د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ورسره ملګري ټیم، په کابل کې د درېو ورځو په لړ کې، له دولتي چارواکو، د مدني ټولنې له مسوولینو او د افغانستان نورو سیاسي شخصیتونو سره ګټورې سلامشورې وکړې.
ښاغلی خلیلزاد په دغو ناستو کې وویل، چې د سولې پروسې د چټک پرمختګ په موخه له افغانانو سره د مرستې لپاره زموږ تمرکز پر افغانستان، دیپلوماسي او د پراخ نړیوال ملاتړ پر جلبولو دی. نوموړی زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبان باید د سیاسي حل او دایمي او هر اړخیز اوربند لپاره یوه لاره پیدا کړي.
خلیلزاد او ټیم یې په کابل کې، د سولې لړۍ د پرمختګ په موخه پر بېلابېلو بدیلونو بحث وکړ. دلته، د سولې پر لوري د چټګ حرکت او د یوې داسې عادلانه سولې له تحقق څخه پراخ ملاتړ شتون لري، چې افغانان یې غوښتونکي او وړ دي. سفیر خلیلزاد د مدني ټولنو له مشرانو سره د کتنې پرمهال، په ځانګړې توګه له دې څخه ډېر هیله من شو، چې د هدفمندو تاوتریخوالو اجباري فشار لاندې بیا هم د دوی په ژمنتیا کې کوم تزلزل نه دی راغلی.
ښاغلی خلیل زاد همدا راز څرګنده کړه،”هغه مشران، چې د ښځو حقونو د پرمختګ استازي دي، د سولې ولایتي فعالان او نور ټول د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته ژمن دي؛ موږ د هغوی تر څنګ ولاړ یو.