د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد کابل ته خپل څلورورځني له لاسته راوړونو ډک سفر پای ته ورساوه. نوموړی د دغه سفر په لړ کې، له دولتي چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني ټولنې فعالانو او ډیپلوماتیکې ټولنې سره لیدنه وکړه او د استانبول راتلونکې غونډې د چمتووالي په اړه له هغوی سره خبرې وکړې. سفیر خلیلزاد، په هره لیدنه او ناسته کې، پر دې ټینګار وکړ، چې ولې دا مهمه ده، چې دواړه لوري د سولې پروسه چټکه کړې. هغه همدا راز له افغانستان سره د متحده ایالاتو پر تلپاتو همکاریو ټینګار وکړ.
سفیر خلیلزاد په خپلو ناستو کې، څرګنده کړه، چې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو او لږکیو بشپړه او مانا لرونکې برخه اخیستنه، د هرې حل لارې د تلپاتې توپ او ثبات لپاره، اړینه ده. نوموړی سربېره پر دې، د افغانستان د پراخ وګړي په استازولی، د مدني ټولنو د غړو او ځوانانو ډلو پر حیاتي ونډه ټینګار وکړ.
سفیر خلیلزاد په خپلو ټولو لیدنو کتنو کې، د استانبول د کنفرانس لپاره، چې د افغانستان لپاره د یوې عادلانه او تلپاتې سولې لرلید ترسیموي، د ګډ لیدلوري د شوالي له امله، خوشحال شو.