د انگريزي ژبې هغه پراختيايي پروګرامونه او سرچينې چې د عامه اړيکو د څانګې له خوا برابرشوي
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د انګرېزي ژبې د هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د انګرېزي ژبې زدهکړې ته لاسرسی لا آسانه کوي. د بهرنيو چارو وزارت د انګرېزي ژبې د پروګرامونو د دفتر په ملاتړ او همکارۍ، په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د دغه راز پروګرامونو د کوربهتوب څخه ملاتړ کوي.
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د انګرېزي ژبې د پروګرامونو لپاره دفتر او کارکوونکي لري چې د افغان او نړيوالو همکارانو سره يو ځای کار کوي تر څو د ظرفيت لوړلو پروژې او ګرنټونه تطبیق کړي. دغه راز پلانونه او نوښتونه د لوړو زدهکړو او ښوونې او روزنې د وزارتونو په همکارۍ د افغانستان په پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې په انسټيټونو کې د انګرېزي ژبې زدهکړې ته پراختيا ورکوي. د انګرېزي ژبې د پروګرامونو دفتر د افغانانو لپاره د انګرېزي ژبې د زدهکړو مرکزونو ته نور اضافي ملاتړ برابروي تر څو د ښوونکې د روزنې ورکشاپونه او غونډې جوړې او په کې ګډون وکړي، اړتياوې تجزیه او تحلیل کړي او په افغانستان کې د انګرېزي ژبې د تدريس لپاره د لوړو زدهکړو د ملي پاليسۍ په اړونده موضوعاتو کې حکومتي مقاماتو ته مسلکي لارښوونې وړاندې کړي.
د انګرېزي ژبې د لنډمهاله بورسيو پروګرامونه
د لنډمهاله بورسيو پروګرام (لاسرسی) د ښوونځيو د ۱۴-۱۸ کلنو زدهکوونکو لپاره د ښوونځي څخه وروسته ټولګيو او د رخصتيو پر مهال د زدهکړې د متمرکزو فعالیتونو د لارې د انګرېزي ژبې د مهارتونو بنسټ وړاندې کوي.
د (لاسرسی) د پروګرام زدهکوونکي د امريکايي دودونو او عنعناتو او ولسواکه ارزښتونو سم پوهاوی ترلاسه کوي، او نوموړی پروګرام د هغوی وړتياوې لوړوي تر څو په برياليتوب سره د هېواد په ټولنيزې او اقتصادي وده کې ونډه واخلي، او همدارنګه په متحده ايالاتو کې د تعلیمي تبادلې په راتلونکو پروګرامونو کې د برخې اخيستو او سيالۍ لپاره هم وړتيا ترلاسه کوي.
د انګرېزي ژبې متخصصین
د ملګرو په څېر، د انګرېزي ژبې متخصصین د TESOL په ساحه کې د متحده ايالاتو علمي او مسلکي غړي دي. هغوی د دوو اونيو څخه نيولي بيا تر څلورو مياشتو پورې روزنيز ورکشاپونه وړاندې کوي. د هغوی په دندو کې ښوونکو ته روزنه، د درسي نصاب او درسي کتابونو پراختيا او يا د کوربه موسسې د پروګرام ارزونه شاملېدلای شي. په ځينو حالاتو کې د ډيجيټل ويډيو کنفرانسونو او وېبينرونو څخه هم ګټه اخيستل کېږي.
افغانستان د انګرېزي ژبې څو تنه متخصصین لري چې د کابل او ولایاتو د شپږو پوهنتونو څخه زدهکوونکو ته لنډمهاله روزنې وړاندې کوي.
د انګرېزي ژبې د ښوونکو د بورسیې پروګرام
د انګرېزي ژبې د ښوونکو د بورسيې پروګرام د انګرېزي ژبې د ښوونې مسلکيانو ته په افغانستان او د متحده ايالاتو څخه بهر نورو هېوادونو کې فرصتونه برابروي چې اووه نوښتونه زده کړي، او د مريلنډ د پوهنتون، د بالتيمور د شورا، او د اورېګن پوهنتون د لارې د فراغت په کچه په آنلاین ټولګيو کې برخه واخلي. دغه کورسونه د بهرنۍ ژبې په توګه د انګرېزي ژبې علمي تخصص عمده برخې راسپړي.