قنسلي څانګه
په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو د سفارت قنسلي څانګې ته ښه راغلاست. د قنسلي څانګه د امریکې او افغانستان او د نورو هیوادونو وګړو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي بیړني او ورځېني بیلابیل خدمتونه ترسره کوي. زمونږ ورځېني کاري ساعتونه د یکشنبې له ورځې څخه تر پنجشنبې او د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو دي. مونږ د غرمې له دولسو بجو څخه تر یوې بجې پورې د غرمې د ډوډۍ لپاره خپل دفتر بندوو. ټول ورځېني خدمتونه د ملاقات لپاره وخت اخیستنې ته اړتیا لري چې دا وخت زمونږ د وګړو لپاره د خدمتونو او ویزو ویب پاڼې له لارې ټاکل کیدای شي.
د امریکې د وګړو لپاره په بیړنیو حالاتو کې ( یعنې، د بندي توب، جدي ټپ، مرینې او داسې نورو حالاتو کې) د امریکې د سفارت قنسلي څانګه په ورځ کې ۲۴ ساعته د لاسرسۍ وړ ده او د ټلیفون له لارې هم اړیکې ټینګېداشي.
د ویزو په هکله د پوښتنو لپاره مهرباني وکړﺉ AfghanVisaInfo@state.govبریښنالیک واستوﺉ. مونږ هڅه کوو ترڅو ستاسو پوښتنو ته په ۷۲ ساعتونو کې ځواب درکړو خو کولای شي چې زیات وخت ونیسي او دا ستاسو د پوښتنو په پیچلتیا پورې اړه لري.
زمونږ سره اړیکه ونیسی:
د سفارت د ټلیفوني اړیکو د سویچبورد شمیره: ۰۷۰۰۱۰۸۰۰۱
د امریکايي وګړو لپاره په بیړنیو حالاتو کې ( چې په ویزې پورې اړه نلري): ۰۷۰۰۲۰۱۹۰۸
فکس شمیره: شتون نلري – مهرباني وکړﺉ مونږ ته د اړتیا وړ اسنادونه د بریښنالیک له لارې واستوﺉ.
کابل ½ 9 ساعته له EST وخت څخه دمخه دی او همدا ډول له EDT 8½ ساعته څخه مخکې دی.
بريښنالیک:
د ویزې په هکله د پوښتنو لپاره د AfghanVisaInfo@state.gov بریښنالیک له لارې مونږ سره اړیکې ټینګه کړﺉ
د قنسلي چارو په هکله د پوښتنو لپاره USConsulKabul@state.govبریښنالیک له لارې مونږ سره اړیکه ټینګه کړﺉ
له عمومي بریښنالیک څخه ګټه اخیستنه تاسو ته دا ډاډ درکوي چې ستاسو پوښتنې به ژر تر ژره ځواب شي حتی که هغه مسوول کس چې د اړیکو د ځواب ورکولو لمړنۍ مسوول دی له خپل دفتر څخه بهر هم وي.
پوستي پته:
په کابل کې د امریکې د سفارت قنسلي څانګه
APO, AE 09806 (USA)
په کابل کې ځايي پته:
د مسعود څلور لارې
وزیر اکبر خان ته څیرمه
کابل، افغانستان
کې چېرې په امریکې کې میشت یاست په سیمه کې د ستونزو د شریکولو لپاره دغې شمیرې سره اړیکه ټینګه کړﺉ. 1-888-407-4747. هغه کسان چې نشي کولای پاسېنۍ شمیرې سره اړیکه ټینګه کړي مهرباني دې وکړي لاندېنۍ شمیرې سره اړیکه ټینګه کړي 1-317-472-2328.
