21 جون 2016
مونږ په وارسا کې د ناټو د ناستې په درشل کې يو، چې په ترڅ کې به يې د ناټو غړي هېوادونه او متحدين د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره د ۲۰۱۸ کال څخه د ۲۰۲۰ تر پايه خپل مالي ملاتړ او تر ۲۰۱۶ کال وروسته د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د روزنې، سلا مشورې او مرستې لپاره د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموريت د اوږدېدلو په ژمنو ټينګار وکړي.
د اوکټوبر په مياشت کې به د اروپا اتحاديه په بروکسل کې د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه وي چې نړيوالې مرستندويې تولنې ته لاره هواروي تر څو د هغه په ترڅ کې د لا زياتو پراختيايي مرستو په اړه د کړو ژمنو د بيا نوي کولو تر څنګ، د ۲۰۲۰ کال تر پايه د افغانستان د خلکو څخه په خپل ملاتړ ټينګار وکړي.
دغه دواړه غونډې به څرګنده کړي چې نړيواله ټولنه د افغانستان د برياليتوب په برخه کې په کلکه توګه ژمنه پاتې کېږې. سربېره پر دې، هغه اقدامات چې مونږ د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو او د افغانستان د پرمختګ څخه د ملاتړ په اړه تر لاس لاندې نيولي، د سولې او پخلاينې بهير ته هم ګړنديتوب او توان وربښي.
د وارسا ناسته او د بروکسل غونډه به د نړيوالې ټولنې په ګډه موخه يو ځل بيا ټينګار وکړي. دغه ګډه موخه د افغانستان د داسې ولسواکه، امن او خوندي دولت پرمختګ او پراختيا ده چې په زیاتېدونکې توګه د سوکالۍ په لور په مخ ځي، او ځواکمنې ادارې او بنسټونه ولري تر څو د خلکو غوښتنې پوره، او د ننګونو او بحران پر وړاندې ځواب وویلای شي. شونې ده مونږ د”غوڅې ژمنې” د کړنلارې په توګه هم د دغه موضوع په اړه فکر وکړو.
د افغانستان پرمختيا ته دغه “غوڅه ژمنه”، زمونږ د موخې لپاره يو بنسټ شمېرل کېږي. او زمونږ موخه د داعش او القاعده په څېر ډلو له خوا، تروریستانو ته د خوندي پټنځايونو د لاسته راوړلو، ساتلو او دوام لپاره د اړينو پلويانو او ملاتړ د نه موندلو پرته بل څه نه دي.
په دې برخه کې د هر څه د مخه، افغانستان امنیت ته اړتيا لري تر څو اړونده ادارو او بنسټونو ته لاره هواره شي چې د تېرې لسيزې په اوږدو کې د دغه هېواد لاسته راوړنو ته وده ورکړي او لا زياتې يې ځواکمنې کړي.
د ناټو اوږدمهاله ماموریت، د امنيت د خوندي کولو لپاره د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د وړتياوو پراختيا او اصلاحات دي چې، د افغانستان د خلکو هيله او غوښتنه هم ده. افغان ځواکونه له مونږ سره د تعامل په پايله کې د خپلو وړتياوو د زياتولو او ځواکمنولو په حال کې دي او زمونږ د تجربو څخه زده کړه ترلاسه کوي، مونږ مسئولیت لرو چې خپل رول ته همداسې دوام ورکړو او د هغوی د ملاتړ څخه ژر لاس په سر نه شو. سربېره پر دې، نړيواله ټولنه به خپل خونديتوب او امنيت په خطر کې واچوي، که مونږ يو ځل بيا پرېږدو چې افغانستان د بی ثباتۍ او نا امنۍ هماغه حالت ته وروګرځي چې القاعده د سپټمبر د يوولسمې د پېښې مخکې ترې ناوړه ګټه پورته کړه.
