د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د پرانيستنې په وياړ د سفیر هوګو لارِنس مبارکي

د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارِنس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لپاره د نويو دايمي تاسيساتو د جوړېدو هرکلی وکړ. دغه نوی ځای د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز مستنطقینو، څيړونکو، مدافع وکيلانو او قضاتو ته وړ او خوندي کاري چاپېريال برابروي، او په افغانستان کې د اداري فساد د سترو او مهمو دوسيو د تحقيق او عدلي تعقیب د اساسي او ارزښتمنې دندې په ترسره کولو کې به هغوی ته ګټور تمام شي.

سفير هوګو لارِنس وويل: “اداري فساد هغه سرطان دی چې دا ملت يې په مصیبت اخته کړی دی او بايد پر ضد يې مبارزه وشي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز دا وړتيا لري چې د مجازاتو څخه د معافيت پر ضد د هڅو د تمرکز له لارې، د اداري فساد د مخنيوي په برخه کې حیاتي رول ولوبوي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به پر له پسې او ثابتې سياسي ژمنتيا اړينه وي تر څو دغه سترې هلې ځلې برياليتوب ته ورسېږي.”

متحده ايالات به د افغانستان خلکو ته د اغېزمن، ځواب ورکوونکي او رڼه حاکميت په موخه، د بېلابېلو سکټورونو په هره څنډه کې د پراخو پروګرامونو او نوښتونو له لارې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د هڅو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.