د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د نومبر د ۱۷مې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې کابل ته راستون شو تر څو ولسمشر غني او نورو چارواکو ته د خپلو ليدنو کتنو مالومات ورکړي چې په دې وروستيو کې يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د بېلابېلو ښکېلو خواوو سره ترسره کړې وې.
د دغه سفر په ترڅ کې ځانګړي استازي خليلزاد د افغانستان په مدني ټولنه او سوله کې د فعالو کسانو، د رسنيو د غړو او نورو مهمو حکومتي او ناحکومتي چارواکو سره وکتل. د دغو کتنو په بهير کې سفير زلمي خليلزاد ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه بايد د ټولو افغانانو اندونه په پام کې ونيول شي. سفير خليلزاد وويل: “سوله د هر افغان هيله ده. متحده ايالات غواړي د افغانانو سره دغې موخې ته د رسېدو په چاره کې مرسته وکړي چې خورا ارزښتمنه ګڼل کېږي. په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله کېږي. افغانان د سولې وړ دي. مونږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو همکاران واوسو.”
سفير زلمي خليلزاد خپل نوی ټوېټر فعال کړی دی @US4AfghanPeace.