د افغانستان د امنيتي ځواکونو را منځته کول
د ډېرو کلونو لپاره مونږ د افغانستان ملي دفاعی او امنیتي ځواکونو ته داسې ځايونه يا تاسیسات او سرچېنې برابرې کړې دي چې د خپل تشکيل، پراختيا او ځواکمنولو لپاره يې ورته اړتيا درلوده، او د دې تر څنګ نړيوالو ځواکونو د نړيوال مرستندویه امنيتي ځواک (آيساف) په اډانه کې، د افغانستان د امنيت د خونديتوب اصلي مسئولیت په غاړه اخيستی وو.
هغه مهال مونږ اوږه پر اوږه د يو بل تر څنګ مبارزه وکړه. نړيوالو او افغان ځواکونو دواړو يو ځای د جنګ ميدان ته ورودانګل، د ګډو برياليتوبونو څخه برخمن شول او د مرګ ژوبلې درد او رنځ يې يو ځای وزغمه. اوس د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ټول هېواد امنيت خوندي کوي. د مشرۍ د مسئولیت په غاړه اخيستل د لېږد د پروسې يوه برخه وه، او د لېږد دغه بهير په خپل سم مسير کې مخ پر وړاندې روان دی. سره له دې چې عامه پاملرنه د لاسه تللو پوستو او د افغانستان په مرګ ژوبله باندې تمرکز لري، مونږ باید هغه حالت هيڅکله هېر نه کړو چې د افغانستان ملي دفاعی او امنیتی ځواکونو ورڅخه پیل وکړ. يوه لسيزه مخکې، د افغانستان “امنیتي ځواکونه” څو زره تنه جنګيالي وو چې ملېشه ډوله ګډوډ جوړښت ته يې ډېر ورته والی درلود، او تر ډېره يې خپله وفاداري او تړون د ځايي جنګسالارانو سره څرګنداوه.
نن د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو شمېر ۳۵۲ زره سرتېرو او پوليسو ته رسېږي چې دولت ته د وفادارو ملکي بنسټونو له خوا يې مشري کېږي. د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د مشرانو ټاکل، په پارلمان کې د خلکو د استازو د خوا د تائيد رایه تر لاسه کوي.
مونږ د ملېشو د حاکميت د ورځو سره دومره واټن نه لرو، خو افغان حکومت خپلو هڅو او کارونو ته دوام ورکوي تر څو هغوی د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په کتار کې خدمت ته وهڅوي. د هغوی تړاو او پېيلتيا هم ورځ تر بلې کمښت مومي.
د افغانستان نويو او د دوامداره پراختيا په حال کې امنيتي بنسټونو څرګنده کړې چې ملي او غیر سیاسي ادارې دي.
که چېرې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې په پام کې ونيسو، د ټاکنو وروسته د سیاسي بې ثباتۍ او ناڅرګندتيا په مياشتو کې، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ناپېيلي پاتې شول او د يوه اړخ سره يې پيوستون ښکاره نه کړ. د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو امنيت خوندي کړی وو او په سیاست کې ښکېلو خواوو ته يې، يوې سياسي حل لارې ته د رسېدو لپاره وخت او فضا مساعده کړې وه.
د ناټو اوږدمهاله رول
د هېواد د امنيت د بشپړ مسئولیت د منلو لپاره د افغان ځواکونو وړتيا – او د جګړې په ميدان کې د هغوی ننۍ غوره کړنلارې – د اوږدو کلونو لپاره د ظرفیت جوړولو پایله، او په ساحه کې د افغانستان د سرتېرو او پوليسو سره د هرې ورځې د کار اغېزمنتيا څرګندوي.
لکه څرنګه چې مونږ په ۲۰۱۴ کال کې د نړيوال مرستندويه امنيتي ځواک (آیساف) څخه د مسئولیتونو په لېږد پیل وکړ، پوهېدو چې د افغانستان امنيتي بنسټونه د يوه ستر او پېچلي جګړه ايز ځواک د مديريت لپاره بشپړه تجربه نه لري. افغان سرتېري په ډېره غوره توګه د جنګېدو وړتيا لري، خو هغوی ملاتړی يا تازه دمی مرستندويه ځواک، د جنګ او جګړې د جاري ساتلو او شاټينګولو سېسټمونه او پروسې نه لري.
