افغانستان د خپلې انرژۍ د سکټور د پرمختګ په موخه د بهرنیو پانګوالو ګډون ته ښه راغلاست وايي

کابل، افغانستان – د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت سره په ګډه د ۱۳۹۵ کال د وږي د ۲۸ مې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې په دوبۍ کې “د انرژۍ په سکټور کې د پلټنې يا تشبث د فرصتونو” تر نامه لاندې یو دوه ورځنی کنفرانس په لاره واچاوه. په دغه کنفرانس کې د افغان او نړیوالو مالي ادارو او د افغان حکومت د بېلابېلو وزارتونو، د عربي متحده اماراتو او د متحده ایالاتو د حکومتونو د چارواکو سربېره د منځني ختیځ، مرکزي آسیا، ترکیې، اروپا او شمالي امریکا د انرژۍ سکټور د فعالو شرکتونو په استازیتوب د ۲۰۰ تنو څخه ډيرو کسانو ګډون کړی وو.

د دغه دوه ورځني کنفرانس د جوړېدو موخه دا وه چې د لمریزې، بادي، بایومَس، جیوټرمل (د ځمکې تودوخې)، او اوبو د انرژۍ اړونده پروژو په ګډون د افغانستان د انرژۍ د مخ پر ودې سکټور کې بهرنۍ او ګډې پانګونې وهڅوي، او همدارنګه د کورنيو او نړیوالو شرکتونو او مالي ادارو ترمنځ مخامخ سوداګريزو ناستو ته یې هم يو بنسټ رامنځته کړ.

په دې اړه، په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر مایکل مکېنلي وویل: “د متحده ايالاتو حکومت ژمن دی چې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) له لارې د نوي کیدلو وړ انرژۍ په سکټور کې د افغانستان د بالقوه ځواک يا پوټانسیل څخه د ګټې اخيستو په برخه کې مرسته وکړي. دغه کنفرانس افغانستان او د هغه نړیوالو شريکانو ته لاره هواروي چې په اړونده ګډو طرحو او نوښتونو کې يو تر بله سره همکاري وکړي.”  نوموړي زیاته کړه: “د نوي کیدو وړ انرژۍ ټکنالوژي د دې ترڅنګ چې ثبات ته وده ورکوي د فقر د کچې ټیټولو، د کلیو د پراختیايې چارو پراخولو، او د خصوصي سکټور د ودې د چټکولو لپاره هم یوه پیاوړې وسیله ګڼل کیږي.”

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ښاغلي علي احمد عثماني وویل: “مونږ غواړو چې د کورنيو او نړیوالو تشبثونو ترمنځ د بریالیو همکاريو او ستراتیژيکو شراکتونو د لارې، د انرژۍ د سکتور په برخه کې د افغانستان د رقابت ځواک لوړ کړو، ترڅو په هېواد کې د انرژۍ ټکنالوژۍ ته وده او پراختيا ورکړو.”

همدارنګه په دغه کنفرانس کې، په افغانستان کې د لمريزې برېښنا د توليد د خپلواکې پروژې (د کندهار د لمريزې انرژۍ ۱۰ میګاواټه پروژې) د لومړنۍ رقابتي داوطلبۍ، په افغانستان کې د انرژۍ د پروژو د تمویلولو اړونده مالوماتو، او د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې په تړاو د بیلابیلو نړیوالو تمويلونکو د نظرياتو او د انرژۍ د خدماتو د نندارتونونو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

###

د ۲۰۰۲ کال څخه را په دې خوا، په افغانستان کې په پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیارډو امريکايي ډالرو څخه د زیاتو پيسو په لګولو سره، د متحده ايالاتو نړیواله پراختیایې اداره (USAID) د افغانستان لپاره د ملکي مرستو تر ټولو ستر دوه اړخیز پروګرام وړاندې کوي. د متحده ايالاتو نړیواله پراختیایې اداره (USAID) د افغانستان د حکومت او خلکو سره کار کوي تر څو د خصوصي سکټور په مشرۍ اقتصادي وده تضمین شي، یو داسې ولسواک او ځواکمن حکومت رامنځته شي چي د قانون حاکمیت په کې خوندي وي، او ټولو افغانانو ته بنسټيز روغتیایې او پوهنيز خدمات وړاندې کړي.