په کابل کې د ځانکرګي بريد په اړه د امریکا د متحده ايالاتو د سفير جان بس پیغام

زه د کابل په يوه فرهنګی او ټولنيز مرکز کې په ملکي کسانو باندې ننی بوږنوونکی او بې رحمانه بريد په کلکه غندم.

د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب، په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوم او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرم. دغې پېښې يو ځل بيا د هغو کسانو بد عملي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د کمزوره کولو په لټه کې دي. مونږ ډاډه يو چې د افغانستان حکومت او خلک به د خپلو ملګرو او شريکانو په ملاتړ د دغو کرغېړنو کړنو ترسره کوونکي د ماتي سره مخامخ کړي.

متحده ایالات سولې، امنيت او سوکالۍ ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان د ټولو خلکو تر څنګ ولاړ دي.

###