کندهار ته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سفیر جان بس سفر

سفیر جان بس کندهار ته د خپل لومړي سفر، او د ولايتي چارواکو او هلته د ميشتو ناټو او امریکایي ځواکونو له قوماندانانو سره تر لیدنو کتنو وروسته نن کابل ته راستون شو.

سفیر بس وویل: “د کندهار ولایت د استازو د میلمه پالنې منندوی يم او خوښ يم چې د خپلو همکارانو سره مې د یوه ټيکاو لرونکي او سوله ایز افغانستان د جوړولو لپاره د ګډو هڅو په اړه د خبرو اترو موقع مې ومونده. په کابل کې د مهمو چارو د ترسره کولو سره ترڅنګ، د افغانستان نورو ولایتونو ته د سفر لیوال یم.”

د دغه سفر په ترڅ کې، سفیر بس د کندهار د والي زلمي ویسا، د ولایتي شورا غړو او د مدني ټولنې له استازو سره هم ليدنې کتنې ترسره کړې.

همدارنګه هغه د امریکایي ځواکونو د قوماندان برید جنرال جان لېټرېپ او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره مشورتي غونډه جوړه کړه ترڅو هغه روزنې وڅېړي چې متحده ايالات او د غوڅ ملاتړ ماموریت په اډانه کې د ناټو نور غړي هېوادونه يې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د هغوی د اغېزمنتيا د لوړولو په موخه برابروي.

د امريکا متحده ايالات د کندهار په ولايت کې د مدني ټولنې د ځواکمنتيا، اقتصادي پراختيا او د امنيت د ښه ‌والي په موخه د زيات شمېر اقتصادي او پراختيايي پروژو څخه ملاتړ کوي. د فساد او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې، کرنې، روغتيا، پوهنې او غوره حکومتولۍ اړونده پروګرامونو د پلي کولو د لارې د متحده ایالاتو او افغانستان ولایتي ستراتیژي د اقتصادي ودې د غوړېدو لامل ګرځي.