د کوویډ -۱۹ ویروس په اړه معلومات

وروستی آپډیت: (1/24/2021)

متحده ایالاتو ته د سفر لپاره د کوویډ ۱۹ له ازماېښت څخه معافیت

په هغه صورت کې، چې د شخصي روغتیا او خوندیتوب لپاره باید بیړنی سفر (لکه درملنه) ترسره شي، نو په محدوده بڼه د ازماېښت شرط معافېږي. هغه کسان، چې د کوویډ ۱۹ مثبته ازموینه لري، هېڅ راز معافیت ورته نه ورکول کېږي. هغه کسان – یا هوايي شرکتونه چې غواړي بالقوه شرایط لرونکي کسان – چې دوی باوري  وي چې هغوی د معافیت معیارونه لري – د سپرېدو اجازه ورکړي، نو باید په کابل کې د متحده ایالاتو له سفارت سره د دغه برېښنالیک له لارې  KabulACS@state.gov    اړیکه ونیسي او لاندې معلومات وړاندې کړي. د متحده ایالاتو سفارت تر دې وروسته یاد غوښتنه به د کتنې لپاره سي. ډي. سي ته وړاندې کړي.

د هر مسافر په اړه باید لاندې معلومات چمتو شي:

  • نوم (کورنۍ نوم/ تخلص/ اصلي نوم) ، د پاسپورت ګڼه او هېواد؛
  • د مسافر د هېواد کوډ نمبر په ګډون د تیلفون شمېره، د کورنۍ د سرپرست شمېره که چېرې د کورنۍ برخه وي؛
  • د مسافر د برېښنالیک ادرس یا د کورنۍ د سرپرست که چېرې د کورنۍ برخه وي.
  • په متحده ایالاتو کې د مقصد پته؛
  • آیا په متحده ایالاتو کې د کور پته موجوده ده؟
  • د سفر نېټه؛
  • د الوتنې ساعت؛
  • د چمتو کوونکې ادارې نوم؛ که چېرې د مسافر په تړاو توپیر ولري؛
  • د چمتو کوونکي شرکت نوم د مسافرو په استازیتوب ( د شتوالي په صورت کې)
  • د چمتو کوونکی د اړیکې د ځای نوم د مسافرو په استازیتوب (د شتوالي په صورت کې)؛
  • د POC د تیلفون شمېره او د اړیکې پته، چې د مسافرو په استازیتوب د معافیت غوښتنه کړې (د شتوالي په صورت کې)؛
  • متحده ایالاتو د سفر موخه (په دې اړه لنډه توضیح چې ولې بیړنی سفر ته اړتیا شته او دغه سفر څرنګه د مسافر له روغتیا او خوندیتوب سره مرسته کوي).
  • د ازموینې د معافیت په اړه توضیحات (د بېلګې په توګه د ازموینې نشتوالی، پر روغتیا او خوندیتوب اغېزې)
  • له ازموینې څخه د معافیت د توجیه لپاره مستندات، (د شتوالي په صورت کې) د بېلګې په توګه روغتیايي سوابق یا د درملنې تنظیمات.

د هېواد ځانګړي معلومات:

  • په افغانستان کې د کویډ ۱۹ تایید شوي پېښې شتون لري.
  • د امریکا هغه وګړي، چې د کویډ ۱۹ پورې اړوندې پوښتنې لري، کولی شي له هېواد بهر وګړو خدمتونو د تیلفون خدمتونو مرکز ته +1 202-501-4444 (له هېواده بهر) او پر 1-888-407-4747 شمېره (په امریکا یا کاناډا کې) زنګ ووهي. مفصل معلومات همدارنګه کېدای شي د بهرنیو چارو وزارت د کویډ ۱۹ پر پاڼه په لاندی ادرس:

https://travel.state.gov/content/travel/en/traveladvisories/ea/covid-19-information.html ترلاسه شي.

دخولي او خروجي اړتیاړې:

  • آیا د متحده ایالاتو وګړو ته د دخول اجازه ورکول کېږي؟ هو، له معتبره ویزې سره.
  • آیا د داخلېدو لپاره د کویډ ۱۹منفي ازموینې (پی سی آر، او یا هم سرویلوژی) ته اړتیا شته؟ نه.
  • آیا د روغتیا سکرین کولو کوم پروسیجر په هوايي ډګر یا د نورو دخولي بندرونو کې ترسره کېږي؟ نه.
  • د متحده ایالاتو هغه وګړي، چې غواړي خپله ویزه تمدید کړي، باید په کورنیو چارو وزارت کې د پاسپورت له ریاست Passport Directorate سره اړیکه ونیسي.
  • د کابل په دننه او له هغه بهر یو شمېر سوداګریزې الوتنې د کویډ ۱۹ د خپرېدو له امله ځنډیدلی دی. د هغو بهرنې سفر کوونکو په اړه، چې له افغانستان څخه وځي، په مستقیمه توګه له خپل هوايي شرکت سره مشوره وکړئ.
  • افغان دولت له ایران سره خپلې پولې بیرته پرانېستي دي، چې د لنډ وخت لپاره یې هوايي الوتنې او ځمکني ترانزیت یې ځنډولی و.

