کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي د سفر په اړه اعلامیه

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد، د ملي امنیت د شورا، د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایې ادارې  د استازو په ګډون د یو پلاوي په مشري د سې شنبې په ورځ کابل ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.

دغه پلاوي، چې د اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې د سرپرست مرستیال کارن فریمن، د ملی امنیت شورا مرستیال مایک آډلر، د دفاع وزارت مرستیال ربکا زیمرن او د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازي مرستیال ټام وست، پکې شامل وو، له ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او نورو سیاسي او امنیتي لوړ پوړو مشرانو سره ولیدل.

د متحده ایالاتو دغه پلاوی، له افغانستان او د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د امنیتي او ملکي مرستو له لارې د متحده ایالاتو پر تلپاتي ګډون ټینګار وکړ او د همکاریو د روان لېږد بهیر په تړاو له افغان مشرانو سره سلا مشورې وکړې. دواړه لورو، دا مسله تایید کړه، چې د سولې د ملاتو په برخه کې پیاوړي دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي او پر دې هوکړه وکړه، چې د لېږد په دغه بهیر کې د سیاسي وحدت ساتنه، اړینه ده.

خلیلزاد همدارنګه د مدني ټولنې له مشرانو سره هم کتنه درلوده، او له هغوی سره د ښځو، نجونو او لږکیو د لاسته راوړنو په ګډون، له تېرو شل کلنو لاسته راوړنو څخه د ملاتړ په تړاو د امریکا د ژمنتیاوې په اړه خبرې وکړي.