په ۲۰۱۴ کال کې په وېلز کې د ناټو ناستې د غوڅ ملاتړ ماموريت اعلان کړ، ناجګړه ايز ماموريت چې په اډانه کې به يې د مرکزي دفترونو او ساحوي قول اردوګانو په کچه د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته رزونه، مشوره او مرسته وړاندې کېږي. غوڅ ملاتړ تر ډېره د پرمختګ لپاره اړتيا او سازماني مهارتونه تر پېژندنې لاندې نيسي. دغه ماموريت د نورو برخو تر څنګ، د علمياتو د پلان جوړولو، د بوديجې جوړولو او پراختيا، پلان جوړولو، د پروګرامونو د پلي کولو، د ځواک يا قوې توليد او ادارې، د لوژستيک او تدارکاتو د ساتنې او مراقبت په ګډون د وړتياوو په زياتېدو او پراختيا باندې تمرکز لري.
د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه را په دې خوا، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د هغوی د لوړرتبه مامورينو په ګډون، د بېلابېلو هېوادونو څخه د غوڅ ملاتړ د ماموريت مشاورين، سرتېري او ملکي کارکوونکي هره ورځ د خپلو افغان همکارانو سره په نه ستړې کېدونکې توګه کار کوي. همکارۍ او يو تر بله مرسته، د سترو بیروکراسيو د ستونزمن او پېچلي مديريت لپاره د اړينو اقداماتو او بهيرونو د بيړني پیل لامل شوې ده.
پرمختګونه اساسي او د پام وړ دي. په ۲۰۱۵ کال کې، د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د خپلو اړتياوو او بوديجو پروګرامونه، په خپله جوړ کړل. د دې ټکي په پام کې نيولو سره چې نړيوالې مرستې به د تل لپاره په نامحدوده توګه دوام ونه لري، هغوی خپل بېلانس د لومړيتوبونو پر اساس ترتیب او سخت کړی دی. د دې پر ځای چې يواځې د امکاناتو شتون ښه و بلل شي، اوس په دې ټکي ډېر تمرکز کېږي چې د ماموريت لپاره کوم څېزونه اړين دي.
همدارنګه دواړه ياد وزارتونه د خپلو بشري سرچينو د سېسټمونو د ښه والي او سمون په حال کې دي. هغوی د پېژندنې د بايومټريکو کارټونو څخه کار اخلي، په کاغذي دوسيو کې د سوابقو د ساتنې سېسټم يې د ځواکمنو بېلانسونو او چکونو درلودونکي برېښنايي سېسټم باندې اړولي دی، او د کارکوونکو معاشونه په برېښنايي توګه د پيسو د لېږد پروګرام د پلي کولو له لارې وېشي.
د دې په پايله کې، “تش په نامه سرتيري” په تدريجي ډول د نظام څخه ايستل شوي دي. پوليس خپل معاشونه په زياتېدونکي ترتيب او کافي کچه، په خپل وخت ترلاسه کوي. په نورو ټکو، د فساد د ارتکاب لپاره ډېر کم فرصتونه موندل کېدلای شي.
دغه ښه پيل دی، خو اوس هم د نظام د ښه والي او سمون سره واټن شتون لري. مونږ په رهبرۍ، لوژستيک، د قرادادونو تړونونو، د معاشونو اداره او کنټرول کې لا ډېره او غوره اغېزمنتيا موندلای شو. د ناټو غړو هېوادونو د باندنيو چارو وزيران مني چې لا تر اوسه ډېرې چارې شته چې نه دي تر سره شوې او د ۲۰۱۶ کال وروسته د ۲۰۲۰ کال د مې تر مياشت پورې د غوڅ ملاتړ د ماموريت د دوام ورکولو له پرېکړې څخه ملاتړ کوي. تمه لرو چې د وارسا ناسته به د دغه پرېکړې سره خپله هوکړه اعلان کړي.
