لاندې موارد د ویاند مرستیال کالی برون پورې اړه لري:
ښاغلي پومپیو نن د قطر په دوحي ښار کې د سولې د خبرو اترو په پرانیست غونده کې د ملي روغې جوړې د عالی شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي حنیف اتمر او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د سولې د ټول شموله ټیم له غړو سره وکتل. ښاغلي پومپیو له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه غوښتنه وکړه ترڅو له دغه فرصت څخه د سیاسي هوکړې او تلپاتي اوربند ته د رسېدو لپاره ګټه واخلي. نوموړی د حکومت د مشرتابه له هغو هڅو څخه کوم چې 40 کلنه جګړه پای ته ورسوی او دا چې افغانستان به نور د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو لپاره د ګواښ په توګه نه کارول کېږي، هرکلی وکړ.