د سويلي او مرکزي آسيا په چارو کې د متحده ايالاتو د باندنیو چارو وزارت د معین لومړۍ مرستياله اَلېس وېلز د فبرورۍ د ۱۳مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې کابل ته سفر وکړ تر څو زمونږ د افغان ملګرو سره د کابل پروسې د غونډې څخه مخکې چې د فبرورۍ په ۲۸مه جوړېږي، ليدنې کتنې ترسره کړي.
د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې، د باندنیو چارو وزارت د معین لومړۍ مرستيالې آلېس وېلز د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنيت رئيس محمد معصوم ستانکزي، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلی، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک او د بهرنیو چارو مرستيال وزير حکمت کرزي سره خبرې اترې وکړې. هغې همداراز د سیاسي، سوداګریزو او رسنیزو مهمو استازو سره هم وکتل او د متحده ایالاتو او افغانستان په اوږدمهاله ملګرتیا یې ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، وېلز د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموريت او په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قوماندان، جنرال جان نيکلسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت مشر تادامیچی یاماموتو سره هم وکتل، او افغانستان او سیمې ته د سولې او امنیت د راوستلو لپاره يې د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.