متحده ايالات به د خپل رول ادا کولو ته دوام ورکړي. مونږ به د روان کال تر پايه د خپلو ۹۸۰۰ سرتېريو شمېره همداسې ثابته وساتو، دغه شمېره به د ۲۰۱۷ کال په پيل کې ۵۵۰۰ تنو سرتېرو ته راښکته شي او په کابل، بګرام، ختيځ جلال آباد او سوېل کندهار کې به په محدودو اډو کې ځای پر ځای شي.
د ساتني او مراقبت لګښتونه
سره له دې چې د ناټو سرتېري د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره زمونږ د ژمنو د عملي کولو لپاره کافي نه برېښي، د افغانستان دولت د نړيوالو مرستو پرته نه شي کولای د خپلو امنيتي ځواکونو لګښتونو ته دوام ورکړي او ثابت يې وساتي. دغه پانګونه زمونږ تر خپل امنيت پورې تړلې او ښايي چې همداسې دوام ورکړو.
د وارسا په ناسته کې، افغانستان د ناټو غړو هېوادونو او متحدينو څخه غواړي چې د ۲۰۱۸ کال څخه د ۲۰۲۰ تر پايه د خپلو مرستو ژمنې بیا نوې کړي. د امریکا متحده ايالات دغه غوښتنې ته د ځواب موندلو په برخه کې خپله ونډه ادا کوي. مونږ به تر ۲۰۲۰ کال پورې، هر کال د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته تر دريو ميليارډ ډالرو زياته بوديجه برابره کړو. په همدې توګه مونږ تمه لرو چې متحده ايالات به د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو تر ټولو ستر مالي ملاتړی پاتې شي.
د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه د نړيوال ملاتړ بيا نوي کول، د افغانستان دولت او خلکو، د سيمې هېوادونو، او طالبانو ته روښانه او څرګند پیغام استوي چې متحده ايالات، د ناټو غړي هېوادونه او متحدين، زمونږ د ګډې موخې د ريښتيا کېدو او لاسته راوړو لپاره چې د امن، خوندي، ولسواک او نېکمرغه افغانستان رغول دي، په دوامداره او کلکه توګه ژمن دي.
په همدې مهال مونږ تمه کوو چې د وخت په تېرېدو سره د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ساتنې او مراقبت لګښتونه ټيټ شي. متحده ايالات او زمونږ متحدين په اوسنۍ کچه او نامحدوده بڼه د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د بوديجې د برابرولو توان نه لري. په اوسنۍ کچه دوام ورکول يې ناشوني دي. مونږ او افغانان دواړه په دغه واقعیت پوهېږو او درکولای يې شو.
د همدې کبله د متحده ايالاتو، ناټو او افغانستان پلان جوړوونکي په دغه تړاو د اړونده اقداماتو پلي کولو ته ژمن دي، تر څو د افغانستان د ملي دفاعياو امنيتي ځواکونو لګښتونه په تدريجي توګه راټيټ کړي، او د اوسنۍ کچې څخه يې، چې په کال کې نږدې ۵ ميليارد ډالرو ته رسېږي، کمه کړي. د پوځ د سرتېريو او پوليسو د عملياتي اغېزمنتيا د ښه والي او ځواکمنولو دوام، د دغه هڅې اصلي برخه ده.
د هغو حمايوي فعاليتونو زیات “افغاني کول” چې د بهرنيو قرارداديانو او پوځي پرسونل له خوا تر سره کېږي، په تېره بيا د ساتنې او مراقبت چارې به، د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د لګښتونو د کموالي او پايښت په برخه کې هم مرسته وکړي.
په داسې يوه چاپېريال کې چې محدودې سرچينې شتون ولري د عملياتو د اړونده پروګرامونو او پلانونو جوړول او عملي کول، د افغانستان پلان جوړوونکي د لومړيتوب پر اساس کار ته اړ باسي. د بشري سرچينو د سېسټمونو ښه والی د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي چې د “کسر” په کمښت سره په لګښتونو کې سپما وکړي. د غوڅ ملاتړ د ماموريت له خوا په بنسټونو او ادارو کې د ظرفيت جوړونې په دوام سره به، مونږ دغه موخو ته رسېږو.
