د متحده ایالاتو سفارت

په کابل کې د متحده ايالاتو سفارت، د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د ودې او پراختیا لپاره کار کوي. د سفارت کړنې د ولسواکه بنسټونو په پیاوړي کولو، د سیمه ایز امنیت او ټیکاو په ټينګښت او زياتېدو، د نړیوالې ترهګرۍ، او د مخدره توکو د تولید او قاچاق په وړاندې مبارزې، او د پراختيا موندلې سوداګرۍ او پانګونې په ځواکمنولو باندې تمرکز لري.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د عامه اړیکو څانګه، په متحده ایالاتو کې د ژوند د هر اړخ په اړه پراخ مالومات وړاندې کوي او تر څنګ یې د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د فرهنګي تبادل لپاره لاره هواروي. د مالوماتي سرچینو مرکز د روانو او تاريخي پېښو او په متحده ايالاتو کې د زده کړو د فرصتونو په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په هکله پراخ مالومات لري.

په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د هر بل سفارت په څېر، د کابل سفارت هم هیله لري چې زمونږ د دواړو هېوادونو تر منځ د غوره اړيکو ټينګول د متقابل پوهاوي، د ولسواکه ارمانونو دودولو، د بشري حقونو د ښه والي، او د روغ نړیوال چاپیریال او خوندي نړۍ د جوړېدو لامل شي.

زمونږ پته:

د متحده ايالاتو سفارت

کابل، افغانستان

ټيليفون:             ۷۰۰۱۰۸۶۰۰ ۰ (۰۰۹۳)

فکس:                ۷۰۰۱۰۸۵۶۴ ۰ (۰۰۹۳)

په افغانستان کې د ترهګريزو کړنو په اړه د رپوټ ورکولو لپاره، د عدالت د ټينګښت جايزې د شمېرې سره اړيکه ونيسئ چې د اونۍ په ۷ ورځو کې ۲۴ ساعته کار کوي: ۷۰۰۱۰۸۶۰۰ ۰ (۰۰۹۳)