د افغانستان ښځو استعداد آزادولو په موخه لوړو زده کړو ته لاسرسی

29 جون 2016

کابل، افغانستان – نن، د افغانستان دولت اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله، د امریکا متحده ایالاتو شارژافیر مایکل رینور، د لوړو زده کړو وزیره داکتر فریده مومند، د ښځو چارو وزیره آغلې دلبر نظري، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره اغلې نسرین اوریاخیل، د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې ماموریت رئیس هربي سمیت، او د افغانستان لپاره د آسیایې بنسټ استازی عبدالله احمدزی د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې د پروموت بورسیو پروګرام پیل کړ.

د پروموت بورسیو پروګرام چې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې له لوري تمویل شوی او د آسیایې بنسټ له لوري پلي کیږي په راتلونکو پنځه کلونو کې به ۷۲۰ افغانو انجونو ته بورسیې چمتو کړي، ترڅو هغوی د دې توان و مومي چې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو څخه د لیسانس درجه ترلاسه کړي. د پروموت بورسیو به بدل کې د بورسیو ترلاسه کونکو څخه تمه کیږي چې د یوه داسي چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې د ښځو پیاوړتیا بهیر وهڅوي.

د پروموت پروګرام به د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره، د کانکور آزموینې نمرو په بنسټ د بورسیو ترلاسه کونکو غوره کولو په برخه کې، او د هغو محصلینو ملاتړ لپاره چې د ښو اکادمیک استعدادونو خاوندانې دي خو د اړینې بودجه ندرلودو له امله نشې کولای پوهنتون کې زدکړو ته دوام ورکړي، ګډ کار وکړي.

د افغانستان دولت اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه «د دې وخت را رسیدلی چې د افغانستان نوی نسل روښانه راتلونکي لپاره بدلون ته لارې هواره ولو کې د متحده ایالاتو سخاوت مندۍ او قربانۍ څخه مننه وکړو»

شارژدافیر رینور څرګنده کړه «دغه لمنانځنه، د ښځو پیاوړتیا لپاره د امریکا دولت ستراتیژیکو پانګونو دوام ورښیې، او د افغانستان ښځو پرمختګ او شخصي پیاوړتیا لپاره فرصت او هیله رامنځته کوي»

د آسیایې بنسټ څخه ښاغلي احمدزي وویل « په ټولو ولایتونو کې زده کړو ته لاسرسی چمتو کول، په اړینو مهارتونو باندي د ښځو سمبالولو او د ښځو پرمختګ لپاره فرصتونه ډیروي، ترڅو ښځې وکولی شي چې خپلو ټولنو لپاره د بدلون استازې شي.

د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې، د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې افغانستان څانګې د پروموت پروګرام پیل کړ، ترڅو د افغانستان هغو ښځو ته چې کولی شي په سیاسي پړاوونو، خصوصي سکتور اویا د مدنې ټولنې رهبرانې شي فرصتونه ډیر کړي. په راتلونکي پنځه کلونو کې به د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې پروموت پروژه د افغانستان۷۵۰۰۰ تحصیل درلودونکو ښځو ته مهارتونه او ملاتړ چمتو کړي ترڅو خپل کاري ساحو کې پرمختګ وکړي، خپل ټولنې کې مشرانې شي او د افغانستان دوامداره ودې کې د ښځو ونډه ډیره شي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو  څخه ډیرو ډالرو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایې اداره د افغانستان لپاره د ټولو څخه لویه دوه اړخیزه مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایې اداره د افغانستان خصوصي سکتور په رهبري د اقتصادي ودې رامنځته کیدل تضمینوي، د یوه دیموکراتیک او توان من دولت رامنځته کولو کې چي د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي، او ټولو افغانانو ته اساسي روغتیایې او روزنیزو خدمتونو چمتوکولو کې د افغانستان دولت او ولس سره ملګرتیا کوي.

د پروموت ښځو بورسیو پروګرام په اړه د لانورو مالوماتو لپاره،www.mohe.gov.af/scholarship  وګورئ.