د متحده ايالاتو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو په سفارت کې د متحده ايالاتو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې څانګې ته ښه راغلاست. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره د متحده ايالاتو د عدليې وزارت يوه څانګه ده. د متحده ايالاتو د ممنوعه توکو د قوانينو او مقررو پلي کول زمونږ دنده ده. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره هڅه کوي چې هغه سازمانونه او د هغوی اصلي غړي د متحده ايالاتو جزايي او مدني عدلي نظام او يا د قضايي واک درلودونکې بلې هرې مرجع ته راکاږي چې د هغو ممنوعه توکو په کرنه، توليد، خرڅلاو يا وېش کې ښکېل وي چې وموندل شي يا د قاچاق په موخه په متحده ايالاتو کې ولېږدول شي. همدارنګه، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره د هر هغه پروګرام ستاينه او ملاتړ کوي چې په کورنيو او نړيوالو مارکېټونو کې ممنوعه او ناقانونه توکو ته د لاسرسي کچه را ټيټه کړي.
په افغانستان کې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د تحقیقاتو، عملیاتو او ظرفیت لوړولو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د پام وړ مرستې برابرې کړې دي. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې په همکارۍ، د کورنيو چارو وزارت او د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس، د مخدره توکو د قاچاق ستر سازمانونه چې د تاوتريخوالي څخه ملاتړ کوي او د مخدره توکو په قاچاق او ناقانونه مالي کړنو کې ښکېل فاسد مامورين په نښه کوي.
د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو په ملاتړ، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې روزونکي د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې (NIU) او د حساسو څېړنو ادارې (SIU) منسوبينو ته روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعه يوه پلي کوونکې تکتيکي قطعه ده چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د پلي کولو عملیات په لاره اچوي. د حساسو څېړنو اداره اړونده پلټنې او څېړنې ترسره کوي.
اسناد او وېبپاڼه:
د متحده ايالاتو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې اصلي پاڼه: http://www.dea.gov
ټيليفون: ۰۰۹۳۰۷۰۰۱۰۷۱۱۱
فکس: د فکس شمېره نشته – د مهربانۍ له مخې هر ډول اړين اسناد سکن کړی او د برېښناليک د لارې يې مونږ ته راولېږئ.
د کابل وخت د لويديځ د معياري وخت EST څخه ۹٬۵ ساعته؛ او د ختيځې نوري ورځې د وخت EDT څخه ۸٫۵ ساعته مخکې دی.
پوسټي پته: د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اداره
د متحده ايالاتو سفارت
APO، AE 09806 (د امريکا متحده ايالات)
د کابل پته: وزیر اکبر خان
کابل
افغانستان
د عدليې وزارت
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د ستر حقوقي سلاکار د دفتر دنده د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې د عدلې او قضايي مرکز د قاضیانو، څارنوالانو، او د پولیسو افسرانو؛ د ارتشاء او اداري فساد پر وړانډې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز قاضیانو او څارنوالانو؛ او د ملي امنیت د لوی ریاست د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په څانګه کې مؤظفو څارنوالانو ته د روزنيزو سلا مشورو او لارښوونو ورکړه ده.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ټول سلاکاران د فدرال دولت مسلکي څارنوالان دي چې د فساد، د مخدره توکو د قاچاق او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې خورا زیاتې تجربې لري. دغه سلاکاران لومړنۍ حقوقي زده کړې د رسمي سیمینارونو او په ټولګي کې د تدریس له لارې وړاندې کوي. سلاکاران د ورځنيو او د دندې په بهير کې لارښوونو په ورکولو سره د افغانستان د حکومت څارنوالان، محاکمو ته د جزايي دوسيو د جوړولو او وړاندې کولو په مهال، په لا زياته اغېزمنه توګه روزي.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت له خوا برابرې شوې زده کړې او لارښوونې په هغو پرمخ تللیو او تخصصي تګلارو سره چې د مخدرو توکو د پېچليو سازمانونو، د لوړې کچې فساد او د ترهګرۍ د مالي تمويلوونکو سازمانونو د څېړلو، تحقیق او عدلي تعقیب لپاره اړينې دي د افغان څارنوالانو او مستنطقینو د وړتيا د لوړېدو لامل ګرځي.
