د افغانستان د حکومت له‌خوا د اوربند د اعلانولو په اړه د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر پومپیو اعلامیه

د افغانستان د حکومت له‌خوا د اوربند د اعلانولو په اړه د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر پومپیو اعلامیه 

د ۲۰۱۸ کال د اګسټ ۱۹مه نېټه

متحده ايالات د افغانستان د حکومت له‌خوا د طالبانو تر ګډون پورې د مشروط اوربند اعلانولو هرکلی کوي. دغه پلان د سولې لپاره د افغانانو روښانه او اوږدمهاله غوښتنې ته ځواب دی.

په افغانستان کې مخکيني اوربند د جګړې ختمېدو ته د افغانانو د ژورې لېوالتيا څرګندونه وکړه، مونږ هيله لرو چې دغه اوربند به هېواد د تلپاتې امنيت خوا ته بوزي. متحده ايالات او زمونږ نړيوال متحدين د افغانستان د خلکو او حکومت د دغه نوښت څخه ملاتړ کوي، او د طالبانو څخه غواړو چې په کې ګډ شي. مونږ او نړيواله ټولنه هيله‌من يو چې سږ کال د افغانستان خلک لوی اختر په سوله‌ايزه فضا کې د ترهې پرته ولمانځي.

متحده ايالات د هراړخيزو خبرو اترو لپاره چې دواړه لورې ورباندې سلا شي، د ولسمشر غني د وړانديز ملاتړ کوي. مونږ د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په برخه کې د ملاتړ، آسانتياوو برابرولو او ګډون لپاره چمتو يو. د خبرواترو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه‌لري. اوس د سولې وخت را رسېدلی دی.