د سفارت مرستيال سکاټ وین هولډ

سکاټ وین هولډ د سفیر مرستیال په توګه د افغانستان په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د ۲۰۲۰ له جولای راهیسې کار کړی دی.

ښاغلی وین هولډ، پر ۱۹۹۲ ز. کال د بهر له خدمتونو سره یو ځای شو او د سلاکار وزیر په رتبه کې په بهر کې خدمتونو کاري غړی دی. نوموړي، د سفیر مرستیال په ګډون ۲۰۱۷-۲۰۱۹، د ټولیزو چارو د سلاکار په توګه د ترکیې په انقره کې د متحده ایالاتو په سفارت کې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰  پورې کار کړی. هغه تر دې مخکې، له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ ز. پورې د چین په شین یانګ ښار کې د متحده ایالاتو د جنرال قونسل په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د خپل کاري زیاته موده په ختیځه اسیا او ارام سمندر په سیمه کې تېره کړې او په توکیو، پکینګ، کانبیرا، اولان باتور، هوشي مین، تایپه او چنګدو ښارونو کې په یو لړ بهرنیو پوستونو کې کار کړی دی. هغه له بهرنیو چارو وزارت څو افتخاري جایزې ترلاسه کړی او پر ترکي، ماندارین چیني، ویتنامي، مغولي او جاپاني ژبو روانې خبرې کوي.

ښاغلی وین هولډ په اصل کې د ویسکانسین اوسیدونکی او پر ۱۹۸۹ ز. کال د ویرجینیا له پوهنتون څخه فارغ شوی او د افریقايي او اسیا تاریخ کې تحصیلي سند لري. هغه له میرمن جیمي وین هولد سره واده کړې او درې اولادونه لري.