کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد رسېدل، د ۲۰۱۸ د ډسمبر ۱۹مه نېټه
نن د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغی تر څو ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله ته د هغو ناستو او کتنو په اړه مالومات ورکړي چې د سيمه ايزو شريکانو او نورو ښکېلو اړخونو سره يې سياسي هوکړې ته د رسېدو او د افغانستان د شخړې د ختمېدو په موخه ترسره کړي وو.
ځانګړي استازي خليلزاد د متحده ايالاتو، افغانستان، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان د څلوراړخيزو ناستو د څلورم پړاو په ګډون، په ابوظبۍ کې د درې ورځنيو ناستو او کتنو وروسته کابل ته ورسېد. دغه ناستې د متحده ايالاتو او نړيوالو متحدينو د هغو هڅو يوه برخه ده چې د افغانستان د شخړې د ختمېدو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو د دودولو لپاره ترسره کېږي.
###