کابل ته د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معين لومړۍ مرستيالې اَلېس وېلز سفر

د سويلي او مرکزي آسيا په چارو کې د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معین لومړۍ مرستياله اَلېس وېلز د جون د ۳۰ مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې کابل ته سفر وکړ تر څو د افغان او نړیوالو ملګرو سره لیدني کتنې ترسره کړي. د دغه لیدنې په ترڅ کې، هغې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له خوا د سولې د بهیر او د جګړې پای ته رسولو لپاره د ابرومندانه او باشرفه لار د موندلو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني د وړاندیز په اړه              د متحده ایالاتو په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ. د هغې خبرې اترې په ټاکلي وخت او په باوري او رڼه توګه د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو او  دا ډاډ ترلاسه کولو متمرکزې وې چې افغانان وکولای شي په خوندي توګه خپلې رایې وکاروي.

د دغه سفر په ترڅ کې، د بهرنیو چارو وزارت د معین لومړۍ مرستيالې آلېس وېلز د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلی، د ټاکڼو خپلواک کمیسیون غړو او نورو افغان مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

سربېره پر دې، سفیرې وېلز د نړیوالو ملګرو سره هم وکتل، او افغانستان او سیمې ته د اوږدمهاله سولې. امنیت او ټیکاو  راوستلو په هڅو کې د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ په اړه  بحث او خبرې اترې وکړې.