د ګرځېدو محدودیتونه

  • آیا ګرځبندیز شته؟ نه
  • آیا د ښارونو او ایالتونو ترمنځ پر سفرونو محدودیتونه شته؟ نه.

د قرنطین په اړه معلومات:

  • آیاد متحده ایالاتو وګړي دې ته اړتیا لري، چې ځانونه قرنطین کړي؟ نه.
    • هغه کسان، چې له نورو هېوادونو څخه راستنېږي او د کویډ ۱۹ علایم او نښانې نه لري، ورته سپارښتنه کېږي، چې ځانونه په کور کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کړي. که چېرې کوم علایم یا نښانې ولرئ، نو تاسې ته سپارښتنه کېږي، چې له عامې روغتیا وزارت سره اړیکه ونیسئ او د روغتیايي پاملرنو په لټه کې واوسئ. https://moph.gov.af/en/covid-19-pandemic

د کویډ ۱۹ آزموینه

  • د افغان جاپان روغتون په ګډون د کویډ ۱۹ ازموینه په هغو روغتونونو کې موجود دی، چې په همدې مقصد جوړ شوی دی. که څه هم نتیجه کولی شي یوه اونۍ یا تر هغه زباته موده په بر کې ونیسي، خو وړیا ده. شخصي روغتونونه لکه سیټي روغتون په کابل کې هم کولی شي د کویډ ۱۹ ازموینه ترسره کړي.

د ترانسپورت غوراوي:

  • آیا سوداګریزې الوتنې فعالیت لري؟ هو
  • د کابل په دننه او له هغه بهر یو شمېر سوداګریزې الوتنې د کویډ ۱۹ د خپرېدو له امله ځنډیدلی دی. د هغو بهرنې سفر کوونکو په اړه، چې له افغانستان څخه وځي، په مستقیمه توګه له خپل هوايي شرکت سره مشوره وکړئ.
  • آیا عامه ترانسپورت فعال دی؟ هو

قونسلۍ خدمتونه:

  • د امریکايي وګړو د خدمتونو څانګه یوازې د بیړنی پاسپورت خدمتونه وړاندې کوي.
  • د ویزا عامه خدمتونه اوسمهال بند دی او نه شي کولی د مهاجرت او غیرمهاجرت وېزې خدمتونه چې دې ته اړتیا لري، چې له اړوند کس سره مرکه وشي، وړاندې کړي.

سیمه ییزې سرچینې:

نور لینکونه:

متحده ایالاتو ته سفر

  • د ولسمشرۍ د ۹۹۸۴ ګڼې اعلامیې له مخې، د متحده ایالاتو د وګړو او دایمي قانوني اوسیدونکو او د متحده ایالاتو د وګړو نژدې کورنۍ غړو په تړاو، د ورودوي محدودیتونه نه اعمالېږي. (د نورو جزیاتو لپاره پخپله اعلامیې ته مراجعه وکړئ).
  • د ولسمشرۍ دغه اعلامینه د هغو کډوالو ورود منع کوي، چې د کویډ ۱۹ تر خپرېدو وروسته د اقتصادي ریکوري په بهیر کې د متحده ایالاتو د کار مارکیټ ته خطر پېښوي او دوی ته د مهاجرت وېزه ځنډوي. په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د مهاجرت او غیرمهاجرت د ویزه ورکولو ټولې چارې ځنډولې دي.
  • د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونه، د کویډ ۱۹ د خپراوي له اړخه افغانستان یو له خطره ډکه هېواد ګڼي او مسافرو ته سپارښتنه کوي، چې تر هغه ځایه چې ممکن دی، تر سفر وروسته د ۱۴ ورځو لپاره په کور کې ځان قرنطین کړي. تر سفر مخکې، د کویډ ۱۹ په اړه د اړوند دولت، هېواد او ښار سپارښتنې او شرایط وګورئ او تعقیب کړئ.
  • د افغانستان هغه وګړي، چې اوسمهال په امریکا کې پاتې دي او نه شي کولی د کویډ ۱۹ د خپراوي له امله (د سفر محدودیتونو، د الوتنو ځنډېدو او ناروغیو له کبله) متحده ایالات پرېږدي، نو دوی ته سپارښتنه کېږي، چې د ۳۰ نورو ورځو د پاتې کېدو غوښتنه وکړي. د تمدید د غوښتنې لپاره، د متحده ایالاتو د سیمه ییز ګمرک یا سرحدي ساتنې مرکزونو یا وردي بندرونو او یا د متحده ایالاتو د وګړو او مهاجرت خدمتونو مرکز سره اړیکه ونیسئ. نور معلومات کولی شئ، په لاندې برخه کې ترلاسه کړئ.