4 اپریل 2016
سهار مو نېکمرغه! ښاغلی وزير حکيمي، درنو ميلمنو، له دې چې په دغه ناسته کې د خبرو فرصت راکړل شو، مننه کوم.
نن لږ څه مخکې، ښاغلي ولسمشر غني څرګنده کړه چې په وارسا کې د ناټو سرمشريزه غونډه او په بروکسل کې د تمويلوونکو هېوادونو کنفرانس افغانستان او افغانانو ته د نړيوالې تولنې د اوږدمهاله ژمنو لپاره د بنسټ اېښودلو د سترې پروسې يوه برخه ده. په دې اړه وار د مخه د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې، هغه مهال چې د افغانستان حکومت د متقابلې ځواب وينې د جوړښت له لارې په ځان بسیا کېدو کې د اصلاحاتو لوی هڅی پروګرام په لاره واچاوه، په تېر سپټمبر کې کار پیل شوی دی.
دغه جوړښت، د امنيتي حالت ښه والی او سیاسي ثبات، د فساد پر وړاندې مبارزه، حکومتولي، د قانون حاکميت او د بشر حقونه، د پيسو د ثبات بيا را ژوندي کول او د عامه مالي چارو يووالی، د خصوصي سکټور پراختيا او د پراخ بنسټه پرمختګ د کليدي برخو ښه والی او پرمختيا په ګوته کوي.
بیا به هم دغه موضوع ګانې په وارسا و بروکسل کې د خبرو اترو د سر ټکي وي او د افغانستان خلک هم د ډېرو عمده مسئلو په سترګه ورته ګوري. د لوړپوړو چارواکو د ناستې څخه را وروسته مياشتې ننګونکې وې. سره له دې، ښايي په دغه موده کې په ريښتينو تر سره شويو پرمختګونو هم سترګې پټې نه شي.
لکه څرنګه چې مونږ د مبارزې يوه نوي فصل ته ننوزو، د افغانستان د امنیت او ثبات د ټينګښټ او تروريستانو او تاوتريخجنو بنسټ پالو ته د پناه نه ورکولو په برخه کې د ژمنتيا له امله د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرښندنو او ټينګې ارادې منل او تائيدول د خورا ارزښت څخه برخمن دي.
افغان امنيتي بنسټونه د نړيوالو متحدينو په ملاتړ په نه ستړې کېدونکې توګه هڅه کوي چې د پوځ او پوليسو پياوړی، استعداد لرونکی او کلک ځواکونه رامنځ ته کړي. د وارسا غونډه به په راتلونکو کلونو کې د پرمختګ د دوام لپاره د وسایلو د برابرولو، د همکاریو د راتلونکې څرنګوالی او سیاسي ملاتړ په اړه پرېکړه وکړي.
په وارسا او بروکسل کې برياليتوب يو تر بله سره تړلی دی: د اوږدمهاله پراختيا لپاره امنیت ډېر اړين دی؛ ولسواکي، غوره حکومتولي او اقتصادي پرمختګ د امنيت د ټينګښت لامل ګرځي. زما متبوع دولت د ولسواکۍ د پرمختیا، غوره حکومتولۍ او ښې راتلونکې لپاره د افغانستان د خلکو د باور او اعتماد راجلبولو او لاسته راوړلو په برخه کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ژمنو ملاتړ کوي.
د اعتبار وړ، پراخو او رڼو ټاکنو ارزښت ته په کتو سره، مونږ د ټاکنيزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو لپاره د يوه روښانه تګلوري د جوړولو په برخه کې د ملي وحدت حکومت هڅې ستایو او ملاتړ يې کوو.
د جزا په قانون کې د روانو تعديلاتو د بشپړېدو او تصويب، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان د ملي عمل د پلان د پلي کولو په ګډون چې په دې وروستيو کې خپور شوي دی، د قانون د حاکميت په پر مخ بېولو کې شوي پرمختګونه هم ارزښتمن ګڼل کېږي. د حکومت له خوا د لوی څارنوال د مقام لپاره د نوماند معرفی کېدل او په عدلي نظام کې د اصلاحاتو وړانديز، په افغانستان کې د عدالت د پلي کولو پراخېدو او پرمختګ ته لاره هواروي.
مونږ د ښځو، لږکيو او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو په ګډون د بشر د حقونو په اړه د افغانستان د حکومت د ژمنو د پرمختګ شاهدان يو. سره له دې چې ښايي ډېرې نورې چارې هم تر سره شي تر څو په دې توګه د تېرو پنځلسو کلونو په موده کې لاسته راغلي برياليتوبونه وساتل شي او دوام ورکړل شي.
په دې برخه کې، د مدني ټولنې سره بوختيا او د هغوی ملاتړ چې په خورا ستونزمن چاپېريال کې کار کوي، ډېره اړينه چاره بلل کېږي.
د بشر حقونه، د شکنجې د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د حکومت د پلان د عملي کېدو، او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره د مبارزې په ګډون د رسنيو د خپلواکۍ د ساتنې په اړه د ژمنې د بيا نوي کولو له لارې په غوره توګه ساتل کېدای شي. په رسنيو باندې بريدونه، لکه هغه يو چې د جنورۍ په مياشت کې پېښ شو، داسې يو ملت چې د بيان خپلواکي يې په پرانيستې غېږ منلې وي د خپل عزم څخه نه شي را ګرځولای.
