سترې محکمې ته د افغانستان د قضایاوو د مديريت د سېسټم د سپارلو په هکله د سفير هوګو لارِنس هرکلی

په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارِنس د افغانستان د اسلامي جمهوريت سره د هغه هوکړه ليک هرکلی کوي چې پر بنسټ يې سترې محکمې ته د افغانستان د قضایاوو د مديريت د سېسټم اداره سپارل کېږي. نن د افغانستان د عدلي بنسټونو چارواکو او د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې مشر په دې هکله يوه هوکړه لاسليک کړه. د قضایاوو د مديريت سېسټم د افغانستان په ټول جزایی عدلي سېسټم کې هره جزايي دوسيه ثبت، او د تعقیبولو او څارنې وړ ګرځوي.

سفير لارِنس وويل: “د قضایاوو د مديريت سېسټم د قانون د حاکميت د پياوړي کېدو او د روڼتيا او ځواب‌ورکولو د پاللو او ودې په موخه زمونږ د دواړو حکومتونو د ګډو هڅو يوه ستره بېلګه ده. زه په دې اړه قاضی‌القضات سید یوسف حليم او نورو هغو مشرانو ته چې ننۍ هوکړه يې لاسليک کړې، د زړه له کومي مبارکي وايم. وياړم چې د متحده ايالاتو حکومت او د امريکا خلکو د قضایاوو د مديريت د سېسټم په رامنځته کولو، پراختيا او پلي کېدو کې خورا مهم رول ولوباوه.”

د ۲۰۰۸ کال څخه را په‌دې‌خوا، د امريکا متحده ايالاتو د خپلو افغان همکارانو سره د دغه سېسټم د رامنځته‌کولو او په ۳۳ ولایتونو کې ۵۳۵ دفترونو ته د هغه د پراختيا لپاره ۳۹ ميليونه امريکايي ډالر مرسته برابره کړې ده. نن د قضایاوو د مديريت په سېسټم کې د شاوخوا ۲۶۰ زره بېلو بېلو دوسيو اسناد او سوابق ثبت او د تعقیبولو او څارنې وړ ګرځولي دي. د قضایاوو د مديريت د سېسټم د پلې کېدو په پایله کې هغه زرګونه تنه بنديان خوشي شول چې د محکوميت د دورې د بشپړېدو د نېټې څخه وروسته هم لا په بندخونو کې پاتې وو، همدارنګه د دغه سېسټم په پلي کېدو سره زيانمن او د هغوی کورنۍ د اړونده دوسيو په اړه تازه مالومات ترلاسه کولای شي، مدافع وکيلانو ته د خپلو مؤکلينو د حقونو څخه په ښه توګه د دفاع لاره هوارېږي او په همدې توګه د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو ته د ستراتيژيکې پلان جوړونې لپاره کره مالومات د لاسرسي‌وړ ګرځې.

د دغې هوکړې لاسليکېدل په بشپړه توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت ته د نوموړي سېسټم د مديريت، کنټرول، ساتنې او مراقبت د لېږد په بهير کې يو ارزښتمن ګام ګڼل کېږي. د امريکا متحده ايالات به د قضایاوو د مديريت د سېسټم څخه خپل ملاتړ ته دوام وکړي.