اسناد او وېبپاڼه:
د متحده ايالاتو د عدليې وزارت اصلي وېبپاڼه: http://www.justice.gov/
اقتصادي څانګه
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت اقتصادي څانګې ته ښه راغلاست. زموږ مسولیتونه د اقتصادي مسایلو په اړه د بشپړ رپوټ ورکولو په ګډون د پالیسیو، مقرراتو او قوانینو دودل دي چې افغانستان د تلپاتې او هر اړخیزه اقتصادي ودې او پراختیا په لور بیایي.
اقتصادي څانګه د افغانستان دولت او د سفارت نورو اړوندو ادارو سره د دوه اړخيزه مسایلو او نړیوالو اقتصادي پالیسیو په برخه کې همکاري کوي چې په کې د سوداګرۍ د شرایطو ښه والی، مالیه او د جواز ورکړه، مالي مسایل او لوی اقتصاد، ملکي هوایی چلند، د انرژۍ او ملي سرچینو مدیریت، سوداګري، زراعت، چاپیریال،علم، تکنالوژي، د روغتیا اړوند مسایل او مخابراتو په کې شامل دي. سر بیره پر دی موږ د امریکايي شرکتونو څخه ملاتړ او هغوې ته مالومات برابرو او افغانستان ته د متحده ایالاتو د توکو او خدمتونو د صادراتو د دودولو په برخه کې همکاري کوو.
د افغانستان اسلامی جهوری دولت سره زمونږ موخې په لاندې ډول دی:
- د سوداګرۍ په چاپېريال کې د تلپاتې او دوامداره اقتصادي پالیسیو د پراختیا ملاتړ.
- د سویلی او مرکزی آسیا د سوداګریز پله په توګه د افغانستان د جغرافیایی موقعیت څخه ملاتړ.
- په افغانستان کې د پانګونې د چاپیریال د ښه کولو په برخه کې همکاري، او د شفافیت په ګډون د حقوقي او مقرراتي مسایلو اټکل.
اسناد او وېبپاڼه:
- U.S. Forces-Afghanistan Frequently Asked Questions for Companies Operating Under the U.S.-Afghanistan Security and Defense Cooperation Agreement and the NATO-Afghanistan Status of Forces Agreement – BSA-SOFA FAQs (PDF 145 KB)
- Visa and Business Licensing Checklist for Companies Operating Under the U.S. Security and Defense Cooperation Agreement and the NATO-Afghanistan Status of Forces Agreement (PDF 27 KB)
- Embassy Lawyers List (for help with Afghan business licensing and taxation issues) (PDF 142 KB)
- U.S.-Afghanistan Security and Defense Cooperation Agreement (PDF 3.13 MB)
- NATO-Afghanistan Status of Forces Agreement (PDF 199 KB)
- Asian Development Bank – Afghanistan Fact Sheet (PDF 140 KB)
- World Bank – Afghanistan Economic Update
وېبپاڼې:
- Embassy of Afghanistan in Washington D.C. – Business Gateway
- Afghanistan Investment Support Agency (AISA) (The One Stop shop for investors in Afghanistan)
- American Chamber of Commerce of Afghanistan
- Ministry of Foreign Affairs Visa Information
- IMF
- World Bank
- Resolute Support – Office of the Legal Advisor
- Afghanistan Ministry of Finance
- ADB
- Afghanistan Ministry of Commerce
- USTR
برېښنالیک: KabulEcon2@state.gov
زمونږ د عمومي برېښنالیک په کارولو سره به تاسو په وخت او چټک ځواب ترلاسه کړئ، آن که اړونده کارکوونکی په دنده حاضر هم نه وي.
