د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، مونږ هرکال د افغان ښځو غښتلتیا، وړتيا او د ستونزو په وړاندې په کلک هوډ د دوی ودریدل لمانځوو. د تيرو کلونو په پرتله، سږکال ګواښونه او خطرونه ډير دي، ځکه چې افغانان له تاوتریخوالي ډکې او اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودلو او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره هلې ځلې کوي. د افغان ښځو نړیوال ملاتړ کوونکو په توګه، په سيميزو ټولنو، ولايتونو، ملي او نړيواله کچې د افغان ښځو د سولې د ټينګښت لپاره د هڅو او ژمنتیا ستاینه کوو.
د اوربند په اړه د افغان ښځو د پرله پسې غوښتنو ملاتړ کوو او روانې هدفي وژنې په کلکو ټکو غندو. همدارنګه د ښځو، بشري حقونو مدافعینو، د مدنې ټولنو فعالینو، د سولې غوښتونکو او ژورنالیستانو باندې بريدونه او ګواښونه غندو. افغان ښځې هره ورځ د روانې جګړې څخه ځوریږي. د افغان ښځو د هغو غوښتنو ملاتړ کوو چې غواړي د سولې او عدالت ټينګول، بايد د قربانيانو د حقونو د ملاتړ او تامين په بنسټ ولاړ وي.
په ټول هيواد کې ښځې پر دې ټینګار کوي چې له سولې څخه موخه دا نه ده چې جګړه دې پای ته ورسېږي بلکه سوله له هر ډول تاوتریخوالي او زورواکي څخه د ازادۍ، انسانی وقار ته د درناوي، عدالت، بشري حقوق او د ټولو لپاره د انډولتيا په معنی ده. د افغان ښځو او نرانو له هغو غوښتنو څخه ملاتړ کوو چې د ښځو لاسته راوړنې باید د هر ډول سیاسي هوکړې په صورت کې، خوندې پاتې شي. افغان ښځې وايي چې دیني علما او قومي مشران د ښځو اساسي حقوقو لکه زده کړې، کاري فرصتونو، او له هر ډول تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب په برخه کې مهم نقش لوبولې شي. د افغانستان، سیمې او نړۍ د علماء له لوري د ګڼو بیانیو هرکلی کوو چې په اسلام کې یې د ښځو په مرکزي ونډې ټینګار کړی دی.
دنړيوالو تجربو څخه دا جوته شوې ده چې تلپاتې سوله په سیاسي ډګر، حکومتولۍ، د بنسټونو په رغونه، د قانون حاکميت، امنیتي سکتور او د بیارغونې په برخه کې د ښځو په انډوليزه او اغيزمنه ګډون پورې اړه لري. ښځې کولای شي چې په مذاکراتو او د اجماع په رامنځ ته کولو کې ستر رول ولوبوي. د جګړې په ټولو اړخونو غږ کوو چې د سولې بهير په مشريزه او په ځانګړي ډول د تصمیم نیونې په بهير کې ښځو ته ونډه ورکړي او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې ښځې د سلاکارانو او کارپوهانو په توګه وګماري. د تلپاتې سیاسي هوکړې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د سولې په پروسه کې د ښځو بشپړ، انډوليزه او اغيزمن ګډون اړين دې.
د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره افغان ښځو په ډېر جرائت سره په داسې حالت کې غږ پورته کړی
چې ان د دوی ژوند ته ستر خطر متوجه وه. له دوی څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلانوو. د یو امن او سوکاله افغانستان لپاره، مونږ هم د افغان ښځو سره يوځاې خپلې نیکې هيلې څرګندوو.
د افغان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له لوړ پوړو استازو څخه جوړشوی دی: استرالیا، ډنمارک، د اغا خان پراختیايي شبکه، کاناډا، د اروپايي ټولنه، هالينډ، ترکیه، برطانیه، ملګري ملتونه، او د امریکا متحده ایالات پکې غړيتوب لري. همدارنګه په دغه بیانیه کې لاندې هېوادونو ګډون کړی او تایید کړې یې ده: د بلغاریه جمهوری دولت، فنلینډ، فرانسه، جرمنې، هندوستان، ایټالیه، جاپان، په افغانستان کې د ناتو لوړپورې ملکي استازی، ناروې، هسپانیه او سویډن