د بروکسل غونډې لپاره موخې
څرګنده ده چې په يوازې سر امنيت نه شي کولای د افغانستان لپاره زمونږ موخې په واقعیت بدلې کړي. هرکله چې افغانستان د خپلو بنسټونو د جوړولو او ټينګښت لپاره په پروګرامونو او اصلاحاتو کې په ريښتيني ډول پرمختګ وکړي، په وارسا کې زمونږ پانګونه به خپل ځای ونيسي. د دولتي ځواکمنو ادارو په شتون کې به مدني او سوداګريزې ټولني دا موقع ترلاسه کړي چې ټولو افغانانو ته هوسا او پر مخ تللی افغانستان ودان کړي.
د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان دولت هڅه کوي تر څو اصلاحات چې د دولتي ادارو د ځواکمنېدو لامل ګرځي، پلي کړي. د دغه اصلاحاتو د بيانولو او د مرسته کوونکو د غوڅ او ژور ملاتړ د څرګندولو لپاره به، اروپايي اتحاديه د اوکټوبر په مياشت کې په بروکسل کې د يوې پراختيايي غونډې کوربه شي. مونږ هيله لرو چې مرسته کوونکي هېوادونه د ۲۰۱۸ ـ ۲۰۲۰ کلونو لپاره خپل پراختيایي ملاتړ يو ځل بيا نوی کړي.
متحده ايالات به د ټينګې ژمنې سره د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي، او دا زمونږ په موخه چې افغانستان ته د ۲۰۱۸ ـ ۲۰۲۰ کلونو لپاره د کانګرس څخه د نږدې يو ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه ده، زمونږ ټينګار څرګندوي. مونږ ټول نورو مرستندويانو، هغوی چې مخکې يې مرستې کړې او همدارنګه هغه چې تر اوسه يې مرسته نه ده کړې، رابولو چې په دغو سترو وعدو کې، یا لږ تر لږه د اوسني ملاتړ په کچه، د مونږ سره يو ځای شي تر څو په ځان د بسيا کېدو پر لور د افغانستان د پرمختګ او پراختيا د دوام څخه ډاډ تر لاسه کړو.
د بروکسل د غونډې تر جوړېدو مخکې، مونږ د دغې هيله منتیا لپاره چې افغانستان په سم لوري روان دی، دليل لرو. لاندې ټکي په پام کې ونيسئ:
د افغانستان دولت د دوه اړخيزه ځواب ويلو د اډانې له لارې، په ځان د بسیا کېدو پر لور د پام وړ پرمختګ په حال کې دی. په ځان د بسیا کېدو شاخصونه د دوه اړخيزه ځواب ويلو د اډانې له لارې د فساد سره په مبارزه، د دغه هېواد د مالي وضعیت په ښه کېدو، او د باور وړ ټاکنو لپاره د غوره اقداماتو په ترسره کولو باندې تمرکز لري. همدا اوس، افغانان د ټاکل شويو ۳۹ موخو څخه پنځلسو ته په رسېدو بريالي شوي دي. مونږ هيله لرو چې د افغانستان دولت د کال تر پايه لږ تر لږه یوويشت پاتې موخو ته هم ورسېږي او په دې توګه په اډانه کې ټاکل شوې ټولې موخې بشپړې شي.
په ۲۰۱۵ کال کې د عوايدو په را ټولولو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی، دغه بهير په روان کال کې همداسې دوام لري. مالي ثبات ښه شوی دی، او په دې برخه کې، د دولت له خوا د اوټوماټيکو ګمرکي سېسټمونو کارول د فساد څخه د مخنيوي او د بې مخينې عوايدو د راټولولو لامل ګرځېدلی دی.