پوسټي پته: د اقتصادی چارو مشاوریت
د متحده ايالاتو سفارت
APO، AE 09806 (د امريکا متحده ايالات)
د کابل ځایی پته: د احمد شاه مسعود سرک
وزیر اکبر خان
کابل
افغانستان
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر
په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوال دفتر څانګه د قانون د تنفيذ په سکټور، د عدالت د تامین او محابسو، د قانون حاکميت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې، او جنسيتي عدالت اړونده بېلابېلو موضوع ګانو په برخه کې کار کوي. دغه دفتر په افغانستان کې د متحده ايالاتو د حکومت د پراختيايي بوديجې د نږدې ۲۰ سلنه برخې مسئوولیت لري او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره د مرستې لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د کوکنارو د کرنې څخه د مخنيوي لپاره د افغانستان د هڅوونکو پروګرامونو، او په هېواد کې د اعتیاد پرېښودو د نږدې ۷۵ سلنه مرکزونو څخه ملاتړ کوي. د مخدره توکو د غوښتنې او اړتيا د کمښت په برخه کې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د مخدره توکو پر ضد د عامه پوهاوي لپاره ستر کمپاينونه په لاره اچوي تر څو د مخدره توکو کارول او لګښت ټيت شي.
د عدلي او قضايي سکټور په برخه کې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر څارنوالانو، قاضیانو او د محابسو کارکوونکو ته د پراخو روزنيزو پروګرامونو په جوړولو تمرکز لري او د افغانستان د ځانګړو تحقیقاتو د زيات شمېر ادارو او قطعاتو څخه ملاتړ کوي. د محابسو او بندخونو په برخه کې، په محابسو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د افغانستان د بندخونو د ۹۰ سلنه څخه د زياتو کارکوونکو په روزلو سره، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د افغانستان د مرکزي محبس رياست لپاره د مرستو وړاندې کولو په چاره کې مخکښ دی. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د کورني تاوتريخوالي زيانمنو ته د امن خونو مالي لګښت برابروي او د ښځو چارو وزارت سره همکاري کوي.
د روزنيزو پروګرامونو تر جوړولو وړاندې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر مادي او عملياتي ملاتړ برابروي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې، په تېره بيا د محبسونو، توقیف خونو او عدلي مرکزونو د ودانيزو پروژو سره مرسته کوي. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د محبسونو د ودانيو د داسې ودانېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې چې د نړيوالو معيارونو سره سم د بنديانو او کارکوونکو هوساينه او روغتيا په پام کې نيول شوې وي، هم مرسته کوي. همدارنګه، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ نړيوال دفتر د پروان په ولايت کې د يوه عدلي مرکز په جوړېدو کې مرسته وکړه چې د متحده ايالاتو ځواکونو لپاره د افغانستان عدلي او قضايي نظام ته د توقيف شويو لېږد ته لاره هواره شوه.
اسناد او وېبپاڼه:
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوال دفتر اصلي وېبپاڼه: http://www.state.gov/j/inl/
په افغانستان کې د مخدره توکو د کارولو سروې ۲۰۱۵ (پي ډي اف – ۲۱ امېګابايټه)
د سياسي چارو څانګه
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د سياسي چارو څانګې ته ښه راغلاست. د متحده ايالاتو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر منځ د بېلابېلو سياسي موضوع ګانو رپوټ ورکول زمونږ دنده ده.
د سياسي چارو څانګه د افغانستان د حکومت سره د دوه اړخيزو او نړيوالو سياسي موضوع ګانو، ټاکنو، پارلمان، د قانون حاکميت، د ولسواکۍ دودولو، د بشر حقونو، د مطبوعاتو خپلواکۍ، مذهبي خپلواکۍ، کار او کډوالو اړوند همکاري لري. مونږ د مدني ټولنې، سياسي ګوندونو، د ښځو اړونده بنسټونو او ناحکومتی بشرپاله مؤسساتو سره هم همکاري کوي. مونږ په ټولو يادو برخو کې د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې سره هم د نږدې کار کوو.