همدارنګه، د افغانستان حکومت د ماشومانو څخه د ملاتړ د قانون د پراخولو په حال کې دی، اود ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې د منعې د قانون د تطبیقولو په برخه کې يې هم کوټلي ګامونه اوچت کړي دي. د فرخندې ملکزاده د وژنې غمجنې پېښې د دغې ژمنې ريښتيا کېدل او د قانون په وسيله ښځو ته د محافظت د برابرولو اړتيا لا زياته جوتوي. مونږ د وزيرانو شورا له خوا د جنسي ځورونې د منعې د مقررې د تصويبېدو او د سپټمبر په مياشت کې د ولسمشر له خوا د هغه د توشېح کېدو هرکلی کوو، او همدارنګه د اقتصادي پلوه د ښځو د ځواکمنېدو او دندې موندنې پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو هڅې د ستاینې وړ بولو.
د ولسواک افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې د ښځو د حیاتې ونډې د تشخیص په برخه کې، حکومت د ښځو، سولې او امنيت په اړه د ملي عمل پر پلان د کار کولو په حال کې دی. د محلي حکومتولۍ، د فساد سره د مبارزې، او خلکو ته د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو څخه د ډاډه کېدو په برخه کې د حکومت پروګرامونو زما دولت هيله من کړی دی.
د حکومت دغه کړنې د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا د چټکتيا لامل ګرځي، او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ او ثبات د منځ ټکی ګڼل کېږي.
د يوه کال د ننګونکو اقتصادي شرايطو سره سره، د افغانستان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې بې مخينې عوايد راټول کړي، او د پيسو د نړيوال صندوق د کارکونکو د نظارتي پروګرام له لارې چې د مارچ په مياشت کې نهايي شو، په مالي څانګه کې د اصلاحاتو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړې ده.
د سرحداتو د پرانيستو او د سوداګرۍ د غوړېدو په برخه کې د حکومت هڅو مثبتې پایلې لرلې دي. زه د خپلو ډيپلوماټيکو همکارانو سره يو ځای د کينيا په نايروبي کې د تېر سپټمبر د وزيرانو په غونډه کې، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب د تصويبېدلو له امله مبارکي وايم. له همدې مخې مونږ د سوداګرۍ د نړيوال سازمان سره د افغانستان د بشپړ يو ځای کېدو لپاره د قانوني اجنډا د نهايي کېدو په تمه يو.
په همدې توګه، مونږ په پوره لېوالتيا د پیسو د نړيوال صندوق سره د تعامل په برخه کې د افغانستان د پرمختګ، د سوداګرۍ او پانګونې د فضا د ښه کېدو، اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ ته د اړينو شرايطو د برابرېدو او د مالي ثبات را منځ ته کېدو ته سترګې په لار يو. د ښې راتلونکې لپاره د باور او ډاډ د فضا جوړولو، د دندو د رامنځ ته کولو، او د سلګونه زرو افغان ځوانانو لپاره چې هر کال د کار مارکېټ ته د ننه کېږي د غوره ژوند د توقع کولو په برخه کې، د دغو ګامونو اوچتول ډېر اساسي او اړين ګڼل کېږي.
مونږ په دې باور يو چې د افغانستان حکومت کولای شي ټولې هغه موخې چې په ځان د بسيا کېدو لپاره د متقابلې ځواب ورکونې په اډانه کې په ګوته شوي دي، لاسته راوړي. زما دولت خوښ دی چې افغانستان د متحده ايالاتو-افغانستان په دوه اړخيز مشارکت کې د ۲۰۱۵ کال لپاره ۹۰ سلنه ټاکل شوي شاخصونه ترلاسه کړي دي، او وړاندوینه کوي چې حکومت کولای شي د ۲۰۱۶ کال لپاره د ۲۰۱۸ کال تر پايه ټاکل شويو شاخصو ته د رسېدو په برخه کې هڅه او هاند وکړي. مونږ په بشپړه لېوالتيا د نږدې همکارۍ غوښتونکي يو، هماغسې چې حکومت په غوره توګه د خپلې بوديجې د اجراء کولو او په سوداګريز سکټور کې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې چې د دندو د ډېرېدو لامل ګرځې، د پام وړ پرمختګونه کړي دي. په دې توګه مونږ د فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر غني د غوڅې ژمنې او د وارسا او بروکسل د غونډو څخه مخکې د ځانګړيو اقداماتو څخه خپل ژور ملاتړ اعلانوو.
لنډه دا چې، د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو داسې مخينه لري چې د هغوی پر بنسټ به وکولای شي د پاتې ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي. اوسمهال د هېواد لپاره يو اساسي موقع ګڼل کېږي، چې ښايي د هغه په ترڅ کې د اوږدمهاله امنيت، پرمختګ او ثبات لپاره بنسټ کېښودل شي. مونږ به په راتلونکو کلونو کې د يوه باثباته او خوندي افغانستان لپاره د لارې د هوارولو په برخه کې د افغانستان د خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.
مننه.