ولسمشر غني د فساد د له منځه وړلو لپاره کوټلی ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې ښه بېلګه ګڼل کېږي. نوموړي د کابل بانک د پانګې د اعاده کولو او د هغو کسانو پر ضد د جنايي دوسيو د پرانيستو په برخه کې چې د افغانستان د خلکو شتمنۍ يې لوټلې دي، اړين اقدامات پلي کړي دي. ولسمشر غني قاضیان او نور دولتي چارواکي چې په فساد ککړ وو د دندو څخه ګوښه کړي دي. د حکومتولۍ د عالي شورا د رامنځته کولو، د قانون د حاکميت، د فساد سره د مبارزې، او د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي مرکز د جوړولو لپاره د نوموړي وعدې، د نورو ټولو ترسره شويو اقداماتو تر څنګ د ستايلو وړ دي او مونږ يې د قدر وړ بولو.
افغانستان په سيمه کې د مېشتو پراخو ټولنو د يوه نه بېلېدونکي غړي په توګه د ځان د بيا را برسېره کولو، او د خپلو ګاونډيانو سره د سوداګرۍ او ټينګو اړيکو درلودلو لپاره هڅې کوي. همدارنګه افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړ، د دې ګام په اوچتولو سره به سيمه ايزه سوداګري وغوړېږي او نوي بازارونه به پرانيستل شي.
د سولې او ملي پخلاينې لپاره د شرايطو اېښودل
د وارسا په ناسته او د بروکسل په غونډه کې زمونږ اقدامات به د افغانستان سره زمونږ پيوستون څرګند کړي. دغه اقدامات به طالبانو ته هم يو روښانه پیغام واستوي چې مونږ د يوموټي او ولسواک افغانستان لپاره ژمن پاتې کېږو. همدارنګه مهمه ده چې دغه اقدامات، د جګړې د پای او د افغانستان خلکو ته د سولې د راوستلو په موخه د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره زمونږ ژمنتيا هم ښکاره کړي.
د نږدې يوې لسيزې را په دې خوا، دا زمونږ موخه ده او لا هم په دې باور يو چې خبرې اترې او سوله، په افغانستان کې اوږدمهاله تاوتريخوالي ته د حل يوازينۍ ريښتينې لاره ده.
د افغانستان دولت هم دغې پايلې ته رسېدلی دی. تر اوسه هم، د کوم شرط اېښودلو پرته د سولې خبرو اترو ته د افغانستان د دولت له خوا د څو څو ځله بلنې سره سره، طالبانو ټول وړانديزونه رد کړي دي.
لکه څرنګه چې زه د خپلو خبرو پای ته نږدې کېږم، اجازه راکړئ يوه موضوع ياده کړم چې نن سبا يې د ډېرو خلکو ذهنونه بوخت ساتلي دي. د سولې خبرو ته د افغانستان د دولت سره له يو ځای کېدو د طالبانو پرله پسې انکار، د روان کال د مې د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د ملا منصور پر وړاندې د اقدام لپاره د متحده ايالاتو په پرېکړه کې مخامخ رول لري. ځينې تبصره کوونکي په دې اند دي چې دغه بريد د متحده ايالاتو په ستراتېژۍ کې د بدلون يا د سولې په برخه کې زمونږ د ژمنې د تضعيف په مانا دی، خو داسې نه ده.
ولسمشر اوباما په خپلو بيانيو کې روښانه کړې چې د ملا منصور له منځه وړل، او د متحده ايالاتو د صلاحيتونو او اقداماتو پراختيا، د افغانستان لپاره زمونږ په تګلاره کې يو ستراتېژيک بدلون نه ګڼل کېږي. متحده ايالات په افغانستان کې د ورځنيو عملياتو د بيا پيل په حال کې نه دي. د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د خپل هېواد د امنيت بشپړ مسئووليت، لکه څرنګه چې ښايي ويې لري، په غاړه لري.
د دې ټولو سره سره، ياد بريد بايد په سيمه کې ټولو اړخونو ته روښانه کړي چې متحده ايالات د خپلو ګټو د ساتنې او خوندي کولو لپاره بشپړه آمادګي لري.
ملا منصور د سولې پر وړاندې يو خنډ وو، او د متحده ايالاتو د ځواکونو پر ضد د عملياتو د ملاتړ او اوږدمهاله جګړې ته د دوام ورکولو له کبله، د متحده ايالاتو پر وړاندې ګواښ شمېرل کېده.
سره له دې چې متحده ايالاتو د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملياتو ترسره کول درولي دي، خو د خپلو خلکو او ګټو ساتنه خپل مکلفیت او دنده بولي.
مونږ به په افغانستان کې د سولې يوه داسې بهير ته چې مشري يې د افغانانو په غاړه وي او افغانان يې مالکيت ولري، او په ترڅ کې يې د افغانستان دولت او طالبان وتوانېږي چې نښتو ته د پای ټکی کېږدي، هڅولو او ترغيب ته دوام ورکړو. د افغانستان او پاکستان تر منځ اوږدمهاله همغږي او همکاري، په سيمه کې د تلپاتې ثبات یو بنسټيز اړخ ګڼل کېږي. متحده ايالات به د دغه هڅو د پر مخ بېولو په برخه کې د يوې لارې او رغوونکې وسيلې په توګه ژمن پاتې شي.
متحده ايالات د ډيپلوماتيکو ګروپ جوړونو سره د خبرو اترو غوښتونکي دي – او هغه د افغانستان، پاکستان، چين او متحده ايالاتو څخه جوړ شوی د همغږۍ څلور اړخيز ګروپ دی – او په بشپړه توګه د سولې د بهير پر وړاندې ژمن پاتې کېږي. اجازه راکړئ په واضحو ټکو يې بيان کړم: څلور اړخيزې همغږې کوونکې ډلې تصریح کړه چې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو څخه مخکې بايد هېڅ شرط و نه ټاکل شي. هغه مهال چې مونږ د سولې او پخلاينې په سر خبرې کوو، په دغه چاره کې د متحده ايالاتو لپاره د افغانانو په مشرۍ د حل ډېرې زياتې لارې شاملېدلای شي.
مونږ په ژوره توګه باور لرو چې په افغانستان کې جګړه د پوځې حل لارې په کارولو سره ختمېدلای نه شي. يواځې او يواځې د خبرو اترو، بحثونو او ملي پخلاينې له لارې کولای شو د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړې ته ورسېږو.
په داسې حال کې چې کله ناکله کېدای شي د سولې راتګ ناشونی وبلل شي، خو د دغه ټکي په ياد ساتل ډېر مهم دي چې د ټولو ښکېلو اړخونو تر منځ د اجماع زيات ګډ وجوهات شته دي. څېړنې ښيي چې د افغانستان ټول خلک غواړي د خبرو اترو او ملي پخلاينې له لارې په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات وويني. سربېره پر دې، ټول ښکېل اړخونه د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتيا او حاکميت په اړه ګډ د ګډ باور خاوندان دي.
په همدې توګه، د افغانستان په ټولنه کې د اسلامي ماهيت څخه يوه ګډه پېژندنه شتون لري، او د سيمه ايزې نيابتي جګړې د پای لپاره په ټوله کې يوه ژوره هيله شته ده. د شکه پرته چې د افغانستان په ګڼ انديزه ټولنه کې تل د طالبانو يوځای کېدو او ادغام ته تش ځای شته دی، د افغانستان د اساسي قانون سره چې د اندونو او اېديولوژيو په پام کې نيوول پرته د ټولو افغانانو د حقونو څخه ملاتړ کوي.
هغه د پام وړ ننګونه چې زمونږ د لارې په سر ځای لري، د اجماع په يادو ټکو کار دی تر څو د سولې يوه تلپاتې او اوږدمهاله پروسه رامنځ ته کړي. د متحده ايالاتو دولت، د افغانستان خلک او دولت، او نړيواله ټولنه د داسې بهير کلک ملاتړي دي.