د سياسي چارو څانګه په افغانستان کې د بشر د حقونو څخه د سرغړونو رپوټ برابروي او د بشر حقونو په اړه د متحده ايالاتو ارزښتونه دودوي. د دغې څانګې نور کارکوونکي، د کډوالو د اړونده موضوع ګانو رپوټ جوړوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره مونږ لاندې موخې لرو:
- د هغو حکومتي پاليسيو څخه ملاتړ چې د روغې ولسواکۍ سره مرسته کوي؛
- د ټاکنو په ګډون د افغانستان د ولسواکه بهيرونو څخه ملاتړ؛
- د افغانستان د عدلي او قضايي جوړښتونو، او د افغانستان او نړيوالو قوانيونو سره سمو مناسبو بهيرونو څخه ملاتړ؛
- د مدني ټولنې او خپلواکو سياسي ګوندونو څخه ملاتړ؛
- په افغانستان کې د بشر د حقونو ښه والی.
اسناد او وېبپاڼه:
د افغانستان د حکومت وېبپاڼې:
- Embassy of Afghanistan in Washington, D.C.
- Office of the President, Islamic Republic of Afghanistan
- Ministry of Foreign Affairs
- Ministry of Hajj and Islamic Affairs
- Ministry of Justice
- Ministry of Labor, Social Affairs, Martyrs and the Disabled
- Ministry of Women’s Affairs
- Ministry of Refugees and Repatriation
پوسټي پته: د سياسي چارو قونسل
د سياسي چارو څانګه
د متحده ايالاتو سفارت
APO، AE 09806 (د امريکا متحده ايالات)
د کابل پته: وزیر اکبر خان
کابل
افغانستان
د عامه اړیکو څانګه
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د عامه اړیکو څانګه د افغانستان خلکو سره د اړیکې ټینګولو مسوولیت لري او د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ مسلکي، زده کړیزې او کلتوري اړیکې دودوي او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت په اړه مالومات وړاندې کوي.
د عامه اړیکو څانګه د خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو، د ښځو او نجونو د پیاوړتیا، د مدني ټولنې او مطبوعاتو غښتلي کول، د افغانستان بډای فرهنګي میراثونو ساتلو، زده کړیزو او مسلکي فرصتونو دودولو او د فولبرایت پروګرام او د نړیوالو لیدونکو لپاره د رهبرۍ پروګرام په ګډون د بیلابیلو پروګرامونو همغږي په غاړه لري.
د متحده ایالاتو مطبوعاتي دفتر د نړیوالو او افغان مطبوعاتو سره ارتباطي فعالیتونه همغږي کوي. دغه دفتر د سفارت وېب پانې او د خواله رسنیو پروګرامونه په انګلیسي، دري او پښتو ژبو هم پر مخ بیایي.
Facebook: http://www.facebook.com/kabulusembassy
Twitter: http://www.twitter.com/usembassykabul
YouTube: http://www.youtube.com/usembassykabul1
د سيمه ايز امنيت د دفتر څانګه
د سيمه ايز امنيت د دفتر لومړنی مسئوولیت د متحده ايالاتو دولت ته امن او خوندي چاپېريال برابرول دي چې خپلې ډيپلوماټيکې دندې په سمه توګه په کې سر ته ورسولای شي. د سيمه ايز امنيت دفتر دغه مسئووليت د داسې کړنلارو د جوړولو او د متقابلو تدبيرونو د نيولو له لارې سر ته رسوي چې د مخالفو عناصرو له خوا زمونږ د کارکوونکو او تاسیساتو د په نښه کېدو شونتيا کموي. د سيمه ايز امنيت دفتر ته، د کوربه هېواد د قانون د پلي کوونکو بنسټونو سره د سفير د نښلوونکي په توګه د دندې ترسره کولو سربېره، جنايي تحقیقات او د کارکوونکو اړونده څېړني، د متحده ايالاتو د قانون د پلي کوونکو نورو ادارو سره مرسته، د ترهګريزو او جنايي پېښو رپوټ ورکول، او د سفارت کارکوونکو او هغو امریکایی اتباعو ته امنيتي روزنې او لارښونې برابرول چې په خصوصي سکټور کې کار کوي، هم ور د غاړې دي. همدارنګه دغه دفتر په کابل کې د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت د ترهګرۍ سره د مبارزې مرستندويه پروګرام هم څاري. د سيمه ايز امنيت دفتر د اړتيا پر مهال، افغانستان ته د راتلونکو چارواکو د خونديتوب اړونده اړتياوې همغږې کوي.
