په کابل کې د ککړو اوبو د تصفیه خونې د جوړولو څخه د متحده ايالاتو د سفارت مالي ملاتړ

د متحده ايالاتو سفير جان بس او د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک نن د څرخي پله په بندخونه کې د ککړو اوبو د تصفيه خونې د بنسټ ډبره کېښوده. دغه پروژه چې ارزښت يې ۱۰ ميلیونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، د متحده ايالاتو د حکومت له خوا تمويلېږي. د ودانيز کار په بشپړېدو سره به ياده تصفیه خونه په افغانستان کې د ککړو اوبو د سترو تصفيه خونو څخه يوه وي.

سفير بس د دغې پروژې په پرانيست غونډه کې وويل: “دغه مخکښه پروژه د متحده ايالاتو او افغانستان په دوولس کلن مشارکت کې د يوه بل مهم ګام څرګندونه کوي تر څو د محابسو په تاسیساتو او ودانيو کې ښه والی راشي. مونږ د افغانستان د حکومت سره د ډاډه، خوندي او عصري بندخونو د لرلو په برخه کې مرستې ته ژمن پاتې يو.”

د دغې يو کلنې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد تر ټولو ستر محبس څرخي پله کې تر ۱۴۰۰۰ زياتو بنديانو ته د ککړو اوبو د تصفیه کولو اسانتیاوې برابرې شي.