نېد پرایس، د بهرنيو چارو وزارت ویاند
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نن د هغو معلوماتو لپاره د جایزې کچه ۵ میلیون ډالرو ته لوړه کړه، چې د کامچیک کولبایوف د نیونې، محکومیت یا د نوموړي د جرمي سازمان په مالي میکانیزم کې د ګډوډیو او اختلال لامل شي.
کولبایوف پر ۲۰۰۰ز. کال، د خپل جرمي ټیم د پخواني مشر او دوه تنو نورو د وژلو په تور محکوم شو. نوموړی د دغه جرم له امله پر ۲۵ کلنو بند محکوم شو، خو په بندخونه کې د شپږو کلونو تر تېرولو وروسته پر تېښته بریالی شو. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر ۲۰۰۷ز. کال په دغه هېواد کې د «جرمي ډلو تر ټولو بانفوذه مشر» په توګه یاد کړ او د ۲۰۰۸ ز. کال د اپریل پر ۲۳ مه نېټه، په مسکو کې د روسیې د سازمان شویو جرمي ډلو مشرانو له خوا د (thief-in-law) په توګه ونومول شو.
د ۲۰۱۱ ز. کال په جون کې د اوباما دولت، د “کینګ پین” قانون د احکامو له مخې، کولبایوف د نشه یي توکو د یو مهم بهرني قاچاق کونکي په توګه معرفي کړ. د امریکا د خزاني وزارت پر ۲۰۱۲. ز کال، کولبایوف د روسیې د تنظیم شویو جرمونو سازمان ( Brothers’ Circle crime syndicate) د غړي په توګه معرفی کړ. نوموړي پر ۲۰۱۳ ز . کال په قرغیزستان پر بېلابېلو جرمونو لکه اخاذي، سړي تښتونه، وسلې او د نشه یي توکو جرمونو تورن شو، خو نوموړی د زورواکي په جرم یوازې په درې کاله بند محکوم شو. د امریکا د خزاني وزارت پر ۲۰۱۷ ز. کال کولبایوف د (thieves-in-law ) په استازولي د کړنو پر ترسره کولو وپېژندل. د ده وروستي نیونه، د ۲۰۲۰ز. کال په اکتوبر کې، د قرغیرستان په بیشکیک کې ترسره شو، چې د جرمي سازمان د رامنځته کولو او پکې د مشارکت په تور ونېول شو.
دغه جایزه، د بهرنیو چارو وزارت د پولو ها خوا (بین المللی) تنظیم شویو جرمونو د جایزې پروګرام په چوکاټ کې ورکول کېږي. پر ۱۹۸۶ ز. کال د (NRP ) له تاسیس راهیسې، تر ۷۵ زیات نړیوال مجرمین او د نشه یي توکو قاچاق کونکي، د (TOCRP) پروګرام او د نشه يي توکو د (NRP) جایزې په چوکاټ کې، عدالت ته وړاندې شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت، د دغو مجرمینو د نیولو په تړاو معلوماتو لپاره، تر ۱۳۰ میلیونه ډالره زیاته جایزه ورکړې ده.
د نشه یي توکو او قانون پلیتابه د نړیوالو چارو دفتر (INL)، له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې (DEA)، د فدرال څېړنې ادارې، د کورني امنیت څېړنو ادارې، د کډوالو چارو او د متحده ایالاتو د ګمرک او نورو سازمانونو سره په نژدې همغږي سره، (TOCRP) مدیریت کوي. دغه اقدامات، د متحده ایالاتو او نړیوال قانون د پلیتابه اقداماتو د ملاتړ په برخه کې او په ټوله د نشه يي توکو او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یاد وزارت ژمنتیا ښيي.
په دې برخه کې ټول معلومات باید له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې (DEA) او د بهرنۍ پانګوونې کنټرول دفتر (OFAC) د دغه +1 202-643-0383 شمېرې له لارې چې کولی شي، د وټسآپ، ټلیګرام او سیګنال له لارې هم پیغامونه ترلاسه کړي، وړاندي شي. اشخاص کولی شي، په دې اړه د متحده ایالاتو تر ټولو نژدې سفارت یا قونسلګري ته راپور ورکړي یا د دغه Kolbayev_Tips@usdoj.gov برېښنالیک له لارې خپل معلومات وړاندې کړي. هغه کسان، چې په دې برخه کې معلومات وړاندې کوي، د دوی هویت او معلومات په بشپړ ډول محرم ساتل کېږي.
د یاد کس او د TOCRP او NRP په اړه د نورو معلومات د ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: