روغتیایې خبرتیا- د امریکا سفارت – کابل (د 2021 ز.کال د جون 3)

ځای: ټول افغانستان

پېښه: د کوویډ – 19 ویروس نوې پیښې او د یاد ویروس له امله د مړینې کچه په ټول افغانستان کې په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده. روغتونونه د کرونایې او غیر کرونایې ناروغانو لپاره د امکاناتو، اکسېجن او بسترونو د کموالې په اړه راپور ورکوي. امریکایې اتباعو هم راپور ورکړی چې د ځای د کموالې له امله نه دي توانېدلې ترڅو په روغتونونو کې بستر شي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو CDC او د بهرنيو چارو وزارت د روغتیایې او امنیتې اطلاعیو په خپرولو سره ټولو هغو کسانو ته خبرداری ورکوي، چې کابل ته د سفر مشوره اوسمهال د کوویډ – ۱۹ ویروس، جرمونو، تروریستي بریدونو، کورنیو ناارامیو، سړې تښتونې او جګړې له امله، په ۴ مه درجه (سفر مه کوئ) کې قرار لري. د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر څخه سوداګریزې الوتنې ترسره کېږي او د امریکا سفارت خپلو اتباعو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو ژر تر ژره له افغانستانه د وتلو پلان ترتیب کړي. د امنیتی شرایطو او کارکونکو د کمښت له امله، په افغانستان کې د متحده ایالاتو له اتباعو سره د امریکا سفارت د مرستې وړتیا خورا محدود دی.

هغه اقدامات چې باید ترسره شي:

  • له افغانستان څخه د وتلو لپاره اضطراري پلانونه وکاروئ.
  • د الوتنې د لغوه کېدو یا محدودیتونو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له هوایې شرکتونو سره اړیکه ونیسئ.
  • د هغو الوتنو د پلانونه څخه استفاده وکړئ چې د متحده ایالاتو حکومت مرستې پورې تړلي ندي.
  • په افغانستان کې د روغتیایې شرایطو د وروستي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مشوره وکړئ.
  • تل ماسک وکاروئ او ټولنیز واټن مراعات کړئ.

مرسته:

  • د امریکايي اتباعو د خدمتونو څانګه، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، افغانستان، کابل ښار، د مسعود بزرګسړک، د ملي راډیو ټلویزیون او عامې روغتیا وزارت ترمنځ. . +93-700-114-000یا+93 -700-108-00 (له رسمی وخت وروسته)

KabulACS​@state.gov
https://af.usembassy.gov/

  • د بهرنیو چارو وزارت –قونسولي چارې

888-407-4747  یا 202-501-4444

  • د افغانستان په اړه معلومات
  • افغانستان ته د سفر کولو مشورې
  • د خوندي سفر کوونکو په پروګرام Safe Traveler Enrollment Program (STEP) کې نوملېکنه وکړئ، ترڅو امنیتي آپدیټ ترلاسه کړئ.
  • موږ په Facebookاو Twitter  کې هم تعقیب کړئ.