کابل ته د افغانستان د ملي پخلاينې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، سفير زلمي خليل‌زاد سفر

د افغانستان د ملي پخلاينې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، سفير زلمي خليل‌زاد نن کابل ته راغی ترڅو له ولسمشر غني، اجراییه رئیس عبدالله، سیاسي مشرانو، مدني ټولنې، ځوانانو او میرمنو سره وګوری او د افغانستان لپاره د سولې په بهیر کې د متحده ایالاتو په هڅو کې د پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړې. کابل ته له رسیدلو مخکې هغه اسلام آباد، برلین، او برکسل ته تللې وو.

لکه څنګه چې د سولې خبرې یو مهم پړاو ته رسیدلی، دا خورا مهمه ده چې په ټول هیواد ډیر افغانان په خبرو اترو کې ښکیل شي، د خپلو نظرونو په اړه مشوره وکړي او یوې سیاسي هوګړه ته ورسیږي چې دغه هیواد ته پایښت لرونکی سوله راولي. په کابل کې د خپل سفر په اوږدو کې، سفیر خلیلزاد به د ټولنې له بیلابیلو برخو د ځوانانو او زده کوونکو، سوداګرو میرمنو، د حکومتي ښځینه چارواکو او دیني مشرانو په ګډون د افغانانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.