11 فبروری 2016
د افغانستان د فوټبال فدارسیون ښځینه فوټبالرانو د ۲۰۱۶ کال د فبروري په دریمه له خپلو امریکایی سیالو سره د امریکې په سفارت کې د نجونو او ښځو د سپورت ملی ورځ ولمانځله. دغه ورځ د امریکا د ښځو فوټبال د ملي ټیم د تقاعد شویو غړیو او د المپیک په سالیو کې دوه ځله اتلې میرمن لوري فیر سره د یوه ویدیویې کنفرانس په مټ پیل شوه او وروسته د افغان او امریکایی ښځو ترمنځ د ورزشي بحث یو پروګرام ترسره شو. په دغه بحث کې د ستراتیژیو تبادله او د لوبغاړو پر ستونزو د برلاسي کیدو پر لارو چارو هم خبرې وشوې. ورپسې بیا د سفیر مرستیال دیوید لیندوال، د فوتبال دوستانه لوبه په خپلو ویناو داسي پرانستله:” زړه ورتوب، توانایی او شخصیت د فزیکي فعالیت په مټ ترلاسه کیږي او د نجونو لپاره دا هغه وسیلې دي څو دوی د راتلوونکې پیاوړي رهبران واوسي” د شیر او خط وروسته د دواړو ټیمونو ترمنځ پیاوړی لوبه پیل شوه. د سفارت سلګونه لیوالو، د لوبغاړو د هڅونې او د ښځو د ورزشي لاسته راوړنو د لمانځنې په موخه راټول شول. په دې لوبه کې امریکایی لوبغاړو د خپلو افغان سیالیو نه د زده کړي لپاره ډیر څه ترلاسه کړل، ځکه افغان میرمنو دغه لوبه ۹-۰ په وړاندې په خپل ګټه پای ته ورسوله.