کابل ته د ځانګړي استازي خليلزاد سفر، د ډسمبر ۶مه

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، سفير زلمي خليل‌زاد د ډسمبر په ۶مه نېټه کابل ته سفر وکړ او د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره يې وکتل. په دغه لیدنه کې د سیمې د هېوادونو سره د اړيکو او د روانې شخړې په برخه کې سیاسي حل‌لارې ته د رسيدو لپاره د افغانستان په چمتووالي باندې بحث وشو. د دغه کتنې څخه وروسته، ځانګړی استازی خليل‌زاد د سولې د سيمه‌ايزو هڅو په تړاو د خبرو اترو لپاره مسکو ته لاړ.

سفير زلمي خليلزاد په ټوېټر کې د  @US4AfghanPeace دلارې تعقیبولای شئ.

###