همدارنګه، د سيمه ايز امنيت دفتر د عدالت د ټينګښت جايزې پروګرام هم اداره کوي. د دغه پروګرام په اډانه کې په ټوله نړۍ کې تر ۱۰۰ ميليون ډالرو زياتې پیسې، څه باندې ۷۰ تنو هغو کسانو ته ورکړل شوې دي چې د نړيوالو ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره يې مالومات برابر کړي او يا يې محکمې ته د ترهګريزو کړنو د مخکينيو مرتکبينو د راکاږلو په برخه کې مرسته کړې ده.
د دغه پروګرام پر بنسټ، د باندنيو چارو وزير داسې مالوماتو ته د جایزو د ورکړې واک او صلاحيت لري چې د هغو کسانو په نيولو يا محکوميت تمام شي چې د متحده ايالاتو د اتباعو يا ملکيتونو پر وړاندې نړيوالې ترهګريزې کړنې ترسره يا مرسته ورسره وکړي او يا د هغه د پلانولو، ترسره کولو يا مرستې کولو هوډ ولري؛ هغه مالومات چې د يادو کړنو د ترسره کېدو مخکې د مخنيوي لامل وګرځي؛ داسې مالومات چې د ترهګرو د مهمو مشرانو يا د هغوی د ځای په پېژندګلوۍ باندې تمام شي؛ او داسې مالومات چې د ترهګرو مالي سرچينې وچې کړي. په افغانستان کې د ترهګريزو کړنو په اړه د رپوټ ورکولو لپاره، د عدالت د ټينګښت جايزې د شمېرې سره اړيکه ونيسئ چې د اونۍ په ۷ ورځو کې ۲۴ ساعته کار کوي: ۷۰۰۱۰۸۶۰۰ ۰ (۰۰۹۳)
اسناد او وېبپاڼه
د ډيپلوماټيک امنيت دفتر: http://www.state.gov/m/ds/
حقوقي چاروال (اتاشه)
د حقوقي چاروال دفتر د هېواد څخه بهر د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (FBI) د استازي په توګه کار کوي. د دغه پروګرام دنده ده چې متحده ايالات د نړيوالو جرمونو، ترهګرۍ، تاوتريخجنو جرمونو، د مخدره توکو د قاچاق او اقتصادي جرمونو څخه خوندي وساتي. ځانګړي لوړپوړي مامورين چې ټول د جرمونو ضد غوره مهارتونه لري او همدارنګه ژمن او متخصص ملاتړي کارکوونکي د حقوقي چاروال په دفتر کې په دندو بوخت دي. په افغانستان کې د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د ماموريت د سر ته رسولو او د هغه د لومړيتوبونو سره د سمون لپاره، مونږ اړيکې رامنځته کوو، د هغو ساتنه او پالنه کوو او پراختيا ورکوو تر څو زمونږ ملي امنيت ځواکمن او د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د جنايي پلټنو د ماموريتونو څخه ملاتړ وشي. په افغانستان کې د تحقیقاتو د فدرالي ادارې اصلي دنده د متحده ايالاتو پر وړاندې د ګواښونو اړونده مالوماتو را ټولول دي تر څو وتوانېږي چې هغه ترهګريز بريدونه چې په ټوله نړۍ کې د متحده ايالاتو اتباع، شتمنۍ او ګټې په نښه کوي، کشف، څرګند او خنثی کړي.
