د افغانستان د خپلواکي ورځې په مناسبت در امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پمپئو اعلامیه

 

د افغانستان د خپلواکي د ۱۰۱ کلنې جشن په مناسب د امریکا متحده ایالاتو د دولت او خلکو په استازولی خپلې نیکې هیلې او مبارکي د دغه هېواد خلکو ته وړاندې کوم.

 

موږ د افغانستان د خلکو له ټینګتیا او پرځان باورۍ منندوی یو، چې د یوې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په لټه کې دی او غواړي په سولې، خپلواکي او نیمګرغی سره نوی پړاو پیل کړي. متحده ایالات همدارنګه هغه سیاسي هوکړه لیک ته ژمن دی، چې جګړې ته د پای ټکی ږدي او دا تضمین کړي، چې افغانستان به هېڅکله د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو لپاره یې د ګواښ پر مرکز نه بدلېږي.

 

په دغه تاریخي شېبه کې، چې د افغانستان خلک سره راټولېږي او هڅه کوي، ترڅو یوې تلپاتې سولې ته لومړیتوب ورکړي، نو راځئ د یو خپلواک، یو موټی، دموکراتیک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره چې د نړیوالې ټولنې مرسته کوونکی غړی دی، خپلې ګډې هڅې ګړندې کړو.