو سفارت د کندهار او هرات د پوهنتونونو د ژورناليزم د پوهنځيو د رسنيزو عملياتي مرکزونو ودانۍ جوړې کړې او په تجهيزاتو سمبال کړې دي، د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رسنيزعملیاتی مرکز يې تجهيز کړی دی، او اوسمهال يې د زده کړو د ملاتړ مؤسسې ته بودیجه ورکړې تر څو د يادو څلورو مرکزونو د ساتنې او مراقبت چارې پر مخ بوزي، له همدې مخې د ژورناليزم د پوهنځيو رئيسان په دغه غونډه کې د ګډون لپاره رابلل شوي وو. د متحده ايالاتو د سفارت چارسمبالي مرستيال مایکل راينور او د عامه اړيکو د څانګې رئيس ټيري ډېوېډسن، خپل د مبارکۍ ثبت شوي پیغامونه او ويناوې دغې غونډې ته استولې وې.

د هرات پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځې درسي ټولګي د ۲۰۱۲ کال د مارچ په مياشت کې پيل شول او په سټوډيوګانو کې روزنيز ورکشاپونه او اړونده زده کړې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په مياشت کې پيل شوې. په پام کې وه چې د رسنيزو عملياتو د مرکز رسمي پرانيست غونډه، د مرکز د فعالیت سره په يوه مهال جوړه شي، خو دغه چاره په هرات کې د متحده ايالاتو په کنسولګرۍ کې د بم د چاودنې د پېښې لامله وځنډېده.

د رسمي پرانيستنې د يوې برخې په توګه، ښاغلي سروري د ژورناليزم د پوهنځيو مشران رابللي وو تر څو د ژورناليزم د زده کړې مهمو مسئلو ته د رسيدګۍ لپاره په يوه ډله ايز بحث کې برخه واخلي. همدارنګه د ژورناليزم د پوهنځيو رئيسانو د رسنيزو عملیاتو د مرکزونو د بريالي فعالیت او د متحده ايالاتو د بوديجې تر ختمېدو وروسته د هغوی د ټيکاو او دوام د څرنګوالي په اړه هم خبرې اترې وکړې.