په کابل کې د حقوقي چاروال دفتر د فساد پر وړاندې د تحقیقاتي کړنو د همغږي کولو او د قانون پلي کوونکو چارواکو ته د روزنيزو پروګرامونو د همغږي کولو د لارې، د افغانستان د وړتيا د لوړولو په چاره کې ونډه اخلي. د حقوقي چاروال دفتر مسئوولیت لري تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د تحقیقاتو فدرالي ادارې ټولې کړنې د افغانستان لپاره د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د ستراتيژۍ سره سمون لري. د افغانستان لپاره د تحقیقاتو د فدرالي اداري ستراتيژي، د ترهګرۍ ضد او جنايي تحقیقاتو، وړتيا لوړولو، استخباراتو او د مالوماتو شريکولو د دريو سترو برخو څخه جوړه شوې ده. په سيمه کې د بنسټپالو فعاليتونو پر وړاندې د مقاومت او د هغوی د مخنيوي لپاره د افغانستان د حکومت د هڅو څخه ملاتړ، د يادو برخو موخه ګڼل کېږي.
اسناد او وېبپاڼه:
د فدرالي تحقیقاتو اداره اصلي وېبپاڼه: http://www.fbi.gov
د متحده ایالاتو د خزاینو وزارت
د خزاینو چارو اتاشې دفتر هغه لومړنۍ مرجع ده چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، مالیې وزارت او مرکزي بانک ترمنځ د اړیکو ټینګولو چارې پرمخ بیایی. د خزاینو چارو اتاشه د ارزښتمنو موضوعاتو په پالیسیو کار کوي ترڅو د اقتصادي ودې د ملاتړ، د مالي او خصوصي سکتور د پراختیا، د پیاوړې او تلپاتې مالي فعالیتونو او د عامه مالي مدیریت د ظرفیت لوړولو لامل وګرځي. د خزاینو چارو اتاشه د اقتصادي، مالي او د پیسو اړوند پراختیاوو څیړنه او شننه کوي او د متحده ایالاتو دولت د ارزښتمنو موخو د پرمختګ لپاره د نورو بنسټونو سره کار کوي. دغه دفتر د متحده ایالاتو د اقتصادي سیاست د دودولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک سره هم کار کوي.
د خزاینو چارو اتاشې دفتر تر ټولو مهم لومړیتوب د یاغی ډلو او کسانو پورې اړوند غیر قانوني مالي شبکو، د مخدره توکو لېږد را لېږد او د اداري فساد کشفول، ګډوډول او له منځه وړل دي. د همدې لپاره د خزاینو دفتر د نورو ادارو سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار کوي چې مقرراتي سیستم پیاوړی او د غیر قانونی مالي شبکو په وړاندې ټاکلې کړنلارې تثبیت او د پلي کېدو څخه ملاتر وشي.
اسناد او وېب پاڼه:
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت اصلي پاڼه: http://www.ustreas.gov
د امریکا د متحده ایالاتو نړيواله پراختيايي اداره
د امریکا د متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې ته ښه راغلاست. په کابل کې د متحده ايالاتو سفارت، افغانستان ته د نړۍ د تر ټولو ستر ملکي مرستندويه پروګرام برابروونکی دی. د امریکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې مرستې د کلیوال اقتصاد د بیارغونې، د مالي بنسټونو رامنځته کېدو، د سوداګرۍ او صادراتو ودې او زیاتوالي، او په افغانستان کې د انرژۍ، ټرانسپورټ، او اوبو رسولو د خدماتو په برخو کې ارزښتمن رول لوبوي.
د امریکا د متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره د ولسواکه ادارو د رامنځته کېدو سره مرسته کوي چی په مشارکتي، حساب ورکوونکې او مسئوولیت منونکې بڼه د کار او فعالیت وړتيا ولري. همدارنګه نوموړې اداره د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت سره په هغو هڅو کې مرسته کوي چې د داسې ځواکمنو عدلي قضايي، روغتيايي، او پوهنيزو سېسټمونو د جوړولو لپاره يې کوي د هر افغان وګړي حقونه په کې خوندي وي.
اسناد او وېبپاڼه: http://www.usaid.gov/afghanistan