کېدای شي چې د طالبانو مشرۍ د خبرو اترو مېز ته په نه حاضرېدو سره، ظاهراً په خپل باور بل ډول انګېرنه کړې وي. کېدای شي هغوی په دې اند وي چې د جګړې او تاوتريخوالې له لارې به بريالي شي. دا هم امکان لري چې هغوی د سولې خبرو اترو لپاره رابلل کېدو ته د شک په سترګه وګوري.
د لومړي ټکي په اړه، که طالبان داسې انګېري چې د افغانستان د دولت او امنيتي ځواکونو څخه زمونږ د ملاتړ تر پايه به صبر وکړي، او د نړيوالې ټولنې د ملاتړ او ګډون پرته به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه زيان منونکي شي او ماته به وخوري، هغوی تېروتنه کوي. له همدې امله، د وارسا په ناسته کې ژمنې، د ۲۰۲۰ کال تر پايه د بوديجې د برابرولو په ګډون، د زيات ارزښت څخه برخمنې دي.
همدارنګه، غواړم د سولې د خبرو اترو لپاره د خپلې اوږدمهاله غوښتنې د صداقت په اړه هم وضاحت درکړم. که طالبان د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه په خپل اعلان کې ريښتوني او جدي دي، نو لکه څرنګه چې ولسمشر اوباما په علني ډول اعلان وکړ، باید طالبانو او نورو ټولو هغو ډلو ته چې د افغانستان له پرمختګ سره مخالفت کوي روښانه شي چې، د افغانستان څخه د امريکا د متحده ايالاتو او نورو بهرنيو پوځيانو د بشپړو وتلو لپاره يوازينۍ ريښتونې لاره، د افغانستان د دولت سره يوه تلپاتې سياسي جوړجاړي ته رسېدل دي.
وروستۍ خبره
په پای کې ټينګار کوم چې هغه پانګونې چې نړيوالې ټولنې د افغانستان د امنيت په برخه کې ترسره کړې دي، د ونډو ګټې بېرته راګرځوي. افغانستان په ژوره توګه بدلون موندلی دی، او اوسمهال هغه هېواد نه دی چې پنځلس کاله مخکې وو.
د ښوونې او روزنې، روغتيا، اقتصاد، بنسټيزو پروژو، د ښځو حقونو، او په سيمه کې د رسنيو غوره لرليد په برخو کې په مهمو او ارزښتمنو لاسته رواړنو سره افغانستان بې مخينې پراختيايي برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. د افغانستن وسله وال ځواکونه هم د بل هر وخت څخه ډېر ځواکمن شوي او وړتياوې يې زياتې شوې دي.
د افغانستان د ملګرو پراخ نړيوال ائتلاف، د افغانستان د متحدينو سره په همږغۍ او همکارۍ تلپاتې تعامل او ګډون تضميڼ کړی دی. مونږ ټول د افغانستان د پراختيا او په ټوله سيمه کې د امنيت او ثبات راوستو لپاره ګډې موخې لرو.
په پای کې، اجازه راکړئ تر څو يوه موضوع په بيا بيا روښانه کړم چې د متحده ايالاتو سیاست جوړوونکو د اوږدو کلونو لپاره ترتيب کړې: د افغانستان امنيت زمونږ امنيت دی. دا ټکی د امريکا متحده ايالاتو سربېره، ټولو متحدينو او په پراخه کچه د ټولو شريکانو لپاره ارزښت لري. مونږ ټول د افغانستان په اوږدمهاله امنيت او پراختيا کې برخه لرو. دغه د پايښته افغانستان او د سولې د بريالي بهير لپاره اړين شرايط دي.
ستاسو د پاملرنې څخه مننه کوم.
د اتلانتيک په شورا کې د ښې مېلمه پالنې له امله مننه کوم. وياړم چې نن مې له تاسو سره د افغانستان په اړه زمونږ د موخو په هکله خبرې وکړې.