8 دسمبر 2016
د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په همکارۍ “د افغانستان نندارتون” تر نوم لاندی یو پنځه ورځنی نندارتون په دوبۍ کې په لاره واچاوه ترڅو په دې توګه د غالیو څخه تر کشمیرې او د بادامو څخه نيولې بيا تر جامو پورې د افغاني تولیداتو د صادراتو کچه لوړه کړي.
دغه نندارتون دوه برخې درلودې، چې لومړۍ يې د ډسمبر د ۶ مې څخه تر ۷ مې نېټې پورې د افغاني او بهرني، سوداګريزو تشبثونو ترمنځ مخامخ کتنو او خبر اترو ته ځانګړې شوې وه او دوهمه برخه يې د ډسمبر د ۸ مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د سوداګريزو توکو د پلور لپاره ځانګړې شوې وه او په ترڅ کې يې افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې او په عامو خلکو باندي وپلورل شول. “د افغانستان نندارتون” د افغان سوداګرو سره د افغاني تولیداتو د پلور د کچې په لوړیدلو، او د خلیج او نورو نړیوالو پېرودونکو سره د اړیکو ټینګولو برخو کې مرسته وکړه. دغه نندارتون د افغانستان۷۰ لویو سوداګرو ته لاره هواره کړه چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او د سلو څخه د ډیرو نړیوالو پیرودونکو سره د سوداګریزو معاملو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي مایکل مکېنلي وویل: «د نړۍ پام د افغانستان د تولیداتو نه ايستل شوي او نه سپړل شوي توان او ځواک ته نوی وراوښتی دی. » هغه زیاته کړه: «افغانستان لا هم هغه سوداګريزه او تشبثي روحیه لري چې دغه هېواد یې د ورېښمو په لرغونې لار په یو ستر نښلونکي مرکز بدل کړی وو. په وروستیو کلونو کې د ستونزو سره سره، غوره سوداګرۍ ته د افغانستان د صادروونکو لیوالتیا لا هم پیاوړې پاتې ده.
“د افغانستان نندارتون” د تازه او وچو میوو، مغزياتو ، زعفرانو او د دیګ مسالو، غالیو، کشمیرې، جامو، لاسي صنایعو، مرمر ډبرو، ګاڼو، او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په ګډون د افغانستان لویو صادراتو په اړه پوهاوی لوړ کړ. افغانستان د سترو سوداګريزو سمونونو په راوستلو سره چې د ۲۰۰۶ کال د جولای په مياشت کې يې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د غړيتوب لامل شول، په دغو ګټورو برخو کې د پانګوال او پېرودونکي د ګټو د خونديتوب لپاره خپله ژمنتيا څرګنده کړې ده
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي همایون رسا په دي اړه وویل: « د افغانستان یوشمیر تولیدات په نړۍ کې ترټولو غوره دي. د میوو، مغزياتو، زعفرانو، لاجوردو، د مرمر ډبرو او غالیو په څېر د یوشمیر ډیرو صادراتي توکو کیفیت په نړۍ کې بېساری دی.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان تولیدات او سوداګرۍ ته د دغه هیواد ژمنتيا د خورا ګټورو سوداګریزو فرصتونو بنسټ جوړوي.».