په کابل کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۱ کال اګسټ په ۳۱ نيټه چارې وځنډولې. لکه څنګه د امريکا متحده ايالتونو دولت خپل کارکوونکي له کابل څخه ويستي دي، په افغانستان کې د امريکا اتباع د قونسلګرئ خدما توپه خاطر کولی شي د اړتيا پرمهال د امريکا متحده ايالتونو له هرې نږدې ځايي قونسلګرۍ يا سفارت سره اړيکه ونيسي.
د نږدې قونسلګرۍ يا سفارت د پيدا کولو په موخه دغه لينک کلک کړئ. www.usembassy.gov
کوم امريکايي اتباع چې په افغانستان کې دي او غواړي چي ووځي، د ستنيدنې فورمه دې ډکه کړي، خو که فورمې ته لاس رسی نلرئ مهرباني وکړئ خپله بشپړه پيژندګلو او د اړيکو مالومات ( ايميل او ټيليفون شميره) همداشان د امريکايي پاسپورټ شميره AfghanistanACS@state.gov ايميل ادرس ته واستوئ. مونږ له هغه کسانو سره چې قانوني دايمي استوګنې ګرين کارډ لرونکي دي، همداشان زياتره هغه افغانانو سره چې مونږ سره ولاړ وو او د افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي, مرسته کولو هڅې ته دوام ورکوو.
زمونږ ژمني د افغانستان خلکو سره داوم داره دي. مونږ به د قدرت په انتقال او یو ټوله یز حکومت په جوړولو کي چي په هغه کي د ټولو افغانانو , په شمول د ښځو احترام خوندي وي ، هڅه کوؤ. مونږ به له هر ډول ډیپلوماټیکي ؛ اقتصادي، سیاسي او هغه مرستي چي په لاس کی لرو لکه، دهیواد سره بشري مرسته, او د طا لبانوله خوا په خپلو ژمنو وفادار پاتيکيدلو ډاډ ګیرنه ترلاسه کول شامل دي