- روس ویلسون شارژدفیر
- د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت مرستيال مک کری
- د سفارت مرستيال سکاټ وین هولډ
- مهم غړي
- څانګې او دفترونه

جان J. مک کری د اګست پر ۱۲ مه نېټه افغانستان ته راورسېد او د سفیر د مرستیال په توګه یي خپل دنده یي پیل کړ.
نوموړی تر دې مخکې، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کاله پورې، په پرتوریا کې د متحده ایالاتو د سفیر د مرستیال په توګه کار کړی و. ښاغلی مک کري، د بهرنیو خدمتونو د لوړ پوړی مسلکي غړی په توګه، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ کال پورې، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سیاسي سلاکار او له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۵ پورې په دوحه کې د سفیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
پر ۱۹۹۵ ز. کال د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره له یو ځای کېدو راهیسې ښاغلی مک کري په تونس، بغداد، قاهره، جاکارتا، ریاض او واشنګټن ډی. سي کې کار کړی دی.
ښاغلی مک کري، د بهرنیو چارو وزارت افتخاري جایزه او ښه ملکي خدمتونو په برخه کې د دفاع وزارت مډال او نورې افتخاري جایزې ترلاسه کړې دي. هغه د بوستون له پوهنتون څخه خپل لیسانس اخیستی او له جورج ټاون پوهنتون څخه خپل ماستری سند ترلاسه کړی دی. ښاغلی مک کري په عربي، فرانسوي او اندونیزیايي ژبو خبرې کوي. نوموړی واده کړی او درې اولادونه لري او په اصل کې د ایتاکا دی.